ټولنه

خیبر پښتونخواه د ترهګرو لخوا د وژل شويو سیاسي مشرانو یاد تازه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په پیښور کې یو ډاکټر د جولای په مياشت کې یو مريض ته انجکشن وهي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

په پیښور کې یو ډاکټر د جولای په مياشت کې یو مريض ته انجکشن وهي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

پېښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت د ترهګرو پروړاندې په مبارزه کې وژل شوي سیاسي مشران یادوي او د روغتیايي خدماتو ادارو ته د هغوی په نامه نومونو ورکولو سره د سولې لپاره د هغوی د مبارزې ستاينه کوي.

ډاکټر جواد خان، چې په پیښور کې طبي سکالر دی، وویل، نوي روغتونونه اوسیدونکو ته د تشخیص او درملنې اسانتیاوې برابروي، په داسې حال کې چې د هغو مشرانو ستاینه هم کوي چې هیڅکله يې د وسله والو په وړاندې سر نه و ټيټ کړی.

د پیښور ډاکټر فیاض خان وویل، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لخوا وژل شوي کسانو په نوم هسپتالونو ته نوم ورکول یو واضح پیغام استوي چې حکومت د دغه کسانو قربانۍ مني.

هغه وويل، "د دې مطلب دا دی چې د شهید شویو کسانو نومونه به د ډير وخت لپاره یاد وساتل شي او دا چې ادارې به ډیر فنډونه ترلاسه کړي."

هغه وويل، "دا دوه اړخیزه تګلاره ده: د خپلو شهیدانو قربانۍ يادول او د مریض پاملرنې ته وده ورکول."

په دسمبر کې، د ۲۰۰ بسترو فرید خان شهید روغتون په هنګو ضلعه کې فعاليت پيل کړو، چيرې چې اوسیدونکو له ډیر وخت راهیسې د داسې یو هسپتال غوښتنه کوله.

دغه روغتون د فرید خان نامه لري، چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) غړی دی او د خیبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکل شوی وو او وسله والو په جون ۲۰۱۳ کال کې د هغه په ضلع هنګو کې په ډزو وژلی وو.

د دې نه مخکې په جنوري ۲۰۱۳ کال کې، د هغه وخت د خیبرپښتونخواه وزير اعلی امیر حیدر خان هوتي په پیښور کې د بشیر احمد بلور په نوم د ماشومانو لپاره د ۲۰۰ بسترو روغتون جوړولو اعلان وکړو. بشير احمد بلور په دسمبر ۲۰۱۲ کال کې په پیښور کې د انتخابي غونډې په دوران کې د طالبانو په ځان وژونکي برید کې وژل شوی وو.

د ۲.۲ ميليارده روپو (۱۳.۷ ملیونه امريکايي ډالرې) دا هسپتال، چې په حیات آباد کې موقعیت لري، به په دې دسمبر کې فعال شي. کله چې دا بشپړ شي، نو دا به د ضلعې په کچه د ماشومانو روغتیايي خدماتو ته وده ورکړي.

ډاکټر غلام اکبر، چې په پيښور کې د ماشومانو ډاکټر دی، وويل، "دا د ماشومانو لپاره یو نعمت دی چې ځانګړې مرکز يې نه لرلو. د علاج نه علاوه، دا روغتون به د ډاکټرانو، نرسانو او نيم طبي ماهرانو د روزنې لپاره وکارول شي."

هغه وویل، د قربانيانو په نوم روغتیايي ادارې جوړول د وسله والو لپاره يو مناسب ځواب دی.

هغه زیاته کړه، "وسله وال د ماشومانو روغتیا ته د زیان رسولو له کبله مشهور دي ځکه چې دوی د واکسینو مخه نیسي او روغتونونه ویجاړوي، او ماشومان په ناروغيو کې اخته کوي."

په عین حال کې، د نوښار ضلعې په پبي کې، چارواکو په اګست ۲۰۱۰ کال کې د سيټلايټ هسپتال پبي ته د میاں رشید حسین شهید میموريل روغتون نوم ورکړو.

دغه اقدام یوه میاشت وروسته له هغې ترسره شو کله چې د عوامي نیشنل پارټۍ د مشرمیاں افتخار حسین زوی، میاں رشید حسین، د وسله والو لخوا په ښار کې ووژل شو.

ډاکټر نثار علي، چې په دغه روغتون کې یو ډاکټر دی، وویل، "دلته کې اوس ښه سهولتونه شتون لري ځکه چې حکومت تجهیزات او ډیرې مرستې چمتو کړي دي."

هغه زياته کړه چې طالبان په پاکستان او افغانستان کې روغتیايي تاسیساتو ته د زیان رسولو لپاره مشهور دي. که څه هم، حکومت مثبت ځواب ورکړو -- خدماتو ته يې وده ورکړه او دا يې يقيني کړه چې خلک به حسین یاد وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500