تروريزم

په کویټه کې د هزاره ګانو په وړاندې د فرقه ایزو بریدونو د کمولو لپاره د امنیت زیاتوالی

ای ايف پي

د پاکستان نیم پوځي سرتيري د اپريل په ۱۸ مه د هغه ګاډي ساتنه کوي کوم چې د شیعه هزاره ګانو اقلیت سوداګر او د هغوی میوې او سبزيجات د مارکیټ نه بیرته يو خوندي ځای ته وړي چيرته چې دوی د کويټه په لمنو کې ژوند کوي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

د پاکستان نیم پوځي سرتيري د اپريل په ۱۸ مه د هغه ګاډي ساتنه کوي کوم چې د شیعه هزاره ګانو اقلیت سوداګر او د هغوی میوې او سبزيجات د مارکیټ نه بیرته يو خوندي ځای ته وړي چيرته چې دوی د کويټه په لمنو کې ژوند کوي. [بنارس خان/ ای ايف پي]

کويټه -- په هغو سيمو کې چې چارچاپيره وسله وال پوسټونه لري، د پاکستاني شیعه هزاره ګانو اقلیت وايي چې دوی په کويټه کې د فرقه ایز جنګیاليانو لخوا وژل کيږي.

د کلونو راهیسې، د شیعه ټولنې په سلګونو زرګونو غړو په دوو جلا ځايونو کې ځای پر ځای شوي، چې د تالاشۍ ډیر پوسټونه لري او په سلګونو وسله وال ساتونکي ګمارل شوي چې دغه اقلیت د تاوتريخجن وسله والو نه خوندي وساتي.

بوستان علي، چې د هزاره ګانو يو فعال دی، په دغه ځای کې دننه د وضعیت په اړه وويل، "دا د زندان په څير ځای دی."

په کویټه کې د شيعه ټولنې شتون خورا پیاوړی دی، چیرې چې فرقه ايز تاوتريخوالی، ځان وژونکي چاودنې او شوکه عام دي.

هزاره ګان په تخنیکي توګه آزاد دي چې په کويټه کې له خپلې مرضۍ سره تګ راتګ وکړي، خو ډير کم کسان د بریدونو د ویرې له کبله داسې کوي.

د ورځې سوداګرو او مارکيټ پلورونکو ته هم امنيت ورکړل کيږي کله چې دوی د خپلو سيمو نه وځي، په داسې حال کې چې روان عملیات په ناکراره صوبه کې وسله وال په نښه کوي.

په تیره میاشت کې، د سبزیجاتو په بازار کې په يوې چاودنه کې، چې داعش يې ادعا کړې وه، ۲۱ کسان مړه شوي ول او د ۴۷ نه زيات نور ژوبل شوي ول -- چې په قربانیانو کې زياتره هزاره ګان وو.

دا برید په هغه بریدونو کې يو وروستې بريد وو چې دغه ډله به يې په نښه کوله، چې په دې کې د ۲۰۱۳ کال په لومړيو کې پرله پسي چاودنې شاملي دي چې نږدې ۲۰۰ غړي يې په کې وژل شوي ول. د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې وضعیت، که زيات خطرناک نه دی، هم خطرناک دی، چې ياغيان په باقاعدګۍ سره د هزاره ګانو په جوماتونو، سکولونو او ټولنیزو پیښو باندې بريدونه ترسره کوي.

زيات امنيتي تدابير

هزاره ګان په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا د ځانګړو خصوصياتو له کبله زیانمنونکي پاتې شوي دي چې د هغه سني وسله لپاره يو اسان هدف دی چې دوی کافران ګڼي.

د هزاره ښارګوټي په دروازه کې -- چې په کويټه کې په دغو دوو خوندي ځايونو کې يو ځای دی -- هره ورځ يو داسې منظر ليدل کيدې شي چې هزاره ګان سړي په لاريو کې ښارونو ته ځي او د بازارونو نه خوراک اخلي.

کله چې هغوی هلته ورسيږي، نو سرتيري له دوی سره شي، په داسې حال کې چې دوی په خورا سخت وسله والې کانوايې کې خپلو کورونو ته د بیرته تلو نه مخکې سامانونه اخلي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا اقدامات اړين دي.

د پاکستان د هغه امنیتي سرچینو په وینا چې د دغه وضعيت په اړه معلومات لري او د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه، په تیرو پنځو کلونو کې، یوازې ۵۰۰ هزاره ګان وژل شوي او ۶۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د امنیت د زيات شتون سره، چارواکي پلان لري چې د وضعيت د ښه کولو لپاره په مارکیټونو کې د څارنې کیمرې نصب کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پښتانه په پاکستان کې د ترهګرۍ آخرنې هدف دی. د هزاره ټولنې خلک په سوريه او عراق کې د ايران لپاره د کرايۍ جنګيالي دي. له دې کبله دوی د ترهګريزو ګروپونو هدف جوړيږي.

ځواب