کډوالان

په پاکستان کې افغان کډوالې مېرمنې مهارتونه زده کوي چې پر ځان بسیا شي

د ضیاءالرحمان راپور

په عکس کې، د پاکستان مشهورو موډلانو د کب په ۱۳مه په یوه فېشن ننداره کې د افغان کډوالو ښځو په لاس جوړې ګاڼې اغوستې دي. [یو اېن اېچ سي آر]

په عکس کې، د پاکستان مشهورو موډلانو د کب په ۱۳مه په یوه فېشن ننداره کې د افغان کډوالو ښځو په لاس جوړې ګاڼې اغوستې دي. [یو اېن اېچ سي آر]

کراچۍ -- په کراچۍ کې اوسېدونکې افغان کډوالې ښځې داسې ګټور مهارتونه زده کوي چې په وسیله یې هغوی کولی شي چې د ظریفو او نفیسو په لاس جوړو شویو بنګړیو، غوږوالیو او غاړه کیو د جوړولو او خرڅولو له لارې ځانونو ته د ژوند سیوری برابر کړي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د تېر لړم په میاشت کې په کراچۍ کې د کډوالو لپاره د هنرمندانو د مهارتونو د انکشاف پروژه پيل کړه.

د مهارتونو د انکشاف دغه مرکز د ښار په لمنه کې د الاصف سکوایر په نامه سیمه کې په یوه کوچني اپارتمان کې واقع دی. د دغه ځای ډېر اوسېدونکي افغان کډوال دي.

د ګلدوزۍ،‌ خیاطۍ او زرګرۍ دغه روزنیز مرکز په کراچۍ کې د مېشت ایک هنر ایک نګر (ای اېچ ای اېن) سره، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کوچنۍ تجارتي تصدۍ چلوي، په ګډه په لسګونو ښځې -- چې ډېرې یې افغان کډوالې ښځې دي -- په ځانګړیو صنایعو او د بازار موندنې په مهارتونو کې روزلي دي.‌

په عکس کې، افغان کډوالو ښځو د تېر لړم په ۲۸مه د کراچۍ په الاصف څلورلارې کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له خوا د کډوالو لپاره د هنرمندانو د مهارتونو د انکشاف پروژه کې په یوه روزنیز واحد کې برخه اخیستې ده. [ضیاءالرحمان]

په عکس کې، افغان کډوالو ښځو د تېر لړم په ۲۸مه د کراچۍ په الاصف څلورلارې کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له خوا د کډوالو لپاره د هنرمندانو د مهارتونو د انکشاف پروژه کې په یوه روزنیز واحد کې برخه اخیستې ده. [ضیاءالرحمان]

یادو ښځو له څو میاشتنۍ روزنې ترلاسه کولو څخه وروسته د کب په ۱۳مه د یو اېن اېچ سي آر او د پاکستانۍ فېشن ډیزاینرې هما عدنان له خوا د کراچۍ په شتمنه سیمه کلېفټن کې په یوه فېشن ننداره کې خپلې وړتیاوې وښودلې.

مهمو پاکستانیو موډلانو د قدم وهلو پر وخت د ښځو له خوا له خټینو مریو،‌ تارونو، تیږو او فلزونو څخه جوړې ګاڼې نندارې ته وړاندې کړې.‌

دې فېشن نندارې دغه هنرمندان او پروژه ښه وځلول، او د غبرګولي په ۷مه د ۲۵ ښځو یوه ګروپ خپل لومړني د تادیاتو چکونه ترلاسه کړل.

د افغان کډوالو ښځو له ډلې څخه د ملایکه قهار په نامه یوې افغان کډوالې ښځې چې روزنه یې ترلاسه کړې وه د چنګاښ په میاشت کې وویل، «زه د خپل کار د لومړۍ اجورې له ترلاسه کولو څخه وروسته د قوت او خپلواکۍ احساس کوم.»

هغې وویل، د ژوند د سیوري ګټلو «زمونږ اعتماد زیات کړ او زمونږ ژوند یې رابدل کړ.»

کډوال په سوداګرو بدلول

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي آر استازي روویندریني مینیکدیویلا د تېر لړم په ۲۸مه د مرکز د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې د مهارتونو د انکشاف د مرکز اصلي هدف دا دی چې له افغان کډوالو ښځو سره مرسته وشي چې په مالي لحاظ په ځان بسیا شي.

مینیکدیویلا مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو، دغه روزنه به له افغان کډوالو ښځو سره نه یوازې په پاکستان کې پر ځان د بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي، بلکې همدارنګه به افغانستان ته د هغوی په ستنېدلو سره د راتلونکي اقتصادي ښېرازیو په انکشاف کې هم لاس وکړي.

هغې وویل، «دا ډول یوه پروژه به د دغو کمزورو خلکو په ژوند باندې یو ښه تاثیر وکړي. دغه ډول یو نوښت به د کډوالو د عایداتو د جوړولو ظرفیت ته وده ورکړي.»

