سياست

په قبایلي ضلعه کې د جی يو آی - (اېف) لخوا د اقليت يوه ښځه انتخاباتو ته ودرول يو تاريخي پرمختګ دی

د عديل سعيد لخوا

ثريا بي بي، چې د کور ميرمن ده او د ټولنيز خدمت دنده لري، د جولای په ۱۵ مه د لنډي کوتل په سیمه کې د جولای په ۲۰مه د ټاکنو د کمپاین برخې په توګه د يو ووټ ورکوونکي سره خبرې کوي. [عدیل سعید].

ثريا بي بي، چې د کور ميرمن ده او د ټولنيز خدمت دنده لري، د جولای په ۱۵ مه د لنډي کوتل په سیمه کې د جولای په ۲۰مه د ټاکنو د کمپاین برخې په توګه د يو ووټ ورکوونکي سره خبرې کوي. [عدیل سعید].

پېښور -- څارونکو د ښځو د پياوړتيا لپاره په پخوانيو قبایلي ضلعو کې په وروستي ټاکنو کې انتخاباتو ته د ښځینه اميدوارې د ودرولو لپاره د جمعیت علماء اسلام فضل (جی يو آی اېف) د پریکړې ستاينه وکړه.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ، جی يو آی اېف، چې د پاکستان په لويو مذهبي پارټو کې ده، د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې د ۴۵ کالو یوې عیسايڼې ښځې، ثريا بي بي، ته د پارټۍ ټکټ ورکړو. هغه د جولای په ۲۰مه د قبایلي ضلعو په ټاکنو کې په خیبر پښتونخواه اسمبلۍ کې د اقليت لپاره ساتل شوي سيټ ته ولاړه وه.

که څه هم، جی يو آی اېف په هغه اکثريت ترلاسه کولو کې ناکامه شو چې د سيټ د ګټلو لپاره بي بي ته پکار وو، خو کتونکي او د بشري حقونو فعالین په ټول پاکستان کې د جمهوريت د پياوړتيا او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د هغې د ټاکلو ستاینه کوي.

مفتي اعجاز شینواري، چې په پخوانۍ فاټا کې د جی يو آی اېف سينير نايب صدر دی، وويل، "موږ د ثريا بي بي انتخاب د دې عقیدې په بنياد وکړو چې د ښځو ستونزې ډیرې پيچيده وي او يوه ښځه يې په مناسب ډول حل کولی شي."

شینواري د اګست په مياشت کې وویل، "زموږ پارټي د خلکو په خدمت باور لري، او د کاندیدانو انتخاب د خورا مناسب شخص په پام کې نیولو سره ترسره کیږي."

هغه زیاته کړه چې بي بي ترټولو مناسبه اميدواره وه ځکه چې هغې کولی شول چې د اقلیتونو د ستونزو حل کولو سربیره په قبایلي ضلعو کې میرمنو ته ګټه ورسوي.

مفتي په ګوته کړه چې په بلوچستان صوبه کې هم عاصیه ناصر مسیح لري، چې یوه ښځینه غړې ده او په ملي شورا کې د اقليت سيټ لري.

د ښځو سره مرسته کول

بي بي وویل، کله چې هغې د ټکټ لپاره درخواست جمع کړو، نو هغې اندیښنه لرله چې ایا د پارټۍ ليډرشپ به د هغې په درخواست باندې غور وکړي.

بي بي، چې يوه کورنۍ ميرمن ده او د ټولنيز خدمت شاليد لري، وويل، د هغې د دې فيصلې، چې د خیبرپښتونخواه اسمبلۍ انتخاباتو ته ودريږي، موخه دا وه چې د سیمې ستونزې، په ځانګړي توګه د میرمنو ستونزې، حل کړي.

که څه هم، هغې خپله سیالي وبايلله، خو هغه د خپلې پارټۍ د ليډرشپ مننه کوي چې د هغې ملاتړ يې وکړو او ويې وويل چې دا د خلکو خوښه وه.

د خيبر پښتونخواه د ښځو د حالت په هکله د کمېشن (کی پي سي ايس ډبليو) پروګرام ډايريکټرې آمنه دراني وويل، "د اقليتونو د سيټ لپاره د مذهبي پارټۍ لخوا د ښځینه اميدواري نومول په قبایلي ضلعو کې په سیاست کې يو تاریخي پرمختګ دی او دا به د میرمنو په ځواکمنتیا باندې ښې او اوږد مهاله اغیزې ولري."

آمنه وویل، د بي بي نوماندې "میرمنو ته دا فرصت او باور ورکړو چې خپل غږ په اسانۍ سره او د سيمې د رواجونو سره سم ورسوي، چیرې چې د نارینوو سره د ښځو خبرو اترو ته اجازه نه ورکړل کیږي یا هڅول کیږي."

د آمنه په وينا، نارینه سیاستدانان رجحان لري چې یوازې د نورو نارینوو سره وګوري، په داسې حال کې چې ښځې اکثر د نارینوو او ښځو دواړو سره کتل کوي.

هغې وویل، د جی يو آی اېف لخوا يوې ښځینه اميدواري ته د موقعې ورکولو پريکړې په سیمه کې ښځینه رایې ورکونکي هڅولي دي.

وسيم احمد شاه، چې په پیښور کې يو ژورنالیسټ دی، وویل، "د يوې مذهبي پارټۍ لخوا ښځینه اميدوارې ته د پارټۍ ټکټ ورکول نه یوازې د ستاینې وړ ده، بلکې دا يوه مثالي خبره هم ده."

شاه وویل، د ښځینه اميدوارې انتخاباتو ته ودورول په ټاکنو کې د ښځینه ووټ ورکوونکو شمیر هم زياتوي.

شاه د پاکستان د انتخاباتو کميشن ارقامو ته په اشارې سره وویل، په وروستیو قبایلي ټاکنو کې د ښځینه رایه ورکوونکو شمیر ٪۱۸.۶ وو، په داسې حال کې چې د نارینوو شمير ٪۳۱.۴ وو.

هغه وویل چې دا ډیره هڅونکي ده چې ۲۱۰،۶۲۶ میرمنو په لومړي ځل د خيبر پښتونخواه اسمبلۍ د سيټونو لپاره په هغه انتخاباتو کې خپل ووټونه واچول چې په قبایلي ضلعو کې ترسره شوې ول. هغې زياته کړه چې د ووټونو شمير به له وخت تيريدو سره زيات شي.

شاه وویل چې هغه هیله لري چې ډیرې میرمنې به د ځایي حکومت په انتخاباتو کې انتخاباتو ته ودريږي او برخه واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير غوره نوښت!

ځواب