امنیت

په سيند کې وسله وال ځوانان تاوتریخوالی ردوي او د حکومت سره د کار کولو ژمنې کوي

د ضياء الرحمان لخوا

په ۲۰۱۸ کال کې د جيې سيند قومي محاز (جی ايس کيو ايم) غړو په کراچۍ کې د حیدرآباد لویه لاره بنده کړې ده او احتجاج کوي. په دې وروستیو میاشتو کې، په لسګونو ناراضه ځوانان، چې په سيند کې د مختلفو منع شوي قومي ډلو یوه برخه وه، په ښکاره توګه تاوتریخوالی رد کړی دی. [ضیاء الرحمان]

په ۲۰۱۸ کال کې د جيې سيند قومي محاز (جی ايس کيو ايم) غړو په کراچۍ کې د حیدرآباد لویه لاره بنده کړې ده او احتجاج کوي. په دې وروستیو میاشتو کې، په لسګونو ناراضه ځوانان، چې په سيند کې د مختلفو منع شوي قومي ډلو یوه برخه وه، په ښکاره توګه تاوتریخوالی رد کړی دی. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په وروستیو میاشتو کې په سيند کې د منع شوي ډلو په لسګونو ځوان غړو په ښکاره ډول تاوتریخوالی رد کړو او د پاکستان د پرمختګ لپاره يې د کار کولو په اړه د خپلې ارادې اعلان وکړو.

د اګست په ۱۵مه په سکهر پريس کلب کې ځوانانو اعلان وکړو چې دوی خپلې ډلې پريښودي دي. دغه ځوانان د منع شوي جیې سيند متحدہ محاذ (جی ايس ايم ايم) او د سندهو دیش د آزادۍ پوځ (ايس ډي ايل ای) او نورو قومي او ملي ډلو لکه جيې سيند قومي محاذ (جی ايس کيو ايم) سره تړاو لرلو.

د قانون پلي کونکي ادارې د سيند بیلتون غوښتونکي ډلې او همدارنګه د حفیظ پندراني ډله په نښه کوي، چې د داعش سره تړاو لري او په کلیوال سيند کې فعالیت کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۳ کال کې په جی اسي ايم ايم او ايس ډي ايل ای باندې بنديز ولګوو چې په صوبه کې په تاوتریخوالي کې يې لاس لرلو. دا ډلې په امنیتي ځواکونو، د ریل په پټلۍ، د ګيس په پایپ لاینونو او د بجلۍ په ستنو باندې په بریدونو، په هدفي وژنو، او نورو تخریبي فعالیتونو کې ښکيل وې.

په زرګونو فعالانو، چې په سيند کې د يو قومي ډلې جيې سيند متحده محاذ (جی ايس ايم ايم) سره تړاو لري، د اګست په په ۱۵مه اعلان وکړ چې خپله پارټي پريږدي او په روايتي او قانوني پارټو کې شاملیږي. [ضیاء الرحمان]

په زرګونو فعالانو، چې په سيند کې د يو قومي ډلې جيې سيند متحده محاذ (جی ايس ايم ايم) سره تړاو لري، د اګست په په ۱۵مه اعلان وکړ چې خپله پارټي پريږدي او په روايتي او قانوني پارټو کې شاملیږي. [ضیاء الرحمان]

د سيند رینجر د اګست په ۱۵مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د سيند رینجر د اګست په ۱۵مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

ځوانانو وویل چې دوی به تاوتریخوالی پريږدي او په عادي پارټو کې به برخه واخلي.

د جی ايس ايم ايم غړي سرفراز کلور وویل، "موږ اوس له حکومت سره لاس یو کړی او د سيند صوبې او د هېواد د نورو برخو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره به کار وکړو."

کلور وویل، په سيند کې بیلتون غوښتونکي مشران له لسیزو راهیسې ځوانان کاروي، په داسې حال کې چې دوی پخپله په بهر کې د عيش او عشرت ژوند کوي.

هغه وويل، "زه په هغه څه افسوس کوم چې ما کړي ول، لکه څنګه چې زه اوس احساس لرم چې څنګه مونږ په غلطه لاره روان وو."

د سيند صوبې یو بل مهم مشر کیهر انصاري، چې په سيند کې د يوې بلې قومي ډلې مشر دی، د جولای په میاشت کې په نواب شاه ضلع کې په یو ځايي پریس کلب کې اعلان وکړ چې هغه به قومي تاوتریخوالی پرېږدي.

انصاري وویل، د سيند قومي پارټو د ډلو غړي یوازې د خپلو وړو ګټو لپاره د دولت پر وړاندې په ناروا جګړه کې ښکيل کړل.

