تروريزم

متحده ایالاتو د بلوچستان د آزادۍ پوځ یو ترهګر سازمان وګرځولو

ای ايف پي

پاکستاني مسافرین او کلیوال وروسته له هغې راټوليږي کله چې د مارچ په ۱۷ مه د بلوچستان صوبې په نصیر آباد کې د ريلوې په پټلۍ باندې د ریموټ کنټرول يوه چاودنه وشوه. متحده ایالاتو د جولای په ۲ مه هغه وسله وال ترهګر وګرځول کوم چې په بلوچستان کې د پاکستان د واکمنۍ په وړاندې جنګيږي. [فدا حسين/ای ايف پي]

پاکستاني مسافرین او کلیوال وروسته له هغې راټوليږي کله چې د مارچ په ۱۷ مه د بلوچستان صوبې په نصیر آباد کې د ريلوې په پټلۍ باندې د ریموټ کنټرول يوه چاودنه وشوه. متحده ایالاتو د جولای په ۲ مه هغه وسله وال ترهګر وګرځول کوم چې په بلوچستان کې د پاکستان د واکمنۍ په وړاندې جنګيږي. [فدا حسين/ای ايف پي]

واشنګټن، ډي سي -- د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲ مه) هغه وسله وال د نړيوال تروريستي ډلې په توګه وګرځول کوم چې په بلوچستان کې د پاکستان د واکمنۍ په وړاندې جګړه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیه کې وویل، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي ایل ای) یوه وسله وال بیلتون غوښتونکې ډله ده چې په ځانګړې توګه په پاکستان کې د بلوچيانو په سيمه کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

پاکستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې په بلوچستان کې د یاغیانو سره جنګیږي، چې په دې وروستیو کې وسله وال د چینايي نفوذ په وړاندې په جګړه باندې تمرکز کوي.

سخت بريدونه

بي ايل ای څو ځله په پاکستان کې چين په نښه کړې دی، چې په دې کې د نومبر په مياشت کې په کراچۍ کې په رڼا ورځ د چين په قونسلګرۍ باندې يو ناوړه برید شامل دی، چې څلور کسان په کې وژل شوي ول.

د می په مياشت کې، پنځه کسان او يو سرتيری وروسته له هغې ووژل شول کله چې وسله والو په ګوادر کې په پرل کانټي نينټل هوټل باندې بريد وکړو.ګوادر هغه ښار دی چې بندرګاه لري او پاکستان هيله لري چې په يو ستر تجارتي مرکز کې يې بدل کړي.

په هوټل باندې د برید مسؤلیت ادعا کولو سره، بي ایل ای چین ته خبرداری ورکړو چې په بلوچستان کې "د استحصال پروژې" ودروي او د "بلوچيانو د خلکو د وژلو" ملاتړ ونه کړي، او د نورو بریدونو ګواښ يې وکړو.

سره له دې چې واشنګټن د بيلټ او سړک د نوښت په اړه انديښنې لرې او په چين تور لګوي چې دا پرمختګ کوونکي هيوادونه د قرضې په جال کې ګيروي، خو بيا هم متحده ایالاتو دغه ډله يوه ترهګريزه ډله وګرځوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ټوله لوبه ده. ناوړه طاقتونه غواړي چې اسلام تباه کړي. خو الله تعالی د اسلام ساتونکی دی.

ځواب