تروريزم

داد اندیښنې وړ ده چې داعش د استخدام لپاره په تعليم يافته ځوانانو تمرکز کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ يونيورسټۍ طالب علمان د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۱۳ مه د خپلواکۍ د ورځې په پیښو کې ګډون کوي. دغه يونيورسټۍ یو نوښت پیل کړی دی چې ځوانان د جنګیالي سازمانونو د پروپيګنډې د ښکار کيدو نه منع کړي او د هغو خلکو په بیا بحالۍ کې مرسته وکړي چې له مخکې نه ګمراه شوي دي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ يونيورسټۍ طالب علمان د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۱۳ مه د خپلواکۍ د ورځې په پیښو کې ګډون کوي. دغه يونيورسټۍ یو نوښت پیل کړی دی چې ځوانان د جنګیالي سازمانونو د پروپيګنډې د ښکار کيدو نه منع کړي او د هغو خلکو په بیا بحالۍ کې مرسته وکړي چې له مخکې نه ګمراه شوي دي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- امنیتي چارواکي او فعالین وایي، تروريستي ډلې لکه داعش ښه تعلیم یافته او شتمن ځوانان د خپل تاوتریخوالي د کمپاینونو د ترسره کولو لپاره په نښه کوي، لکه څنګه چې په سري لنکا کې د ایستر يکشنبې په ورځ د ځان وژونکو بريدونه څرګنده کړې ده.

داعش چې په نړۍ کې يې د عبادت په ځایونو او عامه ځايونو کې بریدونو ترسره کړې دي، د اپريل په ۲۱ مه په سري لنکا کې په دریو کلیساګانو او څلورو هوټلونو کې د همغږيزه چاودنو د لړۍ مسولیت په غاړه واخیستو چې په سلګونو خلک په کې وژل شوي او ژوبل شوي ول.

د سري لنکا د دفاع وزیر رووان ويجې وردنې د اپریل په ۲۴ مه وویل، په نهو ښکيلو ځانمرګي بريد کوونکو کې زياتره کسان ښه تعليم يافته وو او د شتمنو کورنیو سره يې تعلق لرلو.

زياتره بريد کوونکي "په اقتصادي توګه د پیاوړي کورنيو څخه دي. ځینې د تعليم لپاره بهر ته تللې ول."

د داعش د ویډیو په دې سکرين شاټ کې د داعش يو ملاتړی په 'آنلاین جهاد' کې بوخت دی. [فايل]

د داعش د ویډیو په دې سکرين شاټ کې د داعش يو ملاتړی په 'آنلاین جهاد' کې بوخت دی. [فايل]

د څیړونکو او امنیتي شنونکو په وینا، د موجوده سیمه ایزو ډلو څخه د استخدام نه علاوه، داعش د يونيورسټۍ د محصلینو او مسلکیانو په استخدام باندې تمرکز کړی چې خپل ړنګوونكي بريدونه ترسره کړي او په پيسو راټولولو، د پروپيګنډې په عملیاتو او نورو فعاليتونو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۱۶ کال د نړیوال بينک (ډبليو بي) د مطالعې له مخې، د داعش لخوا استخدام شوي کسان غالباََ ښه تعليم يافته او نسبتاََ شتمن کسان وي. دا راپور د هغه معلوماتو پر بنسټ وو چې په مارچ ۲۰۱۶ کال کې د داعش د يو پخواني ناراضه غړي له خوا خپاره شوي ول.

د نړيوال بينک له مخې، "زياتره کسان يونيورسټۍ ته د تعلیم لپاره تللې دي... د افريقې، سویل او ختیځ آسیا او منځنۍ ختیځ څخه کسان په خپل ګروپ کې د نورو کسانو په پرتله ډير تعليم يافته دي."

تعلیم یافته ځوانان په نښه کول

د تعلیم یافته ځوانانو د استخدام لپاره، داعش او نورو ترهګرو سازمانونو هڅه کړې چې مسلمانان ځوانان د سوشل ميډيا او په ځايي کالجونو او يونيورسټو کې، د پاکستان په شمول، د وړو ګروپونو له لارې وهڅوي چې د ياغيانو د ډلو سره يوځای شي.

عبدالباسط، چې په سنګاپور کې د امنیت شنونکی دی او د سیاسي تاوتریخوالي او تروریستي تحقیق مرکز سره تړاو لري، وویل، "په دودیز ډول، د کمزوري ځوانانو په ترهګرۍ کې بوخت کول او په پاکستان کې په وسله والو ډلو کې ګمارل د افراطي مذهبي عالمانو له لارې ترسره شول چې د جهادي سازمانونو او د ليواله جهاديانو ترمنځ يې د منځګړي کسانو په توګه کار وکړو."

