ديپلوماسي

د پاکستان او قرغزستان ترمنځ د نوي همکارۍ ګڼ شمير فرصتونه رامنځته شوي دي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

په پاکستان کې د قرغزستان سفیر اریک بي شيمبیوف د جون په ۱۲ مه په پیښور يونيورسټۍ کې د منځنۍ اسیا په اړه د پاکستاني متخصصینو سره خبرې کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

په پاکستان کې د قرغزستان سفیر اریک بي شيمبیوف د جون په ۱۲ مه په پیښور يونيورسټۍ کې د منځنۍ اسیا په اړه د پاکستاني متخصصینو سره خبرې کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

پیښور -- په پاکستان کې د قرغزستان سفیر اریک بي شيمبیوف له مخې، د پاکستان او قرغزستان تر منځ اړیکې "مخ په زیاتیدو دي."

بي شيمبیوف د جون په ۱۲ مه په پېښور يونيورسټۍ کې په یوې مرکه کې وویل، "موږ د سولې لپاره د پاکستان د قربانیو زيات قدر کوو او د تجارتي او اقتصادي فعاليتونو نه علاوه په امنیتي او پوځي برخو کې نږدې همکاري لرو."

هغه وويل، د قرغزستان امنيتي او پوځي افسرانو لخوا د ترهګرۍ، انګريزۍ او سولې ساتلو په اړه په پاکستاني موسسو کې ټريننګ ترلاسه کول د سولې لپاره د قرغزستان ژمنه څرګندوي.

هغه زياته کړه، دا ډول ټريننګ د سوکاله جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د پاکستان او قرغزستان ګډې هڅې په ګوته کوي.

هغه وويل، "په ۱۹۹۲ کال کې د سفارتي اړيکو د جوړيدو نه وروسته، د پاکستان او قرغزستان تر منځ د پيړو پخوانۍ تاريخي اړيکي مخ په زياتيدو دي، او دا نورې هم د اقتصادي او تعليمي فعاليتونو له لارې پياوړي کيږي."

هغه زياته کړه، قرغزستان د پاکستاني سوداګرو لپاره د يوې دروازې په توګه کار کولی شي چې د اروپا او منځنۍ اسيا بازارونو ته ورسيږي ځکه چې دا د تګ راتګ ترټولو لنډه لاره برابروي -- دا تقريباََ نيم وخت ته اړتيا لري، کوم چې په سمندر کې د ليږد لپاره پکار وي.

د اورګاډي د ارتباط په اړه خبرې اترې

هغه وويل، د څو هيوادونو ترمنځ د اورګاډي په اړه هم خبرې اترې رواني دي چې د قرغزستان او ازبکستان له لارې به تېرېږي، او د دې د بشپړيدلو مطلب به دا وي چې د ختيځ اسيا نه به منځني ختيځ او سويلي اروپا ته لاره ۱،۰۰۰ کلومټره کمه شي. د توکو لپاره د ليږدولو وخت به د اوو نه تر اتو ورځو پورې کم شي، چې دا به "د پاکستان د سوداګرۍ لپاره ښه ګټور وي."

نوموړي وويل، قرغزستان په خپله سيمه کې د منځنۍ آسیا او پاکستان تر منځ د لنډ ټرانسپورټ اړیکو په اړه لیوالتيا لري او ګوادر او کراچۍ ته به د اورګاډي او لویو لارو له لارې، چې کارکوونکي يې جوړوي، لاسرسی ترلاسه کړي.

بي شيمبيوف وويل، په داسې حال کې چې د پاکستان او قرغزستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ حجم یوازې ۴ ميلیونه ډالره (۶۲۴ ميليونه پاکستانۍ روپۍ) دی، دا به د نوي اقتصادي فعالیت په جریان کې ورو ورو زیات شي.

سفیر وویل چې "دواړه هیوادونه نه يوازې معدني سرچینې او ډیر مهارت لرونکي بشري سرچینې لري بلکې د صنعت او زراعت د پراختیا او همدارنګه په ګډه د توکو د توليد او د ليږدولو لپاره د بهرنۍ سرمايه کارۍ د ترلاسه کولو لپاره د پام وړ فرصتونه لري."

هغه وويل، پاکستان ته د انرژۍ زيات ضرورت دی او قرغزستان د اوبو زياته بجلي لري.

بي شيمبيوف وويل، "قرغزستان د کاسا-۱۰۰۰ (د منځنۍ آسیا سویلي آسیا بریښنا لیږد او سوداګریزه پروژه) غړی دی، چې موخه یې د اوړي په موسم کې د افغانستان له لارې د قرغیزستان او تاجکستان نه پاکستان ته اضافي بجلي راوستل دي."

د نړیوال بينک د يو بیان له مخې، تمه کيږي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسيږي.

لوړې زده کړې همداشان په قرغزستان کې وده کوي، چې په ۱۹۹۱ کې د خپلواکۍ نه مخکې يې يوازې ۱۲ يونيورسټۍ لرلې. اوس دا ۵۰ يونيورسټۍ لري، چې د ۱،۰۰۰ نه زیات پاکستاني زده کونکي په قرغزستان کې په ځانګړې توګه په طبي يونيورسټو کې په لوړو زده کړو کې بوخت دي.

د پيښور يونيورسټۍ وايس چانسلر ډاکټر محمد آصف په دغه غونډه کې وویل، په بشکيک کې د پيښور يونيورسټۍ د ذيلي کيمپس د جوړولو په اړه د قرغزستان حکومت او د پيښور يونيورسټۍ (يو پي) تر منځ فعاله همکاري روانه ده.

هغه وويل، دا مرکز به د فارميسۍ، بايو ټکنالوژۍ، کيمياوي علومو او جيولوژۍ په اړه خپل مهارت شريک کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500