کډوالان

يو اين ايچ سي آر کډوالو ته د پناه ورکولو له کبله پیښور او ګذينټپ ته د 'غبرګ ښار' نوم ورکړو

د عديل سعيد لخوا

يو افغان مزدور د جولای په ۳ مه په پېښور کې وړۍ ته رنګ ورکوي چې د کارپټ په جوړولو کې کارول کیږي. په سلګونو افغانان په پېښور کې لاسي قالينونه جوړوي. [عديل سعید]

يو افغان مزدور د جولای په ۳ مه په پېښور کې وړۍ ته رنګ ورکوي چې د کارپټ په جوړولو کې کارول کیږي. په سلګونو افغانان په پېښور کې لاسي قالينونه جوړوي. [عديل سعید]

پیښور -- د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو اين ايچ سي آر) پیښور ښار ته د "غبرګ ښار" خطاب ورکړې ځکه چې دې هغه افغان کډوالو ته په پناه ورکولو کې خپل رول لوبولی کوم چې په خپل هیواد کې د جګړې نه په تښتيدلو باندې مجبوره شوي دي.

ډينش شريشتا، چې د خیبر پښتونخواه لپاره د يو اين ايچ سي آر مشر دی، د جون په ۲۰ مه وويل، د پیښور ښار او د ترکي ښار ګذينټپ، چې د سوريې د حلب سره پوله لري، ستاينه وکړی شوه چې د "کډوالو يې د پام وړ میلمستيا" کړې ده.

شريشتا وويل، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري "د انسانیت لپاره د هغوی د خدمت اعتراف کوي، او له دې لپاره چې دا د نړیوالې ټولنې لپاره يو مثال جوړ کړي، دواړه ښارونه 'غبرګ ښارونه' وګرځول شول."

شريشتا د پېښور ضلعې ناظم (ميير) محمد عاصم سره په يوې غونډه کې وويل، د اعلامیې د یوې برخې په توګه، د يو اين ايچ سي آر او د پپيښور ضلعي حکومت ترمنځ د تفاهم لیک به لاسليک کړې شي.

يو افغان کاريګر د جولای په ۳ مه په پېښور کې د دوديز لرګي آلاتو له لارې قالین جوړوي. [عديل سعید]

يو افغان کاريګر د جولای په ۳ مه په پېښور کې د دوديز لرګي آلاتو له لارې قالین جوړوي. [عديل سعید]

شريشتا وويل، يو اين ايچ سر آر د ميليونونو افغان کډوالو سره د پاکستان -- په ځانګړې توګه د پيښور ښار -- د عشرو راهيسې میلمستيا ستاینه کوي چې په میلیونونو افغان کډوالو ته يې وړاندې کړې ده.

'په پراخه کچه' هرکلی وکړی شو

ډینش وویل، "پیښور چې د ځپل شويو افغانانو په منلو او ځای کولو کې يې کوم رول لوبولی دی،هغه ډير زيات د ستاينې وړ دی" او "د نړيوالې ټولنې لپاره يو ستر مثال دی چې څنګه د بې ځایه شويو کسانو کوربه توب وکړو."

عاصم وويل، "د پاکستان وګړي -- په ځانګړې توګه د [کی پي] او د هغې د مرکزې ښار، پېښور، خلک -- په خوشحالۍ سره د افغان کډوالو هرکلی کوي او د هغوی زياته ميلمستيا کوي."

عاصم وويل، "موږ په پاکستان کې تقريباََ ۱.۴ مليونه رجسټر شوي کډوال لرو، او نړيواله ټولنه بايد دا ستر عمل ومني، چيرته چې زيات شمېر کډوال د روغتيا، ښوونې او روزنې، د پاکو اوبو او د تګ راتګ د ازادۍ په ګډون مساوي سهولتونه ترلاسه کوي."

هغه نوټ کړه، سره له دې چې پاکستان پخپله له ستونزو سره مخ دی، دې د جون په ۲۸ مه پریکړه وکړه چې د جون ۲۰۲۰ کال پورې د افغان کډوالو لپاره د پاتې کیدو نيټه وغځوي.

ګازینټپ، چې په ترکي کې یو صنعتي ښار دی، تقريباََ ۳.۶ میلیونه سوريان لري. دا هغه کسان دي کومو چې غوښتله چې د داعش له ظلمونو څخه خلاصې ترلاسه کړي.

نثار خان، چې د پاکستان او افغانستان د خلکو فورم موسسې ویاند دی، وویل، "دا یوه غوره پریکړه ده ځکه چې پیښور او ګازينټپ د ځپل شويو خلکو سره چې د کومې جذبې څرګندونه کړې ده هغه د ډیرې ستاینې وړ او غير معمولي ده."

نثار وويل، پکار ده چې د دې ډول عملونو، چې انسانيت ته ګټه رسوي، ستاينه وکړی شي، حوصله افزايي وکړی شي او د نورو لپاره د يو مثال په توګه وړاندې کړی شي او هغوی ورته عمل وکړي.

د نورو هیوادونو لپاره نمونه

نثار وويل، "پېښور او ګازينټپ غوره مثالونه دي" چې څنګه هغه ميلينونو ګډوالو ته پناه ورکړو کوم چې غواړي چې د جګړې او ترهګرۍ نه خلاصی ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، "نور هیوادونه چې د جګړې له امله ورته کډوال ترلاسه کوي باید د دوی نه سبق واخلي."

حاجي منګل، چې د پېښور په بورډ بازار کې یو افغان سوداګر دی، وویل، "په پاکستان کې، اوسیدونکو نه یوازې ځپل شويو افغان کډوالو ته پناه ورکړې، بلکې دوی د هغوی سره خپله ګټه وټه او سرچینې هم شريکې کړې او هغوی ته يې له عزت سره د ژوند کولو موقعه هم ورکړه."

منګل، چې د ۱۹۸۰ عشرې په وروستیو کې د هلکوالې په وخت کې پاکستان ته راغلی وو، وویل، کله چې هغه افغانستان پریښودو، نو هغه ډیرې محدود سرچينې لرلې.

هغه زياته کړه، کله چې هغه په لومړي ځل پاکستان ته راغی نو په پاکستان کې د هغه د توقعاتو برعکس په خوشحالۍ سره هرکلی وکړی شو.

محمد یاسر، يو تنکی هلک چې په پیښور کې ژوند کوي خو د افغانستان په غزني صوبه کې زیږیدلی وو، وویل، "زما لپاره، پاکستان زما د خپل هيواد په څیر دی چېرته چې زه زېږېدلی وم او لوی شوې وم."

هغه وويل، د هلک په توګه، د هغه تباهي او مصيبت نه دی ليدلی کوم چې د هغه هيوادوالو د جګړې او ترهګرۍ له کبله برداشت کړي دي.

یاسر وویل، بيا هم، د پاکستانيانو ميلمستيا، چې د عشرو راهيسې يې د افغانانو سره کړې ده، مثال نه لري او دا عمل د زياتې ستاينې وړ دی او د نورو هیوادونو لپاره يو مثال دی چې ګاونډیان يې له ستونزو سره مخامخ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500