چترال -- د خیبر پښتونخواه د چترال ضلعې اوسېدونکي د يخوالي لپاره يوه زړه طريقه کاروي، په داسې حال کې چې د بجلۍ د بنديدو له کبله د بجلۍ فريجونه کار نه کوي.
عباد شاه، چې د چترال اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په چترال ضلعه کې له ۱۰ څخه تر ۱۶ ګهنټو پورې د بجلۍ د بنديدو سره، فريجونه واوره نه شي جوړولی."
د دې پر ځای، اوسیدونکي دګليشير په واوره باندې تکيه کوي کومه چې د چترال بازار ته راوړل شوي وي.
شاه وويل، "موږ په مارکيټ کې د ګليشير واوره اخلو، چې د ټرک ځايي ډريورانو د غرونو نه راوړې وي."
![د چترال اوسيدونکي د جولای په ۱ د ګليشير نه واوره جدا کوي. [عالمګير خان]](/cnmi_pf/images/2019/07/18/18956-g1-585_329.jpg)
د چترال اوسيدونکي د جولای په ۱ د ګليشير نه واوره جدا کوي. [عالمګير خان]
د ټرک ډريور خيال وويل، "دا په اوړې کې زموږ لپاره يو ګټور کاروبار دی."
هغه وويل، "موږ هره ورځ د ۳۰۰۰ نه تر ۴۰۰۰ روپو (د ۱۹ نه تر ۲۵ امريکايي ډالرو) پورې پيسې ګټو."
د سولې او امنیت له بیرته راتلو سره، په زرګونو سیلانیانو د روان کال په لومړيو ورځو کې د اختر لپاره د چترال او د مالاکنډ ډویژن د نورو درو څخه ليدنه کړې وه.