تروريزم

د ویډیو ګيم چېټ رومونه د داعش لپاره د اړیکو نوې لارې چمتو کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۹ مه يو اخيستل شوی تصوير په لاهور کې په يو انټرنیټ کیفۍ کې یو پاکستانی زده کونکي ښيي چې یوټیوب ګوري. [عارف علی/ ای ايف پي]

د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۹ مه يو اخيستل شوی تصوير په لاهور کې په يو انټرنیټ کیفۍ کې یو پاکستانی زده کونکي ښيي چې یوټیوب ګوري. [عارف علی/ ای ايف پي]

کويټه -- داعش د ویډیو ګيم چېټ سیسټمونه د خبرو اترو لپاره او په پاکستان کې د جګړمارو ګمارلو لپاره کاروي.

ډیر موبایل او ویډیو ګيمونه داخلي چېټ سیسټمونه لري چې لوبغاړو ته توان ورکوي چې د یو بل سره خبرې اترې وکړي، په داسې حال کې چې د ګيم ځینې داسې خصوصيات د غير ليکل شوي پيغامونو د ليږدولو لپاره کارول کيدې شي.

په اسلام آباد کې د دفاع يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، "داعش د خپلو پټو اړیکو او د بريدونو د ترسره کولو لپاره وړیا موبایل او د کمپیوټر ګيمونه کاروي."

هغه په افغانستان او پاکستان کې د داعش څانګې ته په اشاره ويل، "د داعش د خراسان ډله د سیمه ایز امنیت لپاره د يو لوی ګواښ په توګه راپورته کيږي... دا وسله واله ډله زموږ په هیواد کې د نورو ممنوع ترهګرو ډلو سره اړيکې جوړوي."

د ټولنيزو رسنيو په وړاندې د مبارزې نه وروسته، داعش د احتمالي عسکرو سره د اړيکو لپاره نوي لارې کاروي. د ویډیو ګيم چېټ رومونه د دغو نويو لارو څخه دي. [هيتيش چوهدري]

د ټولنيزو رسنيو په وړاندې د مبارزې نه وروسته، داعش د احتمالي عسکرو سره د اړيکو لپاره نوي لارې کاروي. د ویډیو ګيم چېټ رومونه د دغو نويو لارو څخه دي. [هيتيش چوهدري]

د ټولنيزو رسنيو او نورو ډيجيټل پليټ فارمونو په وړاندې د مبارزې نه ورسته، آنلاین ویډیو ګیمنګ سیسټمونه اوس د داعش د اړيکو کلیدي سرچینې دي.

ګڼ شمير ګيمونه چې د اړيکو خصوصيات لري، وړیا وي او د ویډیو ګيمونو آلات د غږیز کانفرنس خصوصيات هم لري.

هغه وویل، "دا ډیره ګرانه ده چې د ګيمونو په چېټ رومونو کې د ملګرو ترمنځ د اړیکو څارنه وشي."

هغه زياته کړه، "زموږ تحقیقاتو ښودلې چې داعش او د هغې سره تړاو لرونکي منع شوي وسله والې ډلې سوني پلې سټيشن ۴ او د هغې ویډیو ګيمونه د خپلو اړیکو لپاره په پراخه کچه کاروي."

ترهګريز پلانونه ناکامه کول

په راولپنډۍ کې د امنیت يو سينير چارواکي، غلام عباس، پاکستان فارورډ ته وویل، په تیرو څو کلونو کې امنیتي ادارو مداخله کړې او په بلوچستان صوبه، لاهور، کراچۍ او د هیواد په نورو برخو کې يې د وسله والو د پټنځايونو نه ګڼ شمير د لوبو سیسټمونه ترلاسه کړي دي.

عباس وويل، "زموږ ماهرين په دې بارو لري چې ترلاسه شوي آلات د اړيکو او د جنګيالو د پلانونو د همغږۍ لپاره کارول کيدل."

هغه وويل، "د داعش په څېر د وسله والو ډلو تر منځ دوامداره او ستراتيژيکې خبرې اترې زموږ د امنيتي ادارو لپاره زيات چيلنجونه رامنځته کوي. خو ... د دې نويو اړيکو د مخنيوي لپاره دلته کې يو واضحه او جامع پلان تر غور لاندې دی."

عباس وویل، "داعش زموږ په سیمه کې د ډيجيټل اړيکو ترټولو لوی پليټ فارم لري، او دا فورم د استخدام او اړیکو لپاره په پراخه کچه کاروي."

