امنیت

بې بندوباره وژنې د طالبانو له خوا د سولې د مذاکراتو وحشیانه تکتیکونه په ګوته کوي

د سلیمان راپور

ټپي شوي افغانان د ۱۳۹۸ د وږي په ۱۱مه په کابل کې د طالبانو له خوا ادعا شوې سترې مرګونې چاودنې څخه وروسته خبرې کوي. دا په داسې حال کې ده چې یاغیان او واشنګټن هڅه کوي چې یوه هوکړه نهایي کړي. [نجیبه نوري/جسټېن جیراردي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د تېرو څو ورځو په ترڅ کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی ښيي چې طالب مشران په دې توګه له یوه څرګند تکتیک څخه استفاده کوي: یاده ډله په دوامداره توګه ملکي افغانان وژني څو په دې توګه په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو متحدینو باندې د مذاکراتو په مېز باندې د سولې په خبرو کې فشار وارد کړي.

طالبان او متحده ایالات د داسې یوې هوکړې کولو ته نژدې شوي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره هواره کړي، خو په ورته وخت کې طالبانو په ملکي خلکو باندې خپلو حملو ته زور ورکړیاو د هغوی له مړینې څخه د چنو وهلو لپاره کار اخلي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې د کابل د استوګنې په یوه سیمه کې د دوشنبې /د وږي ۱۱مې/ یوې سترې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

په کابل کې یوه شپه مخکې له یوې سترې چاودنې څخه وروسته، ټپي شوي سړي د وږي په ۱۲مه په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

په کابل کې یوه شپه مخکې له یوې سترې چاودنې څخه وروسته، ټپي شوي سړي د وږي په ۱۲مه په وزیراکبرخان روغتون کې تداوي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس په کابل کې د وږي په ۱۲مه د طالبانو له خوا شوې یوې موټربمي چاودنې څخه وروسته حالت ښیي. [آرشیف]

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس په کابل کې د وږي په ۱۲مه د طالبانو له خوا شوې یوې موټربمي چاودنې څخه وروسته حالت ښیي. [آرشیف]

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د وږي په ۹ مه په کندوز ښار کې له یوه افغان عسکر سره خبرې کوي. څو ساعته وروسته له هغه چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز برید وکړ، جیګپوړي افغان امنیتي چارواکي ور ورسېدل چې حالات له نژدې څخه وڅاري. [نصرت رحیمي/ټوېټر]

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د وږي په ۹ مه په کندوز ښار کې له یوه افغان عسکر سره خبرې کوي. څو ساعته وروسته له هغه چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز برید وکړ، جیګپوړي افغان امنیتي چارواکي ور ورسېدل چې حالات له نژدې څخه وڅاري. [نصرت رحیمي/ټوېټر]

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چاودنه د یوه ټرېکټر په وسیله وشوه چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک کړای شوی وو او کوم چا له زرغون کلي /ګرین وېلېج/ څخه بهر درولی وو. ګرین وېلېج یو لوی کمپاونډ دی چې کلک دېوالونه ترې چاپېر دي او په منځ کې یې مرستندویې ادارې او نړۍ والې موسسې پرتې دي.

رحیمي وویل، بیا پنځو وسله والو سړیو هڅه وکړه چې په یوه «پېچلي برید» کې سیمې ته ننوځي، خو افغان امنیتي ځواکونو هغوی کمپاونډ ته له ننوتلو څخه مخکې ووژل.‌

ای اېف پي د یوې ښځې له خولې چې په چاودنه کې ټپي شوې وه، وویل، «زمونږ ټولې کوټې ویجاړې شوې، او زه نه پوهېږم چې چېرته لاړه شم. زما دوه لوڼې ټپي شوي او په روغتون کې دي.»

«دې چاودنې زمونږ ژوند را وران کړ. دا لومړی ځل نه دی او نه دویم ځل دی، دا درېیم ځل دی چې پېښېږي.»

په ورته وخت کې، اورپکو د شنبې په ورځ /د وږي په ۹مه/ هم هڅه وکړه چې د کندوز ولایت کندوز ښار ونیسي.‌ په ورپسې ورځ هغوی د ګاونډي ولایت بغلان په مرکز پلخمري کې عملیات پیل کړل.‌

افغان چارواکو وویل، افغان ځواکونو په څو ساعتونو کې دننه دواړه بریدونه شنډ کړل او په لسګونو طالب اورپکي یې ووژل. کندوز ښار چې په ۱۳۹۴ کې د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاس ته لوېدلی وو، د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۱مه/ بېرته عادي حالت ته راستون شو.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل،‌ «د طالبانو ټول هغه بریدونه چې د دې لپاره یې پیل کړي وو څو د مذاکراتو په مېز پرې امتیاز ترلاسه کړي، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا په بشپړ ډول مات شول.»

امان وویل، «طالبانو له خپلو ټولو سرچینو څخه په استفادې هڅه وکړه چې د کندوز او بغلان ولایتونو مرکزونه ونیسي، خو له درنو تلفاتو ور رسېدلو څخه وروسته بېرته خپلو پټنځایونو ته ستانه شول.»

امان وویل، په بغلان ولایت کې لږ تر لږه ۵۱ تنه طالب اورپکي ووژل یا ټپیان شول.

