امنیت

د اختر په دوران کې زياتو سيلانيانو د ترهګرۍ لخوا مخکې ځپل شوي ملاکنډ ته تګ وکړو

د جاويد خان لخوا

د پولیسو افسران د جون په ۷ مه په وادي سوات کې د  دوو بهرنیو سيلانيانو سره خبرې کوي. [ملاکنډ پولیس]

د پولیسو افسران د جون په ۷ مه په وادي سوات کې د  دوو بهرنیو سيلانيانو سره خبرې کوي. [ملاکنډ پولیس]

پېښور -- سږکال هغه سيلانيان، چې اختر يې لمانځلو، خیبر پښتونخواه په ځانګړې توګه مالاکنډ ډويژن ته تګ وکړو، په داسې حال کې چې د ښه امنیت او په سیمه کې د سولې بیرته راتللو له کبله سيلانيان بيرته راستانه شول.

مالاکنډ او په ځانګړې توګه ضلع سوات مخکې د وسله والو مرکز وو. په داسې حال کې چې پوځ په ۲۰۰۹ کال کې دا سيمه د ترهګرو نه پاکه کړه، سوات او نورو نږدې ضلعې د اوړي په موسم کې د مشهور سیاحتي ځایونو په توګه راڅرګند شوي دي.

د سولې بیرته راستنېدو د نښې په توګه، په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې، پوځ په رسمي ډول د سوات او نورو سیمو کنټرول ملکي منتظمينو ته وسپارلو.

سيلانيان د هغو سیمو نه خوند اخلي چې په مالاکنډ کې يو ځل وروسته له هغې بندې شوې کله چې وسله والو -- د ملا فضل الله په مشرۍ -- په هوټلونو، د چيرلفټ سيسټمونو، سکولونو، کالجونو، روغتونونو او نورو تاسیساتو باندې بمباري وکړه.

د پولیسو افسران په سوات ضلع کې په کالام روډ باندې ځای پر ځای شوي چې د سيلانيانو سره مرسته وکړي، ټريفیک سمبال کړي او د قانون او نظم وضعيت برقرار وساتي. [ملاکنډ پولیس]

د پولیسو افسران په سوات ضلع کې په کالام روډ باندې ځای پر ځای شوي چې د سيلانيانو سره مرسته وکړي، ټريفیک سمبال کړي او د قانون او نظم وضعيت برقرار وساتي. [ملاکنډ پولیس]

زاهد حسین، چې د درېو نورو ملګرو سره کالام ته تللې وو، وویل، "موسم خورا ښه دی او د امنیت لپاره شوي انتظامات او د سيلانيانو سره په ځانګړې توګه د کورنيو سره مرسته کول خورا ښه دي."

هغه زياته کړه چې په زرګونو ښځې هم د کالام او د سوات د نورو سيمو نه خوند اخلي، چيرته چې طالبانو يوځل ښځې له کورونو څخه د راوتلو نه منع کړې وې.

احمد شاه، ۴۰ کلن، چې د پیښور یو سيلانی دی، وویل "د هر چا په څیر، موږ په تیرو کلونو کې ويره لرله چې سوات ته سفر وکړو، خو نن هر څه بېرته عادي حالت ته راغلې دي او په لسګونه زره کورنۍ د څه ويرې نه ‌بغير او د حکومت، پوليسو او پوځ د هڅو له کبله د کالام او د سوات د نورو سيمو نه خوند اخلي."

د سيلانيانو سره مرسته کول

امنیتي چارواکي وایي چې د هغه سيلانيانو نه علاوه چې د اختر په دوران کې يې د سوات څخه لیدنه وکړه، په سلګونو زره نورو کسانو کوز دير، بره دير، چترال او د مالاکنډ نورو درو او همداراز په هزاره ډويژن کې ناران، کاغان، نهتیاګلي، شوګران او نورو سیمو ته هم سفر وکړو.

په هزاره او مالاکنډ ډويژنو کې سياحت وروسته له هغې زيات شوې کله چې موټروې جوړې شوې او د دواړو سيمو لپاره پرانيستل شوې. يوه موټروې اوس ایبټ آباد، د هزارې مرکزي ښار، د هري پور له لارې د راولپنډۍ او حسن ابدال سره منسلک کوي.

په بله موټروې اوس هم کار روان دی چې صوابۍ د سوات سره منسلک کوي. دا د اختر په ورځ د وړو ګاډو لپاره پرانيستل شوه، چې د هغه سیلانیانو لپاره د ټريفک جام کيدو په کمولو کې مرسته کوي کوم چې د مالاکنډ له لارې سفر کوي.

د سوات ضلعې د پوليسو افسر اشفاق انور په وینا، د ۴ جون نه تر ۹ جون پورې، سوات ته نږدې ۵۰۰،۰۰۰ سيلانيانو په ۱۴۵،۰۰۰ ګاډو کې د موټروې له لارې سفر وکړو.

انور وویل، "د سولې بيرته راتلل په سوات کې د زيات سیاحت اصلي لامل دی." هغه زياته کړه چې ۱،۵۰۰ ځانګړې افسران او ۵۰۰ د ټريفک افسران د سيلانيانو سره د مرستې لپاره ځای پر ځای شوي و.

د سيلانيانو ځانګړی پولیس ځواک مسوليت لري چې د سيلانيانو د امنیت خيال وساتي او سره له دې چې ملاکنډ ته ګڼ شمير ګاډي داخليږي ټريفک په ښه توګه جاري وساتي.

غبرګون ښودلو ته چمتو دي

بلال احمد، چې د بيړني خدماتو د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند دی، وویل، د دې موسسې ټیمونه، د امبولانسو سره په ګډه، د سوات په کالام، مدین او بحرېن کې او همداراز په نهتياګلي، ناران او کاغان کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه په یوې مرکه کې وویل، "د اوړي له پيل سره، په سلګونه زره سیلانیانو هلته تګ کړې دی."

احمد زياته کړه چې د ژغورونکو، طبي تخنيکيانو او امبولانسو ډلې به د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې پاتې شي چې د بيړني حالت په صورت کې سمدلاسې غبرګون وښيي.

د سوات روغتیا ریاست او نورو ادارو هم د هغه سيلانيانو سره د مرستې لپاره ټيمونه ځای پر ځای کړي کوم چې مالاکنډ او هزاره ډويژونو ته سفر کوي.

د ایبټ آباد د پولیسو ویاند، واجد راجو، وویل، "له ۱.۴ ملیونو څخه زيات سیلانيان د ۴ جون او ۹ جون ترمنځ ایبټ آباد ته راغلې ول او یا د ايبټ نه تير شوي ول."

هغه زياته کړه، د پولیسو افسرانو "سيلانيانو ته هرکلی وکړو او هغوی ته يې د اوبو بوتلې، چپس او نور شيان ورکړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه کار

ځواب