امنیت

پاکستاني چارواکو د ترهګرۍ د تمویل په کيسونو کې حافظ سعید ونیولو

د عبدل ناصر خان لخوا

د پاکستان وسله والې ډلې جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعيد (ګس اړخ ته) پلويانو ته لاس هسکوي کله چې هغه د تيرې جولای په ۲۱ مه په اسلام آباد کې د کمپاین غونډې لپاره راځي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د پاکستان وسله والې ډلې جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعيد (ګس اړخ ته) پلويانو ته لاس هسکوي کله چې هغه د تيرې جولای په ۲۱ مه په اسلام آباد کې د کمپاین غونډې لپاره راځي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

لاهور -- د پنجاب پولیس د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۱۷ مه) حافظ سعيد، چې د ممنوعه وسله والې ډلې لشکر طیبه او د هغې سیاسي څانګې جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر دی، په ښکاره توګه د ترهګرۍ د مالي تمويل له کبله ونیولو.

رايي طاهر، چې د پنجاب د سي ټي ډي ايډيشنل انسپکټر جنرل دی، په يو بيان کې وويل، پوليسو سعيد او د هغه ملګري هغه وخت ونيول کله چې هغه په ګوجرانواله کې په يو بل کيس کې د ضمانت لپاره يو عدالت ته روان وو.

طاهر وويل، د دوی خلاف د ترهګرۍ د تمويل په ۲۳ مختلفو کيسونو کې مقدمې درج شوې.

جج په عدالتي ريمانډ باندې سعيد د اوو ورځو لپاره جيل ته واستولو.

د يوې ویډیو سکرين شاټ د جولای په ۱۷ مه د ترهګرۍ پر ضد چارواکي ښیي چې حافظ سعید په ګوجرانواله کې عدالت ته راولي.

د يوې ویډیو سکرين شاټ د جولای په ۱۷ مه د ترهګرۍ پر ضد چارواکي ښیي چې حافظ سعید په ګوجرانواله کې عدالت ته راولي.

هغه زياته کړه، "دغه کيسونه په لاهور، ګوجرانواله او ملتان کې د جولای په لومړۍ هفته کې د سي ټي ډي په پولیس سټیشنونو کې رجسټر شول."

هغه وويل، پولیس د سعید، د هغه ورور حافظ مسعود او د لشکر طيبه نورو مشرانو، د عبدالرحمان مکي، امیر حمزه، محمد یحیی عزيز، ملک ظفر اقبال او نورو په ګډون، په وړاندې د ترهګرو د مالي تمویل کيسونه ثبت کړل.

د لومړي معلوماتو راپور (ايف آی آر) له مخې، دغه شکمن کسانو "د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ لاندې د ترهګرۍ تمویل او د پیسو مینځلو ګڼ شمير جرمونه ترسره کړي ول."

په دې ايف آی آر کې پنځه خيراتي ادارې -- دعوت ول ارشاد ټرسټ، معاذ بن جبل ټرسټ، الانفال ټرسټ، المدينه فاونډيشن ټرسټ او الحمد ټرسټ -- د ترهګرۍ د تمويل په تور تورن شوي دي.

ايف ای ټي ايف د اقداماتو غوښتنه کوي

د سعيد پر وړاندې دا اقدام په داسې حال کې پورته کړی شو چې ممکنه ده چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف)، چې په پيرس کې د پيسو مينځلو پر ضد د څارنې يوه اداره ده، پاکستان په تور ليسټ کې شامل کړي ځکه چې دا د ترهګرۍ د تمويل سره په مبارزه کولو کې پاتې راغلی دی.

تير کال پاکستان د څارنې په ليسټ کې د شاملولو نه وروسته، ايف ای ټي ايف چمتو دی چې په راتلونکو میاشتو کې د دې د برخلیک په اړه فيصله وکړي.

شهريار وړايچ، چې په لاهور کې د امنیت شنونکی دی، وويل، دا ګرفتارۍ د "ايف ای ټي ايف د هغه دوامداره فشار سره تړاو لري چې غواړي د هغو کسانو په وړاندې اقدامات وکړی شي کوم چې په هیواد کې او د پولو هخوا د ترهګرۍ په مالي تمویل کې ښکیل دي."

هغه وويل، "پاکستان دا ځل جدي ښکاري چې د ايران او شمالي کوريا سره د ايف ای ټي ايف په تور ليسټ کې د شامليدو د امکان نه ځان وساتي."

رفعت الله اورکزۍ، چې په پيښور کې د بي بي سي خبريال دی، وويل، هند او امريکې د اوږدې مودې راهيسې د مختلفو تروريستي فعاليتونو، د ترهګرۍ د تمويل په ګډون، له کبله د سعيد د نيولو غوښتنه کړې ده.

هغه وویل چې دا ګرفتاري د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان د جګړې یوه برخه ده او د ايف ای ټي ايف د مطالبو، چې د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې هڅې زياتې کړي، سره سم عمل دی.

هغه وويل، "زه فکر کوم چې پاکستان به وغواړي چې نړۍ ته وښيي چې دې هيڅکله د ترهګرۍ په وړاندې په خپلو هڅو باندې روغه جوړه نه ده کړې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500