بشري حقونه

خېبرپښتونخواه د بشري حقونو په هاټلاين باندې ثبت شوي شکایتونو ته ځواب ورکول پیل کړو

د محمد شکيل لخوا

د قانون صوبايي وزیر سلطان خان د جولای په ۲ مه په پیښور کې د خیبر پښتونخواه د قانون او بشري حقونو ریاست کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د شکایتونو ثبتولو لپاره وړیا شمیره پیلوي. [د خیبرپښتونخواه حکومت]

د قانون صوبايي وزیر سلطان خان د جولای په ۲ مه په پیښور کې د خیبر پښتونخواه د قانون او بشري حقونو ریاست کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د شکایتونو ثبتولو لپاره وړیا شمیره پیلوي. [د خیبرپښتونخواه حکومت]

پېښور -- د خیبر پښتونخواه چارواکو په تیره میاشت کې په وړيا هټ لاین باندې ترلاسه شوي شکایتونو ته ځواب ورکول پیل کړي دي. وګړي په دغه هاټ لاين باندې کولی شي چې د بشري حقونو سرغړونو په اړه شکایتونه ثبت کړي.

پېښور -- سکندر علي خليل، چې د خیبر پښتونخواه د قانون او بشري حقونو رياست اسسټنټ ډايريکټر دی، وويل، د جولای د ۷ مې نيټې پورې، په دغه هاټ لاين باندې ۱۲ شکایتونه ترلاسه شوي ول او "زموږ ادارې په اړوندو سیمو کې د شکایت کونکو او ځواب ویونکو ترمنځ د غونډو انتظام کړی دی."

د قانون او پارلماني چارو صوبايي وزیر سلطان خان د جولای په ۲ مه د يو کال ترلاسه کولو سره د خيبر پښتونخواه د قانون او بشري حقونو په رياست کې د ټلیفون وړيا نمبر -- ۱۱۱۸۰-۰۸۰۰ -- پرانسته وکړه.

هغه په دې غونډه کې وویل، "موږ به سخت اقدامات وکړو او قربانیانو ته به د هغوی د شکایتونو ثبتولو وروسته انصاف برابر کړو."

خلیل وویل، "د دې وړيا نمبر پیلولو تر شاه مفکوره دا وه چې د بشري حقونو سرغړونو قربانیان د مرستې مستحق دي." "اوس هر يو وګړی آزاد دی چې د وړیا نمبر په کارولو سره په آزاده توګه شکایتونه ثبت کړي."

خلیل وویل، "بشري حقونه" یوه جامع اصطلاح ده چې په دې کې ټول هغه حقوق شامل دي چې یو فرد یې په ژوند کې لري.

په خیبرپښتونخواه کې په غير قانوني توګه وژل او د تاوتریخوالي عملونه او د افراطیانو او وسله والو لخوا ځورونه د بشري حقونو ځینې سرغړونې دي چې اوسیدونکي ورسره په عمومي توګه مخامخ دي.

خليل وويل، په دې رياست کې تر لاسه شوي شکايتونه له لرې پرتو سيمو سره تعلق لري. هغه زياته کړه، د زياتو فاصلو له کبله دا د قربانیانو لپاره ستونزمنه ده چې د مرستې لپاره لويو ښارونو ته راشي.

اوس، قربانیان کولی شي چې خپل شکایتونه په ریاست کې ثبت کړي، چیرې چې کارکونکي شپه او ورځ موجود وي.

محبوب لطيف، چې په ایبټ آباد کې د سکول استاذ دی، وویل چې هغه د دې نمبر په کارولو سره يو شکایت ثبت کړو. دا نظام "زموږ لپاره يو امید دی ځکه چې دا موږ ته فرصت راکوي چې د ستونزو حل ومومو."

هغه زیاته کړه چې "پروسه يې لږه ورو ده، خو دايمي ده او په مثبت لوري روانه ده."