انصاري زیاته کړه چې هغه او د هغه همکارانو پریکړه کړې چې ځانونه د "پاکستان ضد پارټو" نه لرې وساتي، کوم چې ځوانان یوازې د "منفي فعالیتونو" لپاره کاروي.

په ورته وخت کې، غلام شبیر ملاه، چې د جی ايس ايم ايم مرکزي مشر دی او د ترهګرۍ او جرمونو په ۱۶ کيسونو کې مطلوب وو، د تير اکتوبر په میاشت کې د حیدرآباد پولیسو ته تسلیم شو.

ملاه پولیسو ته وویل چې هغه د خپلو پخوانیو تخریبي فعالیتونو نه تنګ راغلی دی او په نتيجه کې هغه د منع شويو ډلو سره خپلې پخوانۍ اړیکې پرې کړې او پولیسو ته تسلیم شو.

په قومي بهير کې شاملول او بیا رغونه

ځوان فعالانو د هغه کسانو هرکلی وکړو چې تاوتریخوالی يې رد کړو او له هغه نورو کسانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د اورپکۍ نه لاس واخلي کوم چې د منع شویو مذهبي تنظیمونو لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، داعش او لښکر جهنګوي سره تعلق لري.

د کراچۍ يو ځوان فعال مدثر نقوي وویل، "دا يوه هڅونکي خبره ده چې مونږ دا وينو چې د سيند ځوانانو دا احساس ترلاسه کړې چې د دوی د تاوتریخوالي سیاست قانوني نه وو."

نقوي وویل، "هغه ځوانان چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو لکه داعش لخوا ګمراه شوي دي باید د سيند د ځوانانو تعقیب وکړي او په ښکاره توګه د اورپکۍ غندنه وکړي."

پاکستاني چارواکو یو لړ نوښتونه پيل کړي چې د ځوانانو سره مرسته وکړي چې دوی د وسله والو ډلو له خوا ګمراه نه شي او هغه خلک بیرته عادي ژوند ته راوګرځوي کوم چې له مخکې نه ګمراه شوي دي.

د سيند رینجرو د اصلاح کولو مرکز، چې په نومبر ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی وو، د هغه تنکي ځوانانو لپاره د مشورې او عادي ژوند ته د راګرځیدو مرسته چمتو کړې چې له تاوتریخوالي ډلو سره يو ځای شوي ول او وروسته بیا په سيند صوبه کې په امنیتی عملیاتو کې نیول شوي ول.

په ۲۰۰۹ کال کې د خیبر پښتونخواه په ملاکنډ ډویژن کې د ټي ټي پي خلاف د عملياتو راهیسې، زياتره نیول شوي وسله وال تنکي کسان ول چې د راتلونکي ځانمرګي برید کونکو په توګه يې د هغوی نه روزنه ترلاسه کوله.

له هغه وخت راهیسې، د پاکستان د پوځ په همکارۍ د مدني ټولنې سازمانونه په ټول هیواد کې د افراطیت نه د راړولو ډیر پروګرامونه چلوي، چې په دې کې سباوون (د سهار رڼا)، مشال (څراغ)، راستون (بیرته راګرځيدل)، سپرلې (پسرلي)، نوی سهار (نوی سهار) او هیله (امید) شامل دي.

په عین حال کې، په بلوچستان صوبه کې د سیاسي روغې جوړې پروګرام د اعلان راهیسې د منع شوي بلوچ بیلتون غوښتونکو ډلو، په ځانګړي توګه د بلوچستان د ازادۍ پوځ، په سلګونو وسله وال حکومت ته تسلیم شوي.

د دې پروګرام لاندې، حکومت نه یوازې معاوضه ورکوي بلکې دندې، تعلیم او امنیت هم برابروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه، تاسو شاید د تاریخ سره اشنا نه يئ. د ملتپالۍ سیاست بنيادي خبره عدم تشدد وو، که دا داسې نه وې، نو جي. ایم. سید به د د خپل زیاتره عمر لپاره په کور کې محصور نه وې. سیند تل مینه خپره کړې، هیڅکله هم په دې خاوره کې طالبان نه دي پیدا شوي. سیند د دې ځمکې لپاره تر ټولو زيات زيان زغملی دی. مهران وادي د پاکستان د جوړيدو سبب جوړ شو. له هغه حق څخه انکار کول چې په تیرو شل کاله کې دوی ته ورکړل شوی وو داسې ده لکه "کوتره چې د پیشو په لیدو خپلې سترګې پټي کړي".. دا ډول خبرې اترې لږ غوندې اوږدې کيدې شي "خو یوازې طالبان یې حل لري."

ځواب