زغم

يو سيکھ پلورونکی د روژې لپاره د نرخونو راټيټولو له لارې بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکوي

د محمد شکيل لخوا

د خيبر ضلعې په جمرود کې هرديال سنګھ خالسا سټور د می په ۲۱ مه په دې انځور کې ښودل شوی دی. [محمد شکیل]

د خيبر ضلعې په جمرود کې هرديال سنګھ خالسا سټور د می په ۲۱ مه په دې انځور کې ښودل شوی دی. [محمد شکیل]

پيښور -- يو سکھ سوداګر بين المذاهب هم آهنګۍ ته د ودې ورکولو لپاره يوه نوي لاره موندلې ده -- چې هغه د هغه توکو او خوراکي توکو نرخونه کم کړي دي کوم چې روژه دار مسلمانان يې د روژې په مياشت کې اخلي.

نيرنجن سنګھ ، چې د خیبر ضلعې په جمرود بازار کې د هرديال سنګھ خالسا سټور خاوند دی، يوه نوي مفکوره وړاندې کړه.

ګورميت سنګھ ، چې د نيرنجن سنګھ د څلورو زامنو څخه دی او د هغه سره د دې هټۍ په چلولو کې مرسته کوي، وويل، "د روژې په میاشت کې زموږ موخه دا ده چې د مسلمانانو سره مرسته وکړو او هغوی ته په ځانګړو نرخونو د روزمره استعمال توکي چمتو کړو."

هغه وويل، "موږ د کال په ۱۱ مياشتو کې ګټه ترلاسه کوو، خو د روژې په مياشت کې، د روژه دارو مسلمانانو سره مرسته زموږ لومړيتوب وي."

نيرنجن سنګھ د می په ۲۲ مه په خپله هټۍ کې سبزیانې خرڅوي. [محمد شکیل]

نيرنجن سنګھ د می په ۲۲ مه په خپله هټۍ کې سبزیانې خرڅوي. [محمد شکیل]

په هرديال سنګھ خالسا سټور کې د توکو لپاره د قیمت لیسټ د روژې په میاشت کې په دې تصوير کې لیدل کیدی شي. [محمد شکیل]

په هرديال سنګھ خالسا سټور کې د توکو لپاره د قیمت لیسټ د روژې په میاشت کې په دې تصوير کې لیدل کیدی شي. [محمد شکیل]

سنګھ وویل، "زما کورنۍ د روژې په مياشت کې د ګټې په پرتله د روژه دار مسلمانانو په وچو شونډو او خولې دعاګانو ته زيات اهميت ورکوي." "د مسلمان د زړه څخه یوه مخلصه دعا، که دا هرکله وي، د ګټې په پرتله ډير زيات اهميت لري."

هغه زياته کړه، "موږ دا د هيڅ مالي ملاتړ پرته کوو." "موږ غواړو چې د روژې په میاشت کې د هرې ممکنه لارې د مسلمانانو خدمت وکړو، که دا د هغوی سره مالي مرسته کول وي او یا هغوی د کار څخه ژغورل وي."

هغه وويل، "موږ غواړو چې د مسلمانانو سره يووالی څرګند کړو او هغوی ته ګټه ورسوو او د هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د روژې په مياشت کې د خوراکي توکو لوړه بيه نه شي برداشت کولی."

سنګھ وويل، "زه غواړم چې د نورو لپاره یو مثال جوړ کړم چې تعقيب يې وکړي او دې ته به په راتلونکي کې هم دوام ورکړم چې د روژې په میاشت کې د ضرورت مندو کسانو سره د مرستې له لارې بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړم."

ساجد خان، ۲۴ کلن، چې د جمرود اوسيدونکی دی، وویل، ټول سوداګر باید د سنګھ د مثال تعقیب وکړي او د هغو کسانو سره مرسته وکړي چې مناسبې سرچینې نه لري او د روژې په میاشت کې د لوړو نرخونو له امله د روزمره استعمال توکي نه شي اخيستلې.

هغه وویل، د یو ریښتیني مومن په توګه، هر يو کس -- که سوداګر، کاروباري او یا کارکوونکی وي -- بايد د روژې په میاشت کې د پاکستانیانو د بهبود په اړه فکر وکړي او د پیسو ګټولو په پرتله د هغوی بهبود ته اهميت ورکړي.

د سکھ ټولنې مشر، بابا ګرپال سنګھ ، وویل، د نيرنجن سنګھ کورنۍ د هڅو بايد قدر وکړی شي او وستایل شي ځکه چې دا کورنۍ د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې د زياتره مسلمانو بهبود ته وده ورکوي، چې د مالي ګټې په اړه روحاني لاسته راوړنو ته لومړیتوب ورکوي.

هغه وويل، که څه هم مسلمانان او سکهان له مخکې نه د سوله ایزې همکارۍ څخه خوند اخلي، د سنګھ د کورنۍ هڅې ښه بين المذاهب هم آهنګي او دوه اړخیزه درناوي رامنځته کولی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په پاکستان کې د سکهانو په ټولنه باندې فخر کوم

ځواب

دا د هغه ځان ته د وفادار ویونکو مسلمانانو په مخ باندې ګوزار دی کوم چې په ذخيره اندوزۍ کې ښکيل دي، چې د روژې په مبارکه مياشت کې خپلې ګټې دوه برابره کوي او هغه سپک ملان چې هيڅکله هم د هغه خلکو غندنه نه کوي چې په ذخيره اندوزۍ کې ښکيل دي خو د زکات، صدقو او فطرانې او يا په مبارکه مياشت کې د عملونو په نوم يوازې د خپلې خيټې په ډکولو کې دلچسپي لري. ها ها ها

ځواب