سوداګري

په انځورونو کې: د اسلام آباد تندوري چای له يو ځانګړې خوند سره مينه وال راجلبوي

ای اېف پي

یو کارکونکی د مارچ په ۲۹ مه په اسلام آباد کې تندوري چای جوړوي. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

یو کارکونکی د مارچ په ۲۹ مه په اسلام آباد کې تندوري چای جوړوي. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

یو ویټر په اسلام آباد کې پیرودونکو ته د خاورې په لوښو کې تندوري چای وړاندې کوي. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

یو ویټر په اسلام آباد کې پیرودونکو ته د خاورې په لوښو کې تندوري چای وړاندې کوي. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

پاکستانیان په اسلام آباد کې د خاورې په لوښو کې د تندوري چای څښلو لپاره راټوليږي. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

اسلام آباد -- ګڼ شمير خلک هر ماښام په اسلام اباد کې د ثناالله کوڅې هټۍ ته راځي چې د "تندوري چای" نه خوند واخلي. دا د شيدو چای ده چې د هغه د دوديز تندور نه ګرمه د خاورو په لوښو کې ورکړل کيږي.

یو کارکونکی د پخواني دور جامونه په تندرور کې ږدي، چیرې چې دا په لوړ درجه حرارت باندې پخيږي.

کارکونکی بیا چای، چې په جلا توګه جوړه شوي وي، په پيالو کې اچوي، چیرې چې دا د ګرمې خاورې سره د لګيدو له کبله خوټکيږي.

دا د شیدو روايتي چای -- چې ټينګه، قوي او ډيره خوږه وي -- د ټولنې په هرې طبقې باندې اثر لري، خو د تندوري چای ځانګړي کيميا هغه مينه وال راجلبوي، کوم چې د دې د روايتي تاريخ او د خاورې ځانګړي ذوق سره مينه لري.

په دې تصوير کې، چې د مارچ په ۲۹ مه اخیستل شوې دی، کارکوونکي په اسلام آباد کې تندوري چای جوړوي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

په دې تصوير کې، چې د مارچ په ۲۹ مه اخیستل شوې دی، کارکوونکي په اسلام آباد کې تندوري چای جوړوي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

ملکي وګړي په تیرو پنځو کلونو کې د پاکستان لخوا د ترهګرو په لمنځه وړو کې د پرمختګ وروستهپه عامو ځايونو کې په آزادانه توګه خوراک او څښاک کوي.

د لوګي خوند او د پخواني وخت چاپيريال

ثناء الله، چې د مرکزي ښار په شتمنه سيمه کې د مشهورې هټۍ خوشحاله خاوند دی، وويل، "د دې جوړولو پروسه واقعي خورا په زړه پورې ده، چې خلک يې خوښوي." هغه زیاته کړه چې د چای د لوګي خوند زيات خلک راجلبوي."

محمد اسحاق خاور یو دايمي پیرودونکی دی.

هغه وويل، "دلته یو بل ډول چاپيريال شتون لري، په ځانګړي توګه چې څنګه مونږ ته چای راکړل کیږي. دا یو ډیر پخوانې سيسټم وو چې د هغه پخواني وخت سره تعلق لري چې د خاورې لوښې به کارول کيدل."

دا د يو ځانګړي څيز په څیر ښکاري، خو دا مشروب دومره مشهور شوې چې د تندوري چای کمپنۍ کيفۍ، چې په دې وروستیو ورځو کې په لاهور کې پیل شوي دي، یو بل برانچ پرانيستلې دی.

محمد عاصم خان، چې په اسلام آباد کې د يو کوچني هوټل مشتري دی، وويل، "نه يوازې په پاکستان کې بلکې په ټول برصغیر کې دا زموږ په وینه کې شامل دی."

هغه وويل، "که چيرې تاسو چای وڅښئ، نو ستاسو ستړيوالې به ختم شي او تاسو به تازه شئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500