روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان په سیند کې د ايچ آی وي د خپریدو په اړه د زیاتو اقداماتو غوښتنه وکړه

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو طبيب د می په ۹ مه د سیند صوبې په لاړکانه ضلع کې په راټو ډيرو کې په يو سرکاري هسپتال کې د ايچ آی وي لپاره د يو ماشوم نه د وينې نمونه اخلي. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

يو طبيب د می په ۹ مه د سیند صوبې په لاړکانه ضلع کې په راټو ډيرو کې په يو سرکاري هسپتال کې د ايچ آی وي لپاره د يو ماشوم نه د وينې نمونه اخلي. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

اسلام اباد -- د رعتيا نړيوال سازمان (ډبليو ايچ او) د سند صوبې په لاړکانه ضلع کې د انسان د معافیتي وایرس (ایچ آی وي) د درملنې لپاره د زياتو اقداماتو غوښتنه کوي.

د لاړکانه ضلعې په رتوډیرو سیمه کې د اپريل په ۲۴ مه د درجنونو ماشومانوټسټونه د دې وایرس لپاره مثبت راغلل.

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د ډبليو ايچ او څخه غوښتنه وکړه چې د د دې وبا په اړه تحقیقات وکړي، د ۷ تخنیکي متخصصینو یو ټیم د ډاکټر ماهي پالا پالیتا تر مشرۍ لاندې د می په ۲۹ مه راتوډيرو ته راورسيدو او دا وبا يې "د دويمې درجې بیړني حالت" وګڼله، چې د نړیوال روغتیا سازمان لږ غبرګون ته اړتیا لري.

د جون په ۳ مه په خپل خپور شوي ابتدايي راپور کې، ډبليو ايچ او وويل چې د ايچ آی وي لپاره د ۲۶،۷۱۳ کسانو معاينه وکړی شوه. وروستی راپور به د جون په ۱۴ مه خپور شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په کراچۍ کې د می په ۳۰ مه د سیند ګورنر عمران اسماعیل (ګس اړخ ته څلورم) سره لیدنه کوي. [ډبليو ايچ او]

د روغتیا نړیوال سازمان په کراچۍ کې د می په ۳۰ مه د سیند ګورنر عمران اسماعیل (ګس اړخ ته څلورم) سره لیدنه کوي. [ډبليو ايچ او]

د سیند په لاړکانه ضلع کې د می په ۳۰ مه يو بينر ښيي چې د ايچ آی وي په وړاندې څنګه د مخنیوي تدابیر ونيسو. [ډبليو ايچ او]

د سیند په لاړکانه ضلع کې د می په ۳۰ مه يو بينر ښيي چې د ايچ آی وي په وړاندې څنګه د مخنیوي تدابیر ونيسو. [ډبليو ايچ او]

تقريباََ د ۷۵۱ کسانو، د ۶۰۴ ماشومانو په ګډون، ټسټونه مثبت راغلي دي.

د راپور له مخې، یوازې ۳۲۴ کسانو چې ټسټونه يې مثبت راغلې ول علاج ترلاسه کړی دی. پاتې ماشومانو ته د دوايانو ضرورت دی.

ډاکټر اوليور مورګن، چې د ټیم یو مشر غړی دی، وويل، "د ماشومانو تر منځ د وبا خپریدل يوه لویه پيښه ده او عامه نړۍ په دې سترګې نه شې پټولې. موږ د دې حالاتو سره د مقابلې لپاره د حکومت سره نږدې کار کوو."

هغه وويل، "موږ له روغتیا چارواکو څخه غوښتنه کړې چې په متاثره شويو سیمو کې په منظمه توګه د ايچ آی وي تشخيص وکړي او په ټولنو کې د ايچ آی وي/ايډز په اړه، چې هدف يې زيانمنونکي ډلې وي، د پوهاوي او روغتیايي تعلیماتو غونډې ترسره کړي."

هغه زیاته کړه چې د روغتیا بیړني حالت سره د مقابلې لپاره د ۱.۵ میلیونه ډالره (۲۲۸ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) پکار دي، په داسې حال کې چې یوازې ۲۰۰،۰۰۰ ډالره (۳۰ میلیونه پاکستانۍ روپۍ) چمتو شوي دي.

دغه راپور څرګنده کړه چې د دې وبا ممکنه لامل ناخوندي، سرنجونه بيرته کارول، د مور نه ماشوم ته د وبا متنتقل کيدل، د روغتون د ضایعاتو په ناسمه توګه ضايع کول او بیا کارول، په پوستکي د انځور ویستلو لپاره نا خوندي سرنجونه کارول، په نارینو کې د سنتولو لپاره نا خوندي بليډونه کارول، او د غوږ او پوزې د سورې کولو لپاره ککړ شوي ستنې کارول دي.