هغه وویل، «په کندوز ښار او پلخمري او د هغوی په اطرافو کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی او امنیتي ځواکونه په کې موجود دي. په دغو سیمو کې اوسېدونکو ته هېڅ ګواښ نشته.»

امان وویل،‌ «په فراه ولایت کې هم طالبانو هڅه وکړه چې د ولایت په مرکز برید وکړي. د هغوی پلان ناکام شو او افغانان اوس پوهېږي چې طالبان دروغ وایي او نشي کولی چې ولایتونه ونیسي. هغوی یوازې وېره رامنځته کوي او ملکي خلک وژني څو د مذاکراتو په مېز امتیاز ترلاسه کړي.»

ملکي خلک د چنو وهلو د وسیلې په توګه کارول

نورو چارواکو او تحلیلګرانو هم وویل چې د طالبانو د وروستیو بریدونو هدف دا دی چې له متحده ایالاتو او بیا افغان حکومت سره خبرو کې بریا یقیني کړي.‌

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوشنبې د بمي برید پر وخت د افغانستان په پلازمېنه کابل کې وو چې د وړاندیز شوې هوکړې په هکله خبرې وکړي.

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني رباني وویل، «اورپکي غواړي چې خپل بریدونه زیات کړي او ملکي خلک ووژني څو په خبرو کې په نړۍ واله ټولنه او افغان حکومت باندې فشار وارد کړي.»

هغه زیاته کړه، په کندوز ښار د طالبانو په برید کې له ۷ څخه ډېر ملکي خلک ووژل شول او لږ تر لږه ۷۰ تنه نور ټپيان شول.‌

رباني وویل، «طالبانو په کندوز ښار برید کې هېڅ نه دي ترلاسه کړي. یوازنۍ لاسته راوړنه یې دا وه چې ښځې او ماشومان یې ووژل او موټرونو او دوکانونو ته یې اور ورته کړ.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر امین الله شارق وویل، «د ملکي خلکو په وژلو او وېرې جوړولو سره، طالبانو غوښتل چې نړۍ ته وښیي چې هغوی دا وړتیا لري چې ولایتونه او ښارونه ونیسي، خو هغوی ناکام شول.»

شارق وویل، «په کندوز، بغلان، تخار، بلخ او د هېواد په نورو برخو کې د طالبانو نژدې ټول قربانیان ملکي خلک ول. په مذاکراتو کې د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د اورپکو له خوا انتخاب شوې ستراتیژي غیر انساني، غیر اسلامي او یو جنایت دی.»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر عزیز ستانکزي وویل، «طالبانو غوښتل چې افغان حکومت او امریکایانو ته وښیي چې یاده ډله دا وړتیا لري چې د افغانستان امنیت وننګوي.»

«خو د هغوی پلانونو پرعکس نتایج درلودل ځکه هغوی ونشوای کولی چې کندوز ښار یا پلخمري ونیسي، له دې امله هغوی د پخوا په نسبت په بدتر موقف کې شول.»

طالبان تر فشار لاندې دي

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر مقدم امین وویل، «په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو پرله پسې ناکامیو د یادې ډلې نظامي وړتیا سخته کمزورې کړې او د سولې په خبرو کې یې د طالب مشرانو موقف کمزوری کړی دی.»

د دفاع وزارت ویاند امان وویل، «طالبان تر غټ فشار لاندې دي.»

«مونږ په بدخشان، تخار، بلخ او فراه ولایتونو کې په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي. په نتیجه کې، مونږ د مهمو قوماندانانو په شمول په سلګونو طالب اورپکي وژلي او د هغوی پټنځایونه مو ویجاړ کړي دي.»

امان وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۱۰ ورځو کې یوازې په بدخشان ولایت کې په کران و منجان، جرم، بهارک، وردوج، ارغنجخوا، ارګو او یمګان ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه طالب اورپکي وژلي دي.

امان زیاته کړه، «د وږي په ۷مه، طالبانو د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ یو غټ برید وکړ چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي، خو افغان ځواکونو د هغوی برید په وخت مات کړ. د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان حکمت له ۲۸ نورو اورپکو سره یوځای ووژل شو او پاتې کسان یې مجبور شول چې لیرې پرتو سیمو او ګاونډیو کلیو ته وتښتي.»

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح په ټوېټر وویل، «طالبانو بایللې ده. د ملکي خلکو په لور د بمونو او ټوپکونو ور اړول قطعاً د قوت نښه نه ده.»

صالح وویل، «د متحده ایالاتو هوکړه د ساه اخیستلو فرصت دی او که له لاسه یې ورکړي هغوی به غرق شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایا تاسو نه شئ لیدلی چې هره ورځ د امریکایی بمباریو له کبله خلک شهیدان کیږي. تاسو به د خبرو په نوم څومره طالبان شهیدان کوئ؟

ځواب

د طالبانو سره خبرې یوازې د دې لپاره وې چې نړۍ ته دا وښيي خو طالبانو خپله حربه استعماله کړه او د بلیک واټر شتون یې وموندلو.

ځواب

له هغه حق څخه انکار کول چې په تیرو شل کاله کې دوی ته ورکړل شوی وو داسې ده لکه "کوتره چې د پیشو په لیدو خپلې سترګې پټي کړي." دا ډول خبرې اترې لږ غوندې اوږدې کيدی شي "خو یوازې طالبان یې حل لري."

ځواب