تروريزم

د القاعدې وارث حمزه بن لادن مړ شوې دی

پاکستان فارورډ

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په لومړۍ نیټه یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په داسې حال کې ښودل شوی چې په ایران کې خپل واده لمانځي.

واشنګټن -- د متحده ايالاتو رسنيو د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۳۱ مه) د امريکايي چارواکو له قوله وويل، حمزه بن لادن، چې د مړ شوي اسامه بن لادن زوی دی او د القاعدې وارث دی، مړ شوې دی.

این بي سي نیوز وویل چې دريو امریکايي چارواکو د کوچني بن لادن د وژل کیدو په اړه معلومات لرل، خو د ځای او نیټې په اړه یې تفصيلات ورنه کړل.

نیویارک ټایمز راپور ورکړو چې د دوو امریکایي چارواکو په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، متحده ایالاتو په دغه عملیاتو کې رول لرلو چې د القاعدې وارث په کې وژل شوې دی.

دواړو راپورونو وړاندیز وکړ چې بن لادن مخکې له دې وژل شوې وو کله چې متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په مياشت کې د هغه په سر د یو ملیون ډالرو انعام اعلان وکړو.

په ۲۰۱۷ کال کې د سي آی ای لخوا خپره شوې یوه ویډیو د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د لويوالي لومړي انځورونه ښیې.

په ۲۰۱۷ کال کې د سي آی ای لخوا خپره شوې یوه ویډیو د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د لويوالي لومړي انځورونه ښیې.

د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن په متحده ايالاتو کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱ مه د بريدونو مسؤلیت په غاړه اخیستې وو. وروسته له هغه چې هغه په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د امریکې د ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو، د هغه زوی حمزه د دې ډلې د وارث په توګه راڅرګند شو. [فايل]

د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن په متحده ايالاتو کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱ مه د بريدونو مسؤلیت په غاړه اخیستې وو. وروسته له هغه چې هغه په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د امریکې د ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو، د هغه زوی حمزه د دې ډلې د وارث په توګه راڅرګند شو. [فايل]

د متحده ایالاتو پوځ او استخباراتي ادارو تراوسه پورې د هغه د مرګ تایید نه دی کړې.

یو مشهور مشر

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د انعام د اعلان کولو په وخت وویل، بن لادن، چې نږدې ۳۰ کاله عمر يې لرلو، "د القاعدې په سازمان کې د يو مشر په توګه راڅرګند شوې وو."

اسامه بن لادن د ۱۹۸۰ په لسیزه کې په افغانستان کې د یوې پخوانۍ دورې نه وروسته په ۱۹۹۶ کال کې بیرته افغانستان ته لاړو. د هغه زوی، چې په ۱۹۸۰ کې یا شاوخوا زیږیدلی وو، وروسته د القاعدې لپاره د پروپيګنډې په ويډيوګانو کې ښکاره کيدل پيل کړل.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې کوچنی بن لادن په انټرنيټ باندې فعال وو، آډيو او ويډيو پيغامونه به يې خپرول او په خپلو پیروانو به یې غږ کولو چې د متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو پرضد بریدونه پيل کړي.

هغه همدارنګه په می ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د خپل پلار د وژلو د بدلې د اخيستلو لپاره د متحده ايالاتو په وړاندې د بریدونو ګواښ کړې دی.

په ایبټ آباد کې د هغه د پلار په کور باندې د بريد په دوران کې ترلاسه شوي سندونه ښیې چې بن لادن د القاعدې د مشرۍ لپاره د يو وارث په توګه تیار شوی وو.

د متحده ایالاتو ځواکونو، چې په کور یې برید کړې وو، د القاعدې د يو سينير چارواکي، د مصر عبدالله احمد عبدالله، د لور سره د بن لادن د واده یوه ویډیو هم وموندله، چې ګمان دی په ایران کې ترسره شوې وه.

د بن لادن ځای هیڅکله نه دی ښکاره شوی. ګومان دی چې هغه په ایران کې په کور کې بنديوان وو، خو راپورونه ښیي چې هغه په افغانستان، پاکستان او سوریه کې هم اوسيدلې وو.

د القاعدې د پروپيګنډې څانګې په ۲۰۱۸ کال کې د هغه وروستی پیژندل شوی بیان خپور کړو.

د القاعدې برانډ ته زیان اوښتی دی

د سایټ استخباراتي ګروپ، چې د افراطيانو تعقیب کوي، ايګزيکيټيو ډايريکټرې ريټا کېټز وويل، بن لادن "د القاعدې په هغه کسانو کې وو چې تر ټولو لوړ اواز يې لرلو."

کېټز په ټویټر وویل، "هغه، د القاعدې په مرسته د نړیوال جهادي غورځنګ د مشرۍ لپاره هڅه کوله."

هغې وویل، "هغه د راتلونکي مشر په توګه ګڼل کيدو چې نړیوال جهاد به منظم کړي. په دې توګه، که چيرې هغه واقعي مړ شوی وي، نو دا به د دغه غورځنګ لپاره يو لوی ګوزار وي."

علي سوفان، چې د متحده ایالاتو د تحقیقاتو د ادارې هغه پخوانې ايجنټ دی چې د القاعدې يې په پراخه کچه تحقیق کړې او د بن لادن په اړه يې ډير ليکل کړي چې په ۲۰۱۷ کال کې خپاره شوي دي، نیویارک ټایمز ته وويل، که چيرې د هغه د مرګ خبر صحیح وي، "نو دا دوهم نسل ته د انتقال لپاره د القاعدې پلانونو ته د پام وړ زیان رسوي."

نيکولس جی. راسموسين، چې د متحده ایالاتو د تروریزم ضد مرکز پخوانې ډايريکټر دی، وويل، "که چیرې په حقیقت کې هغه مړ شوی وي، نو دا به د القاعدې ليډرشپ ډیر کمزوری کړي او د اسامه بن لادن سره تړاو به نور هم کم کړي."

کولن پي. کلارک، چې په سوفان مرکز کې يو سينير فيلو دی، وويل چې د بن لادن د مرګ خبر "د القاعدې برانډ ته زیان رسوي." سوفان مرکز د نړیوالو امنیتي مسلو لپاره د څیړنې سازمان دی چې د ایف بي آی پخواني ايجنټ جوړ کړې وو.

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، "که څه هم هغه چا نه وو ازمويلې، دا نوم اوس هم د ځوان جهاديانو لپاره خورا معنی لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500