ديپلوماسي

د تاجکستان سفیر د پاکستان سره مخ پر زياتيدو اړیکو ته وده ورکوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

په پاکستان کې د تاجکستان سفیر اسمتولو نسرالدين او د پيښور يونيورسټۍ د سیمې د مطالعاتو مرکز ډايريکټر ډاکټر شبیرخان د جون په ۱۴ مه په يونيورسټۍ کې په یو سیمینار کې برخه اخلي. [ظاهرشاه شیرازي]

په پاکستان کې د تاجکستان سفیر اسمتولو نسرالدين او د پيښور يونيورسټۍ د سیمې د مطالعاتو مرکز ډايريکټر ډاکټر شبیرخان د جون په ۱۴ مه په يونيورسټۍ کې په یو سیمینار کې برخه اخلي. [ظاهرشاه شیرازي]

پیښور -- په پاکستان کې د تاجکستان سفیر اسمتولو نسرالدين وایي چې د منځنۍ آسیا هیوادونه د پاکستان ډير قدر کوي چې دا توان لري چې په سيمه کې د سولې او اقتصادي پرمختګ په راوستلو کې مرسته وکړي.

نسرالدين د جون په ۱۴ مه وویل، تاجکستان په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د اسلام آباد د هڅو په بشپړه توګه ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د اوږدې مودې حل لاره د سیاسي پروسې له لارې ده.

هغه وويل، پاکستان په اسلامي نړۍ کې يو پياوړى هيواد دى او د منځنۍ اسيا جمهوريتونه، په ځانګړې توګه تاجکستان، له دې حقيقت څخه خبر دي.

هغه وويل، د ۱۹۹۰ په عشره کې په افغانستان کې د ګټو په سر نښتو د سيمه ايزو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته زيان ورسولو، خو اوس دوی د افغانستان جګړې په هکله د سيمه ايزې تګلارې په اړه موافقه لري.

نسرالدين وویل، "په افغانستان کې د سیمه ییزې تګلارې سره سیاسي حل د دې بحران لپاره یوازینۍ د حل لاره ده."

هغه زياته کړه، "په سيمه کې د سولې لپاره د پاکستان قربانۍ، په ځانګړې توګه د افغان شخړې په حل کولو کې، بې مثاله دي."

د اړیکو نوی پړاو

نسرالدين وویل، د دواړو هيودانو ترمنح ارتباطي اړیکې او د اقتصادي او انرژۍ ضرورتونه په پام کې نيولو سره، د پاکستان او تاجکستان اړیکې یو نوې پړاو ته داخليږي.

د منځنۍ اسیا او جنوبي آسیا د بریښنا لیږد او تجارت پروژې (کاسا-۱۰۰۰) لاندې به پاکستان ته بجلي برابره شي، چې تمه کیږي دا به د ۲۰۲۰ کال پورې به په بشپړه توګه فعال شي.

د دې ۱.۲ ملیارده امریکايي ډالرو پروژې، چې کار پرې روان دی، لاندې به د تاجکستان او قرغزستان نه اضافي بجلي پاکستان او افغانستان ته وارد کړې شي. د دې پروژې پرانيسته د ۲۰۱۶ کال د مۍ په ۱۲ مه وشوه.

هغه په تير دسمبر کېپه اصلي معاهده کې د بیرته راګرځیدو شق لاندې د تاجکستان نه د ۱۰۰۰ ميګاواټه بجلۍ د صادرولو لپاره د پاکستان فيصلې ته اشاره وکړه او ويې ويل، "په اوړي کې، د تاجکستان نه صادر شوي اضافي ۱۳۰۰ ميګاواټه بجلي د پاکستان ضرورتونه پوره کولی شي، او دغه بجلي په ژمي کې بيرته تاجکستان ته استول کيدې شي چې زموږ ضرورتونه پوره کړي."

نسرالدين وويل، په عين حال کې، تاجکستان د پاکستان بندررونه کاروي. هغه زیاته کړه چې هغه هیله لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۶۲ ملیونو ډالرو کلنۍ حجم به ۱۰۰ میلیون ډالرو ته ورسيږي.

دغه سفیر وویل، تاجکستان، قزاقستان، پاکستان، چین او قرغزستان ترمنځ په ترانزیتي تړون کې څلور اړخیزه ټريفک (کيو ټي ټي ای) کې د یوځای کېدو لپاره لیوالتیا لري.

هغه وویل، د کيو ټي ټي ای اړیکي به سویل ختیځ آسیا د منځنۍ اسيا له لارې د يورپ سره ونښلوي.

تعليمي اړيکې

نسرالدين د جون په ۱۴ مه په پېښور يونيورسټۍ کې د خبرو اترو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زياتو تعليمي اړیکو په اړتیا ټینګار وکړ.

د "پاکستان او تاجکستان ترمنځ اړیکې: د تعليمي ادارو اړیکو پیاوړتیا" په اړه د لیکچر ورکولو وروسته، د تاجکستان او پاکستان چارواکو د تاجکستان صدر تر مشرۍ لاندې د ستراتیژیکي څیړنو مرکز او د پیښور يونيورسټۍ د سيمې د مطالعاتو مرکز تر منځ د تفاهم مسوده لاسلیک کړه.

د سیمې د مطالعاتو مرکز ډايريکټر ډاکټر شبیر خان وویل، په تیرو وختونو کې پاکستان د منځنۍ اسيا د کلتور يوه برخه ګڼل کيده، او اوس منځنۍ آسیا د پاکستان راتلونکې دی، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پيک) جوړل ترسره کيږي.

هغه وويل، پاکستان د منځنۍ آسيا سره خپلو اړيکو ته خورا ارزښت ورکوي.

خان وويل، "د پاکستان او منځنۍ اسيا ترمنځ د مخ پر زياتيدونکو سياسي، ستراتيژيکي او اقتصادي اړيکو لپاره ښه نښې نښانې موجود دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500