ټولنه

د تنوع رنګونه: د خیبر پښتونخواه د اقلیتي ځوانانو پروګرام پراخه شو

د جاويد خان لخوا

د اقليتي ځوانانو د بلد کولو په پروګرام کې د ښځينه ګډون کوونکو لومړی ګروپ د اپريل په ۱۱ مه اسلام آباد ته د ليدنې پرمهال ليدل کيدې شي. [د آمينه خان نه په مننه]

د اقليتي ځوانانو د بلد کولو په پروګرام کې د ښځينه ګډون کوونکو لومړی ګروپ د اپريل په ۱۱ مه اسلام آباد ته د ليدنې پرمهال ليدل کيدې شي. [د آمينه خان نه په مننه]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت د اقليت د ځوانانو د بلد کولو پروګرام (ايم وايي اي پي) پیل کړی چې د مختلفو اقلیتونو ځوانو نارینه او ښځینه غړو لپاره فرصتونه چمتو کړي چې د یو بل سره اړیکه ونیسي او خپلو صلاحيتونو ته وده ورکړي.

دا پروګرام د اپریل په ۸ مه پیل شو چې په لومړي ګروپ کې د مختلفو اقلیتونو ۲۶ غړو، د عیسایانو، هندوانو، سکانو، اسماعیلیانو او بهايي ګانو په ګډون دوو نورو ډلو برخه اخیستې ده.

د چارواکو په وینا، نور ګډون کوونکي به په راتلونکو میاشتو کې په دې کې شامل شي.

د پروګرام ویاندې آمينه خان په یوې مرکه کې وویل، "تمرکز په هغه ښه تعليم يافته ځوانانو باندې دی کوم چې په محلي تعلیمي موسسو کې زده کړې کوي چې هغوی بلد کړي او د سياسي شخصيتونو، سوداګرو او تعليمي ماهرانو سره د خبرو اترو، د هڅونې تقريرونو او غونډو انتظام وکړي."

هغې وويل، دا پروګرام د خيبرپښتونخواه د اوقاف، حج، مذهبي او اقليتي چارو وزارت له خوا پيل شو چې موخه يې د اقليتي ځوانانو ظرفيت ته وده ورکول دي.

اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ته يادګار سفرونه

خان وويل، "لومړنۍ ډلې اسلام اباد ته سفر وکړو او د وزير اعظم دفتر، د پاکستان پارلمان، د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د روغتیا ملي انسټیټیوټ کې یې غونډې ترسره کړې."

هغې زياته کړه، اقليتي ځوانانو په ايف سيون اسلام آباد کې د پيدل تلونکي کسانو د لارو په پاکولو کې ونډه واخيسته چې د هغوی مدني مسؤوليت او رضاکارۍ احساس ته وده ورکړي.

په عين حال کې، د ۴۵ ځوانانو او ښځو دوهمه ډلې د اپريل په ۱۷ مه د لاهور نه راستانه شوه.

خان وويل، "دې ډلې د پنجاب اسمبلۍ، تاريخي ودانيو، فرهنګي ځايونو او په لاهور کې د ادبي ځايونو د ليدنې يوه ښه تجربه ترلاسه کړه." نوموړي زياته کړه، دې پروګرام ځوان ګډون کوونکو ته غير معمولي موقعې ورکړې چې د مختلفو قومونو، سياست، سوداګرۍ او نورو په اړه زده کړه وکړي.

هغې وويل، نوموړې ډلې، د پنجاب د بشري حقونو او اقلیتي چارو وزیر اعجاز عالم سره د کتلو په ترڅ کې د اقلیتونو د پیاوړتیا پيکج، نوي قوانین او د موجوده قوانینو پلي کولو په اړه بحث وکړو چې د محرومه شوي مذهبي ټولنو سره مرسته کوي.

د ايم واي اي پي دريمې ډلې کراچۍ ته سفر وکړو، چې په دې کې شري شوامينارايان مندر، شري وارون ديو مندر او سينټ پيټرک ګرجا شامل دي.

د سند اسمبلۍ کې، ۳۰ کسيزې ډلې د پارلمان غړو سره غونډې ترسره کړې، چې په دوی کې فردوس شمیم نقوي، خرم شیر زمان او رمیش کمار شامل ول.

'يوه ښه تجربه'

د پروګرام ډیر زده کونکي وايي چې دوی خوشحاله ول چې نوي ځایونه يې وليدل.

د دې پلاوي يو غړی جتېش کمار وویل، "دا پروګرام یوه ښه تجربه وه چې اقليتي ځوانان یې بلد کړل او د هغوی باور يې لوړ کړو."

زنيره مايکل، چې د عيسايانو د ټولنې يوه غړي ده، وويل، "ما د پارلماني ماڼۍ په اړه معلومات نه لرل، خو د دې ځای څخه د لیدلو وروسته زه پوهه شوم چې دا څنګه کار کوي او ولې دا د هیواد لپاره ډیر مهم دی."

د سکهانو د ټولنې سرنجیت کوور وویل چې هغه په دې باور دی چې دې پروګرام د هغې سره مرسته وکړه چې څنګه په ژوند کې مثبت پاتې شي، له سولې سره ژوند وکړي او د نورو مذهبونو احترام وکړي.

هغې وويل، "د بلد کولو پروګرام موږ ته د يوې هفتې اوږد خبرو اترو په بهير کې د تنوع او بين المذاهب هم آهنګۍ رنګونه وښودل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټولې جينکۍ حيرانوونکي دي.

ځواب