د عدنان په مشرۍ د اېف اېن کی ایشیا برانډ هم د دې نوښت برخه دی او په غبرګولي کې یې له یو اېن اېچ سي آر سره د همکارۍ یو سند لاسلیک کړ. دغه برانډ کډوالو ښځو ته دا ور وښودل چې ګاڼې څنګه جوړې کړي او د خپلو تولیداتو لپاره څنګه بازار ومومي.

هما عدنان په یوه مرکه کې وویل،‌ «د روزنې نصاب د تولید شوې ګاڼې په انکشاف او د کډوالو د بازار موندنې او سوداګرۍ مهارتونو ته په وده ورکولو باندې تمرکز کوي.»

هغې وویل، ټولو روزل شویو کسانو ته وسایل یا د ګنډلو ماشینونه ورکول کیږي چې هغوی وکولی شي د روزنې له پای ته رسېدلو څخه وروسته کار وکړي.‌

هغې زیاته کړه، «د دغه نندارتون اصلي هدف دا وو چې هنرمندان یا صنعتکاران د هېواد له بازارونو سره وتړل شي.»

د فاطمې په نامه یوې افغانې کډوالې چې روزنه یې ترلاسه کړې وه، وویل، افغانې ښځې ډېر اماتور مهارتونه -- لکه ګلدوزي، سکوی یا خامک او اوبدل، په کور کې له خپلو میندو څخه زده کوي.

هغې وویل، «خو دې روزنې له مونږ سره مرسته وکړه چې د بازار په موجودو غوښتنو باندې پوه شو او د بازار موندنې مهارتونو ته وده ورکړو.»

د کډوالو ټولنو ته فرصتونه برابرول

په کراچۍ کې افغان کډوالو د کډوالو لپاره د هنرمندانو یا صنعتکارانو د مهارتونو د انکشاف د پروژو د پرانستل کېدلو هرکلی وکړ.‌

یو ۵۷ کلن افغان کډوال محمد اسماعیل په الاصف سکوایر کې اوسېږي او دوه لوڼې لري. هغه وویل هغه تل غوښتل چې خپلې لوڼې د روزنې لپاره ولېږي، خو د یوه معمار او مزدورکار سړي لپاره دا فرصت برابر نه وو.‌

هغه وویل، «لومړی، ما د فیس وس نه درلود... او دویم، ما نشوای کولی چې هغوی له الاصف سکوایر څخه لیرې ولېږم، خو زمونږ په سیمه کې د یوه مرکز جوړېدل نه یوازې د ښځو بلکې همدارنګه د هغوی د میندو او پلرونو لپاره یو ښه خبر وو.»

الاصف سکوایر د اپارتمانونو یو غټ کمپلېکس دی چې خواوشا ۱۳۰۰ اپارتمانونه او ۸۰۰ دوکانونه لري. خواوشا ۸۰٪ اوسېدونکي یې افغانان او په ځانګړې توګه د کابل، بلخ او کندوز ولایتونو اوسېدونکي دي.‌

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوازنی کمپ یا کمپ جدید له دغه ځای څخه یوازې څو میله لیرې پروت دی. هلته ډېر اوسېدونکي -- سړي او ښځې دواړه -- د لاس په وسیله قالینې اوبي.‌

په کراچۍ کې د افغانانو د ټولنې یوه مشر حاجي عبدالله وویل، «کډوال په موقتو فابریکو کې کار کوي، او د هغوی له خوا اوبدل شوې قالینې په محلي سوداګرو باندې خرڅول کیږي.»

هغه وویل، سوداګر بیا دا قالینې د اروپا او خلیج په شمول ډېرو هېوادونو ته صادروي او په مقابل کې یې ډېره ګټه ترلاسه کوي.

عبدالله وویل، «د ښځو لپاره د مهارتونو د انکشاف د مرکزونو په څېر نوښتونه کولی شي چې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې خپل کار په نړۍ واله کچه وښیي او له مالي پلوه پر ځان بسیا شي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په وینا، په پاکستان کې خواوشا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. خواوشا ۶۳۰۰۰ افغان کډوال چې د یو اېن اېچ سي آر او د پاکستان د حکومت له خوا صادر شوي د ثبت کارډونه لري په سند ایالت کې ژوند کوي چې ډېر یې په کراچۍ کې اوسېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې دا افغانان په کراچۍ کې ژوند کوي. دوی بیرته خپل ځای دوزخ افغانستان ته وليږئ يا د دوی د هندواتا د مشرانو هیواد راپيستان ته. ها ها ها

ځواب

زه ډير متاثره شوم او په عدنان فخر کوم. هغه د افغانستان کډوالو ښځو ته يوه موقعه ورکړې ده. مننه پاکستان. پاکستان زنده باد.

ځواب