ټولنه

د ترهګرۍ ضد چارواکي د لوی اختر په دوران کې د څارویو د څرمنو خرڅولو څارنه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

پیښور ته څېرمه په پلوسۍ کلي کې د څارویو بازار د جولای په ۳۱ مه لیدل کیدې شي. [اشفاق یوسفزۍ]

پیښور ته څېرمه په پلوسۍ کلي کې د څارویو بازار د جولای په ۳۱ مه لیدل کیدې شي. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- پاکستاني چارواکي چمتو دي چې د لوی اختر په دوران کې د قرباني شويو څارويو د څرمنو د راټولولو څارنه وکړي او هڅه وکړي چې د منع شویو وسله والو ډلو لپاره د تمویل مخه ونيسي.

لوی اختر د اګست په ۱۲ مه په پاکستان کې پیل کیږي. پاکستانیان د قربانۍ څارویو څرمنې د خيرات په توګه ورکوي، کوم چې په بازارونو کې ۵ ميليارده روپۍ (۳۱ مليونه امريکايي ډالره) رامنځته کولې شي، چيرته چې دا د څرمنې صنعت ته راوړل کيږي او پلورل کیږي.

د تروریزم ضد ملي ادارې (NACTA) په پاکستانیو غږ کړې چې قصداََ یا غیر قصداََ دې ترهګريزو سازمانونو ته داسې څرمنې ورنه کړي.

دغه ادارې وويل، هغه کسان چې د لوی اختر په دوران کې د څرمنو د خرڅولو په اړه راپور ورکول غواړي باید د نیکټا سره په ۱۷۱۷ هیلپ لاین اړیکه ونیسي.

د پیښور ډپټي کميشنر محمد علي اصغر وویل، "هغه سازمانونه چې غواړي په لوی اختر کې د څارویو څرمني راټولې کړي باید له حکومت څخه د اعتراض د نه لرلو اسناد (اين او سيز) ترلاسه کړي."

د لارښوونو سره سم چې د پیښور ضلعي انتظاميې د جولای په ۱۱ مه خپره کړي، هغه ټول سازمانونه چې د څرمنو راټولول غواړي باید د اعتراض نه لرلو سندونه ترلاسه کړي.

اصغر وویل، "درخواست کوونکي ډلې یا کسان به د خیراتي کارونو او د سماجي بهمبود ادارې سره د رجسټریشن خپل پخواني ریکارډونه هم وړاندې کړي."

هغه وويل، "موږ دا يقيني کول غواړو چې يوازې رجسټر شوي خيراتي موسسې څرمني راټولې کړي او دا چې پیسې د عام خلکو د بهبود لپاره استعمال شي."

هغه وويل، "[د خیبر پښتونخواه] د کورنیو او قبایلي چارو اداره په دې اړه لارښوونې خپرې کړې، او موږ به هر هغه ګام پورته کړو څو دا يقيني کړو چې څرمني د شکمنو کسانو یا ډلو په لاس ور نه شي."

د ضلعي انتظاميې لخوا د منظور شوي سیاسي او مذهبي پارټو او فلاحي سازمانونو نه علاوه، د سيند صوبې د کورنیو چارو وزارت د جولای په ۶ مه د اختر په دوران کې د څرمنو په راټولولو باندې بندیز ولګوو.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت هم داسې کار وکړو، او چارواکو له اړوندو ډلو څخه غوښتنه کړې چې د ۳۱ جولای پورې اجازه ترلاسه کړي.

چارواکي وايي چې د هغو کسانو پروړاندې به جدي ګامونه پورته شي چې له مخکې اجازې پرته څرمني راټولوي.

پر وخت پریکړه

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پیښور کې يو امنیتي شنونکی دی، وويل، د څرمنو د راټولولو د څارنې هڅې "په داسې وخت کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره یو مناسب ګام دی چې هر ډول وسله وال غير فعال شوي دی."

هغه وويل، "د پیسو نه بغير، تروريستي ډلي نه شي کولی چې د سولې پروړاندې خپل کمپاین ته دوام ورکړي."

شاه وويل، د ترهګرۍ د تمویل د مخه نیولو په اړتیا باندې په نړيواله کچه موافقه شتون لري. هغه زياته کړه، پاکستان، چې په هغه هيوادونو کې دی چې د افراطيت لخوا تر ټولو زيات ځپل شوي دي، دغه موخې ته د رسيدو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کوي.

عبيد الرحمان، چې په مردان کي په عبدل ولي خان يونيورسټۍ کې پروفيسر دی، هم د دې نوښت ستاينه وکړه.

هغه وويل، "له اختر څخه د قربانۍ څارويو څرمني راټولول د ترهګريزو ډلو لپاره د تمويل يوه ستره سرچينه ده، چې خلک له دې ادعا سره هڅوي چې دا پيسې د يتيمانو د پالنې او د بې وزلو د روغتيايي پاملرنې لپاره استعماليږي."

رحمان وویل ، د حکومت کمپاین په خلکو کې پوهاوي رامنځته کوي، او چارواکي هیله لري چې تمویل کونکي به قانوني سازمانونو ته څرمني ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500