په حکومت باور

خلیل وویل، "که څه هم شکایتونه په عام ویب پاڼه باندې درج کیدی شي، خو ... وړیا نمبرې به د لرې پرتو سیمو اوسیدونکو او هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د انټرنټ او عصري مخابراتي تخنیکونو د کارولو په اړه پوهه نه لري."

خلیل وویل، د کمپیوټر کارونکې شکایتونه ثبتوي او د نظارت کونکو د تجزيې او غور لپاره یې راټولوي. له ارزونې او تجزيې وروسته، دغه ریاست قرباني ته خبر ورکوي او د اړین اقدام لپاره اړوندو چارواکو ته راپورونه لیږي.

هغه وويل، "که څوک زموږ د هڅو له لارې مرسته ترلاسه کړي، نو دا به نورو خلکو ته د عامو خلکو د بهبود ښه کولو لپاره د ریاست لخوا د هڅو اغیزمنتیا په اړه پیغام ورسوي."

"دا نوی پرمختګ ټولنیز بدلون په ګوته کوي چې دا به د هر يو وګړي ژوند متاثره کړي، د حکومت په نظام او ادارو باندې به د هغه یا د هغې باور پیاوړی کړي. هغه زیاته کړه چې په حکومت باندې د خلکو باور پخپله زموږ بریا ده."

خورشيد بانو، چې په پېښور کې د ښځو د حقونو د دفاع د ډلې، د حوا لُور، مشره او بنسټ کيښودونکي ده، وويل، "پکار ده چې حکومت د ټيليفون وړيا نمبر پيلولو له کبله وستايل شي."

هغې وویل، "دا پروګرام به د هغه عامو اوسیدونکو سره مرسته وکړي، کوم چې په دې سيسټم کې د ستونزو له امله د خپلو حقونو د سرغړونو مخه نه شي نیولی."

هغې زیاته کړه، "دا باید د دولت یوه ریښتینې هڅه وګڼل شي چې د هغو خلکو خدمت وکړي کوم چې د خپلو حقونو نه خبر نه دي او یا دومره کمزوري دي چې د خپلو حقونو د سرغړونې مخنیوی نه شي کولی."

د افراطیانو اجنډا ګډوډول

بانو وویل، عام پاکستانیان به "د تاوتریخوالي نه ډډه وکړي که چیرې حکومت ... دا يقيني کړي چې د دوی د حقونو سرغړونه به ونه شي."

هغې وویل، "غم، بې باوري او په حکومت باور نه لرل ځینې عوامل دي چې ځينې ټولنیزې ناخوالې لکه افراطیت، تشدد، مايوسي او اورپکي هڅوي." "یو مطمئن، خوشبین او هيله مند کس به په سیسټم باور ولري او بې شکه هغه به قانون په خپل لاس کې د اخيستلو نه ډډه وکړي."

حاجي عباد الرحمان، چې په خیبر پښتونخواه کې يو وکیل او د بشري حقونو فعال دی، موافقه وکړه چې په دولتي ادارو او پروګرامونو باندې د اتباعو باور د افراطیت د مخنيوي لپاره يوه مهمه خبره ده.

هغه وويل، "د بشر حقونه ... وګړو ته د سوکالۍ او پرمختګ لپاره يو ښه چاپيريال برابروي."

هغه زیاته کړه، "کله چې وګړي د خپلو ادارو په فعاليت باندې پوره باور ولري، نو دا به د افراطي عناصرو لپاره ډیره ستونزمنه وي چې ټولنیز جوړښت ته ننوځي."

هغه وویل، "د افراطیانو او ترهګرو اجنډا دا ده چې حکومت بې ثباته کړي، خلک په دوامداره په وارخطايۍ کې واچوي او د دهوکې له لارې بې ګناه خلک راجلب کړي."

د نوموړي وکیل په وینا، افراطیت به یو بل ګوزار ترلاسه کړي کله چې ټولنه هغه کسان رد کړي کوم چې منفي تبلیغ کوي.

رحمان وویل، "دا به یوازې په داسې ټولنه کې ممکن وي چېرته چې خلکو د خپلو اساسي حقونو د ساتنې په اړه ډاډ ترلاسه کړی وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500