امنیت

ټوېټر د ایران د ممنوع تبلیغاتو نوې ذخیره خپره کړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران د انقلابي ګارډ مخې ته په یونیفورم د ملبس یوه هلک دا عکس د ایران د رژیم له خوا حمایه کېدونکي یوه ټوېټر اکاونټ باندې راڅرګند شو. دغه حساب په یوه مستعار نامه پروپاګند خپروي. ټوېټر یاد حساب ډیلېټ کړ. [آرشیف]

د ایران د انقلابي ګارډ مخې ته په یونیفورم د ملبس یوه هلک دا عکس د ایران د رژیم له خوا حمایه کېدونکي یوه ټوېټر اکاونټ باندې راڅرګند شو. دغه حساب په یوه مستعار نامه پروپاګند خپروي. ټوېټر یاد حساب ډیلېټ کړ. [آرشیف]

بروسلز، بلجیم -- غټې ټولنیزې رسنۍ ټوېټر د جون په اولنې کې د دولت له خوا د حمایه کېدونکیو تبلیغاتو له خپلو بندو شویو حسابونو څخه یو نوی آرشیف خپور کړ. د دغو حسابونو اکثریت په ایران کې دي.

د غبرګولي د ۲۳مې نشر د دغه سایټ له خوا داسې درېیم آرشیف وو چې له ۵۰۰۰ څخه د کمو مشکوکو حسابونو له ۳۰ میلیونو څخه ډېر ټویټونه او یو تېرا بایټ رسنیزه ډېټا یا معلومات په کې وو.

هغه ۴۷۷۹ حسابونه وو او ټوېټر باور لري چې «د ایران د حکومت اړوند یا په مستقیم ډول ورپورې تړلي وو.»

ټوېټر د غبرګولي په ۲۳مه وویل چې خواوشا ۱۶۶۶ حسابونه چې منشأ یې له ایران څخه وه په مجموعي توګه نژدې ۲ میلیونه ځلې په نړۍ والو خبري محتویاتو باندې ټویټونه کړي وو، او اکثر ټویټونه له داسې زایې څخه وو چې د ایران د رژیم دپلوماتیکو او جیو ستراتیژیکو نظریاتو ته یې ګټه رسوله.

۲۴۸ نور حسابونه چې منشأ یې په ایران کې وه ډېر په مستقیم ډول اسراییل پورې مشخصو بحثونو کې ښکېل وو.‌

د ۲۸۶۵ حسابونو یوه درېیم سیټ یو شمېر مستعار کسان توظیف کړي وو چې په ایران او همدارنګه په نړۍ کې د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په هکله خبرې اترې په نښه کړي.

روت وویل، «کله چې مونږ داسې باوري شواهد ولرو چې ښیي چې دولت پورې تړلي نهادونه په خبر ډول هڅه کوي چې عامه مکالمې په ناوړه ډول وکاروي یا یې تحریف کړي، مونږ باور لرو چې هغه باید د عامه علاقه مندۍ د یوې مسئلې په توګه افشا کړای شي.»

هغه وویل، «هغه خلک او سازمانونه چې حکومتي او رسمي قدرت لري او زمونږ له خدمتونو څخه په خبر ډول ناوړه استفاده کوي هغوی سالم بحث پرمخ نه وړي بلکې په لاسي ډول هغه کمزوری کړي. دا زمونږ د شرکت له اصولو، سیاستونو او عامه مفاهمې ته د خدمت کولو له ماموریت څخه سرغړونه ده.»

افغانستان او پاکستان په نښه کول

د ټوېټر آرشیف د نړۍ والو ټولنیزو رسنیو په شبکو کې د ایران د رژیم د فرېب تر ټولو وروستی ثبوت دی.

فېسبوک د تېر کال په وروستیو کې ۷۸۳ پاڼې، ګروپونه او حسابونه چې د ایران له خوا د غلطو معلوماتو عملیاتو پورې تړلي وو، لیرې کړل. یادو رسنیو پروګرامونو د افغانستان او پاکستان په شمول په لسګونو هېوادونه په نښه کول.

فېسبوک د سلواغې په ۱۱مه اعلان وکړ چې په «غیر مؤثق چلند» کې په فېسبوک ۲۶۲ پاڼې، ۳۵۶ حسابونه او درې ګروپونه او په انسټاګرام ۱۶۲ حسابونه شامل وو.

د فېسبوک د سایبرسیکیوریټي پالیسۍ رییس نتانیل ګلایچر هغه وخت وویل،‌ دغه پاڼې د داسې یوه کمپاین برخه وې چې د جعلي فېسبوک یا انسټاګرام هویتونو یا حسابونو په جوړولو سره یې په بېلابېلو هېوادونو کې د ایران د رژیم ګټو ته وده ورکوله.

د فېسبوک له خوا وړاندې شوي یوه مثال کې داسې یو جعلي خبر راغلی وو چې ادعا یې کوله چې طالبانو په افغانستان کې «د واوري راشي یا ګټ» څخه ژوندي پاتې کسان ژغورلي دي.‌

همدارنګه، د تېر کال په وروستیو کې په یوه ځانګړي راپور کې رویټرز له ۷۰ څخه ډېر داسې وېب سایټونه معرفي کړل چې په ۱۵ هېوادونو کې یې ایرانی پروپاګند یا تبلیغات خپرول. د هغو په ډله کې درې د غلطو معلوماتو وېب سایټونه په پاکستان او څلور په افغانستان کې ول.

د روسیې 'د پیریانیو کارونکیو کارخانه»

ټوېټر تر دې مخکې د روسیې مضر نفوذ په نښه کړی وو او په تر ټولو وروستي آرشیف کې څلور نور داسې حسابونه شامل وو چې دغه شرکت باور لري چې د انټرنټ تحقیقاتي ادارې پورې تړلي وو.

په سینټ پیترزبرګ کې واقع «د پیریانیو کارونکیو کارخانه» باندې تور لګېدلی چې د روسیې استخباراتو ته کار کوي.‌

د دغې روسۍ ادارې په هکله تحقیقاتو د ټوېټر امنیتي ټیم ته لاره هواره کړه چې ۳۳ نور حسابونه چې د ۷۶۴ ونزویلایي جعلي کارکوونکیو پورې تړلي وو پیدا کړي.‌

په یاد پوست کې راغلي، «زمونږ نور تحلیل وړاندیز کوي چې هغه د یوه تجارتي نهاد له خوا چې منشأ یې په ونزویلا کې وه چلول کېدل.»

روت وویل، «مونږ باور لرو چې عام خلک او تحقیقاتي ټولنه د شفافیت له لارې په لا ښه توګه خبر شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو د پروپيګنډې دنده ترسره کوئ، دا تاسو ته د امريکې او اسرايل نه درکړل کيږي ... لعنت دې وي په ټويټر باندې

ځواب