رمضان

پاکستان د روژې په میاشت کې د منع شويو ډلو لخوا د چندې راټولو په وړاندې مبارزه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو سړی په پیښور کې د می په ۹ مه د چندې په بکس کې پیسې اچوي. [شهباز بټ]

یو سړی په پیښور کې د می په ۹ مه د چندې په بکس کې پیسې اچوي. [شهباز بټ]

پیښور -- د پاکستان حکومت د هغه منع شويو سازمانونو د مخنیوي لپاره د تدابیرو اعلان کړی چې ادعا کوي چې د خیرات په نوم پيسې راټولوي خو دوی دغه پيسې د وسله والو فعالیتونو لپاره کاروي.

د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د می په ۹ مه) ټولو صوبو ته امر وکړ چې د تروریزم سره د مبارزې د هڅو د يوې برخې په توګه د چندو راټولولو څارنه وکړي. په دې لارښوونو کې د ۷۵ غیر قانوني سازمانونو یو لیسټ شامل دی چې د زکات او فطرانې راټولولو نه منع شوي دي.

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ له مخکې نه هڅې پيل کړې چې د ترهګريزو ډلو د مالي سرچینو مخه ونیسو او هغوی د ترهګريزو فعاليتونو نه منع کړو."

هغه وويل، په تیرو وختونو کې، وسله والو د اسلام په نوم د پاکستانیانو احساسات په نښه کړل، خو اوس قانون فعال دی او یوازې رجسټر شوي ادارې پیسې راټولولی شي.

چنده ورکوونکي د می په ۱۰ مه په پیښور کې د فلاحي انسانيت په بکسونو کې پیسې اچوي. [شهباز بټ]

چنده ورکوونکي د می په ۱۰ مه په پیښور کې د فلاحي انسانيت په بکسونو کې پیسې اچوي. [شهباز بټ]

یوسفزۍ وویل، پاکستانیان د روژې په مبارکه میاشت کې ضروت مندو کسانو او خیراتي ادارو ته په پراخه کچه چندې ورکوي.

هغه وويل، "يو څو اړخيزه ستراتيژي پلي شوي چې د ترهګريزو ډلو مالي سرچینې ختم کړي او د ترهګرۍ سره د ملاتړ کولو لپاره د هغوی توان له منځه يوسي." هغه زیاته کړه، حکومت په دې وروستیو کې د غيرقانوني افرادو او ډلو پر ضد مبارزه کوي.

په ناپوهۍ سره د تروریزم سره مرسته کول

عبدالجبار، چې په پیښور کې یو ريټايرډ بينکر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د خیراتي کارونو په بهانه د منع شويو سازمانونو سره مالي مرسته کول د ۱۰ کالو سزا او جرمانه لري.

د جبار له مخې، چې د رسنیو راپورونو حواله يې ورکړه، پاکستانیان هر کال ۴.۵ ملیارده ډالره (۶۳۶.۵ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) ورکوي چې د خيرات په نامه د بېوزلو او ضرورت مندو خلکو سره مرسته وکړي.

هغه وويل، "پکار ده چې د څارنې يو جدي ميکانيزم موجود وي څو دا يقيني کړی شي چې د بيوزولو سره د مرستې لپاره پيسې د ترهګرو په لاس ور نه شي او د بې ګناه کسانو د وژلو او زخمې کولو لپاره استعمال نه شي."

خالد خټک، چې په پېښور يونيورسټۍ کې ليکچرار دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په خلکو کې د پوهاوي کچه لوړه ده."

خټک وويل، پاکستانیان "نه غواړي چې د منع شويو ډلو سره مرسته وکړي. دوی ډير زيات د ترهګرۍ لخوا ځپل شوي، له دې کبله د چندې ورکولو کچه کمه شوې ده."

د خټک له مخې، د چندو ورکولو د مخنیوي لپاره هڅې د ملي عمل پلان سره سم دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي ايس) کې د قتل عام نه وروسته نافذ شو.

د وسله والو د تمویل په وړاندې مبارزه

سږکال په مارچ کې، پاکستان د هغه سازمانونو اکاونټونه منجمد کړل او د هغوی جايدادونه يې ضبط کړل کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا (يو اين ايس سي) لخوا منع شوي دي.

په پیښور کې يو سينير امنیتي شنونکي بریګيډير (ریټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وویل، پاکستان په ټول هيواد کې د عامه خوندیتوب لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیل کړې څو خپله نړیواله ژمنتیا پوره کړي چې پيسې د غير قانوني ډلو په لاس ور نه شي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د اپريل په ۲۲ مه، پوليسو د منع شوي جماعت دعوه (جی يو ډي) او د دې د خیراتي څانګې، فلاحي انسانيت (ايف آی ايف) نهه ملاتړي په کراچی کې ونیول.

دغه کيسونه د ۱۹۹۷ ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱ برخې لاندې رجسټر شول، چې د پيسې راټولو سره تعلق لري.

د پیښور يو عالم مولانا محمد ادریس پاکستان فارورډ ته وویل، هر شتمن کس دا مسؤلیت لري چې د غریبانو، په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې، سره مرسته وکړي.

هغه وويل، که څه هم، شتمن کسان باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې د هیواد دښمنان دا پيسې استعمال نه کړي.

ادريس وويل، وسله والې ډلې د روژې په مياشت کې د زياتو پيسو د ترلاسه کولو په موخه د خلکو د احساساتو نه ګټه پورته کوي. هغه زياته کړه، ايماندراو له پکار ده چې هغه وخت احتياط وکړي کله چې دوی ضرورت مندو کسانو ته پيسې ورکوي.

هغه وويل، "ترهګرو ته بايد دا اجازه ورنه کړل شي چې غيرقانوي پيسې ترلاسه کړي او په ټولنه کې لاقانونيت رامنځته کړي." هغه زياته کړه، عالمانو په بشپړه توګه د حکومت سره مرسته کړې چې د ترهګرۍ ټول ډولونه له منځه يوسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غوره

ځواب

د موبايل فون له لارې د شوکت خانم سره د مالي مرستې کولو طريقه

ځواب