دین

په انځورونو کې: د لوی اختر لپاره تياری کول

د شهباز بټ لخوا

پاکستانیان د جولای په ۳۱ مه پیښور ته نژدې د لوی اختر لپاره څاروي اخلي او خرڅوي. [شهباز بټ]

د څاروو مالکان په پيښور کې د جولای په ۳۱ مه بازار ته د بوتلو نه مخکې خپل څاروي لامبوي. [شهباز بټ]

پیښور ته نژدې يو سړی د جولای په ۳۱ مه خپل غوايي د څارويو بازار ته د بوتلو نه مخکې پاکوي. [شهباز بټ]

یوه جينۍ د جولای په ۳۱ مه پیښور ته نژدې یوه غوا په لاره کې بوځي. [شهباز بټ]

یو ځوان د جولای په ۳۱ د پیښور ښار په زرګر آباد سیمه کې د سړک په غاړه باندې په یو سټال کې د قربانۍ څارویو لپاره د سینګار سامان انتخابوي. [شهباز بټ]

سوداګران د جولای په ۳۱ مه په لالا څارويو بازار کې د لارۍ نه څاروي کوزوي.

یو کس د جولای په ۳۱ مه پیښور ته نژدې د غوايي ريړه د څارویو د خوراک نه ډکوي. [شهباز بټ]

یوه جينۍ د جولای په ۳۱ مه په پیښور کې د لوی اختر نه مخکې د خپل پلار سره یوه کڅوړۍ د سکارو نه ډکوي. [شهباز بټ]

يو لوهار د جولای په ۳۱ مه په ريتي بازار کې په خپل دوکان کې د باربي کيو لپاره تنورونه جوړوي، په داسې حال کې چې د لوی اختر په دوران کې د دې غوښتنه زياتيږي. [شهباز بټ]

په پیښور کې یو اينګر د جولای په ۳۱ مه د لوی اختر نه مخکې چاقوګان تيره کوي. [شهباز بټ]

پیښور -- پاکستانیان د اګست په ۱۲ مه د لوی اختر د لمانځلو لپاره تیارې کوي.

حبيب خان، چې ۳۷ کلن او د پیښور اوسيدونکی دی، وویل، "هر کس په دې ورځو کې د اختر لپاره په تیارۍ کې مصروف وي ... د قربانۍ لپاره ښه څاروې اخيستل د ډیرو خلکو اندیښنه ده."

خان وویل چې هغه له مخکې نه د قربانۍ لپاره یو څاروی اخیستی دی. هغه زیاته کړه چې که څه هم نرخ لوړ کیدی شي، خو یو مسلمان پاتې کیدل "ترټولو مهمه دنده ده."

فاتح محمد، چې د فیصل آباد یو اوسیدونکی دی او پیښور ته راغلې دی، وويل، د قربانۍ څارويو نرخ د تیر کال په پرتله لوړ شوې دی.

پېښور ته څېرمه د څارویو بازار د جولای په ۳۱ مه په دې اخيستل شوي تصوير کې لیدل کيدې شي. [شهباز بټ]

هغه وويل، د تير کال په پرتله د ميښو او غوايانو په نرخ کې تقريباََ د ۲۰،۰۰۰ نه ۳۰،۰۰۰ روپو (۱۲۵ نه تر ۱۸۷ امريکايي ډالره) پورې زياتوالی راغلې دی.

په تیرو پنځو کلونو کې د ترهګرو په له منځه وړولو کې د پاکستان لخوا د پرمختګ وروسته ملکي وګړي په ازادانه توګه د لوی اختر لپاره تيارې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500