دې څرګنده کړه چې د ډیرو درملو، د تشخیص کولو کټونو، د روغتیايي کارمندانو روزنې او مرستې او په روغتيايي مرکزونو کې د پياوړي مخنيوي او کنټرول ضرورت دی.

د حکومت لخوا اقدامات

د يو اين ايډز له مخې، دا باور کیږي چې نږدې ۱۵۰،۰۰۰ لویان او ماشومان په پاکستان کې په ايچ آی وي اخته دي.

عامه روغتیا په پاکستان کې یوه حساسه مسله ده، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هڅه کړې ده چې د پوليو واکسين ورکوونکي ووژني او نورو نړیوالو روغتیایي هڅو ته زیان ورسوي.

ډاکټر جومانه هرمیس، چې د ايچ آی وي ماهره ده او د روغتیا نړیوال سازمان د ټیم برخه ده، وویل چې دا په ځانګړې توګه د انديښنې خبره ده چې د دوو میاشتو څخه په کم وخت کې دومره ډیر کيسونه ثبت شوي دي.

هغې وويل، "موږ له ډېرو موسسو سره په ګډه کار کوو چې ژر تر ژره د دې ناروغۍ مخه ونيسو."

د سیند ګورنر عمران اسماعيل، چې د مۍ په ۳۰ مه یې د روغتیا نړیوال سازمان سره ولیدل، په یو بیان کې وویل چې حکومت د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ژمن دی او د ټیم سره به ټولې اړینې مرستې وکړي او د دې سپارښتنې به پلي کړي.

د سیند د روغتیا وزیر ډاکتر آزرا پیچوهو وویل چې چارواکو د ډبليو ايچ او سره په نږدې همغږۍ کې د ايچ آی وي د درملنې لپاره څلور روغتونونه او د معاينې لپاره ګڼ شمير کيمپونه جوړ کړي دي.

د پاکستان د طب اتحاديې (پي ايم ای) تور ولګولو چې دا وبا په کلينکونو کې د غیرقانوني طبيبانو لخوا د سرنجونو د بيا کارولو له کبله رامنځته شوې ده.

د پي ايم ای سيکريټري ډاکټر قیصر سجاد وویل، "موږ باید د جعلي ډاکټرانو په اړه د احتیاط نه کار واخلو او ډاډ ترلاسه کړو چې د جراثيم نه پاکي شوي ستنې کارول کیږي."

هغه وويل، د وينې مرکزونه، د غاښونو کلينکونه او ليبارټرۍ بايد وکتل شي چې د ککړ شويو آلاتو او سرنجونو کارولو مخه ونيسو.

سجاد وویل، حکومت باید په زیانمنیدونکي خلکو باندې تمرکز وکړي چې د ناروغانو دقیق شمیر معلوم کړي.

هغه وويل، "که چيرې موږ دې مسلې ته په پام کولو کې پاتې راشو، نو د دې نه د عامې روغتيا يوه ستره مسله جوړيدی شي."

زیانمنیدونکي بې وزلې خلک

محمد اکرم، چې په کراچۍ کې ډاکټر دی او په دغه سيمه کې د ډبليو ايچ او سره کار کوي، وويل، زياتره ناروغان بېوزلي خلک وو چې عادتاََ به يې په چټکۍ سره د علاج لپاره په کلینیکونو کې ستنې وهلې.

هغه وويل، "هر ناروغه کس انجکشن غواړي، او غيرقانوني طبي ډاکټرانو د ګڼ شمېر ناروغانو لپاره يو سرنج استعمال کړو او دغه وبا يې خپره کړه."

اکرم وویل چې په سلګونو کسان په هيپاټايټس کې هم اخته دي. "خو په اوس وخت کې، موږ د ايچ آی وي په ناروغانو تمرکز کوو چې په عامو خلکو کې د دې د خپريدو مخه ونیسو."

نصیر احمد، چې په راتوډيرو کې يو بزګر دی، رسنیو ته وویل چې د هغه درې کلن زوی د یوې نامعلومې ناروغۍ له کبله د مارچ په مياشت کې مړ شو.

هغه وويل، "د اپریل په ۲۸ مه، زما د دوو لوڼو د ايچ آی وي ټسټونه مثبت راغلل. دواړو په شخصي کلینیکونو کې ستنې وهلې وې."

احمد وویل چې ډیر خلک د کلینیکونو ته ځي چيرته چې علاج یوازې ۲ ډالره (۳۰۰ پاکستانۍ روپۍ) لګښت لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500