هغه وويل، "قانون پلي کونکي ادارې چې زموږ د ملي امنیت سره تړاو لري، په سیمه کې په هر نوي پيښې باندې نږدې نظر ساتي، او تیر کال د هيواد په مختلفو برخو کې ګڼ شمیر هغه شکمن کسان نیول شوي چې د داعش سره په ښکاره توګه تړاو لري."

عباس وویل، "موږ راپورونه لرو چې ګڼ شمير وسله وال چې مخکې يې د نورو وسله والو ډلو لپاره کار کولو اوس د داعش سره تړاو لري او دا زموږ په سیمه کې د خپلې شبکې د پیاوړتیا لپاره ډيره زياته هڅه کوي."

د استخباراتو يو پخوانې چارواکي، چې مخکې يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په څانګه کې کار کړی و، پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، که څه هم د پاکستان امنیتي ادارې سخت ګامونه پورته کوي چې زموږ په سیمه کې د داعش پټنځای له منځه يوسي، خو د دې ډلې سره د مبارزې لپاره مونږ یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لرو.

هغه وويل، "د وسله والو د اړیکو شبکه له منځه وړلو لپاره، دا د وخت اړتیا ده چې يوه ستراتیژي جوړه کړو او په هېواد کې د ګيمونو د آلاتو د کارولو لپاره پالیسۍ جوړي کړو."

هغه وويل، "د ګيمونو زياتره آلات په هیواد کې هر ځای شتون لري، او دا د کاروونکي لپاره اسانه ده چې واخلي او يا داسې لوبې آنلاین وکړي."

هغه وويل، په پاکستان کې، د داعش سره تړاو لرونکي وسله وال په ځانګړې توګه ځوانان د خپلې تخريبي ايجنډې لپاره په نښه کوي او هڅه کوي چې د هغه کاروونکو ذهن سازي وکړي، چې د خپل وخت زياتره برخه د لوبو په کولو کې تيروي.

هغه زياته کړه، "بايد په هېواد کې د آنلاين ګيمنګ سيسټمونو لپاره واضحه او پایله لرونکی قانون جوړ شي."

د نوي قانون غوښتنه

عرفان علي، چې په کويټه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ماهر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د موجوده ارقامو په اساس، په نړۍ کې تقريباََ د ۴۰۰ ملیونو نه زيات آنلاین لوبغاړي شتون لري، او دا لوبې د کاروونکو د ذهنیت په بدلولو کې لوی رول لوبوي."

"زما په خیال، د لوبې د آلاتو کارول تر قانون لاندې رواستلو نه بغير، موږ نشو کولی چې په اخلاقي توګه د استعمال موخه ترلاسه کړو."

د علي په وینا، په ټول هیواد کې، په زرګونو انټرنیټ کیفۍ او د لوبو هټۍ کاروونکو ته هرکلی کوي او د هغوی د استعمال په اړه ارقام نه ساتي. "دا مناسب وخت دی چې ژوره څیړنه وکړو چې ولې د انټرنیټ کیفۍ د حکومت له تایید پرته فعاليت کوي."

په لاهور کې د دفاع يو چارواکي، محمد عمران، پاکستان فارورډ ته وویل، "د لوبو په آلاتو کې د ملګرو ترمنځ اړيکو ته د لاسرسۍ پرته، دا ممکنه نه ده چې د لوبې د فعالیت څارنه وکړی شي."

هغه وويل، "که چيرې امنیتي ادارې خپل کارپوهان د آنلاین لوبو سیسټمونو په چېټ رومونو کې ځای پر ځای کړي، نو دوی په اسانۍ سره کولې شي چې شکمن کسان او د هغوی فعالیتونه په ګوته کړي."

هغه وویل چې د داعش اړيکې په لويه کچه په آنلاین لوبو او د ټولو کاروونکو لپاره په وړیا توګه د شتون لرلو باندې تکيه لري.

هغه زیاته کړه، "موږ باید د خپل ملي امنیت لپاره د داعش راپورته کيدونکی ګواښ کم ونه ګڼو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب

پکار ده چې دا د امنيتي ادارو تر کنټرول لاندې وي او د موبايل سيم کارډونو په څير دا ګيمونه رجسټر کيدی شي.

ځواب

زه موافقه کوم مونږ له پکار ده چې دا جدي وګڼو..

ځواب