باسط پاکستان فارورډ ته وويل، اوس، د د سوشل ميډيا فليټ فارمونو د مبلغانو، استخدام کوونکو او د افراطي نظرياتو د خپرونکو په توګه د منځګړي دیني عالمانو ځای نیولی دی.

ابوبکر يوسفزۍ، چې په کراچۍ کې د مدني ټولنې فعال دی او د تاوتریخوالي او افراطیت سره د مبارزې لپاره یې په هغه پروګرامونو کې برخه اخیستې ده چې په ځانګړی توګه په ځوانانو تمرکز کوي، وويل، د نړیوالو تروريستي شبکو لکه داعش سره تړاو لرونکي عناصر د شتمونو ځوانانو د استخدام لپاره په تعليمي ادارو تمرکز کوي.

یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، نوي استخدام شوي کسان هغه کسان وي چې پخپله بنياد پرستۍ ته راوړيدلي وي او د شتمنو کورنیو سره تړاو لري او په حقيقت کې د سوشل ميډيا له لارې د وسله والي نظريو نه متاثره شوي وي.

د بیلګې په توګه، پولیسو دوه ښه تعليم يافته زده کونکي -- سعد عزيز او نورين لغاري -- وروسته له هغې ونیول کله چې دوی په بنياد پرستۍ او په تروریستي فعالیتونو کې برخه واخيسته. دغه کسان داعش په پاکستان کې استخدام کړې ول.

عزيز په کراچۍ کې د سوداګرۍ مديريت انسټيټيوټ نه فارغ شوی و. هغه په کراچۍ کې په ډیرو ترهګریزو کړنو کې د لاس لرلو اعتراف وکړو، چې په دې کې په می ۲۰۱۵ کال کې په سفوره ګوټ نيبرهوډ کې په يو بس کې يوه چاودنه شامله ده چې د ۴۰ نه زيات اسماعیلي مسلمانان په کې وژل شوي ول او همداراز په اپریل ۲۰۱۵ کال کې د سبین محمود، چې یو ټولنیز کارکونکی او د انساني حقوقو فعاله وه، وژل شامل دي.

عدالت په می ۲۰۱۶ کال کې هغه ته د مرګ سزا ورکړه. هغه په توقیف کې دی.

لغاري په جمشورو ضلع کې د طب او روغتیا علومو په لیاقت يونيورسټۍ کې طالب علمه وه. هغه په اپريل ۲۰۰۷ کال کې په لاهور کې د قانون پلي کونکو پرسونلو سره د ډزو نه وروسته ونیول شوه.

په ځايي ټي وي باندې د يوې خپره شوي انټرويو له مخې، هغې اعتراف وکړ چې هغې اراده لرله چې لاهور ته لاړه شي او د ايستر په ورځ په يوې کليسا کې بريد ترسره کړي.

امنیتي ځواکونو په هغه کور چهاپه ترسره کړه چیرې چې هغه او د هغې ملګري پاتې کيدل، ترهګر علي طارق يې ووژلو او دغه پلان يې ناکامه کړو. پولیسو لږ وروسته هغه په د ې دلیل خوشې کړه چې داعش ډلې هغه غولولي وه.

د استخدام پر ضد د مبارزې لپاره هڅې

د پاکستان د قانون پلې کولو ادارو او د مدني ټولنې بنسټونه، چې په هغه ځوانانو کې د اورپکۍ په اړه انديښمن دي کوم چې په تعليمي ادارو کې تعليم ترلاسه کوي، ګڼ شمير نوښتونه پيل کړي چې ځوانان د داعش او د نورو وسله والو ګروپونو په لاس د ورتللو نه منع کړي.

د ۲۰۱۷ کال راهیسې، د قانون پلي کونکي ادارې او د يونيورسټۍ مدیران په تعليمي ادارو کې د اورپکۍ د مخنیوي لپاره يو ځای کار کوي چې په تعليمي ادارو کې د اورپکۍ د خپريدو مخه ونيسي. د داعش او نورو وسله والو ډلو په وړاندې د دوامداره مبارزې د برخې په توګه، د قانون پلي کونکي ادارې استخدام کوونکي هم په نښه کوي.

د اپریل په ۱۵ مه، د کراچۍ پوليسو په تيسر ټاون کې د داعش پنځه شکمن غړي ونیول چې چارواکو هغوی د یاغیانو ډلې د استخدام لپاره د سوشل ميډيا کارولو په تور تورن کړې ول.

يونيورسټۍ هم موخه لري چېپه کیمپس کې د اورپکۍ د مخ پر زياتيدو ګواښ مخه ونيسي.

د مثال په توګه، د کراچۍ يونيورسټۍ یو نوښت پیل کړ چې ځوانان د دې نه منع کړي چې دوی د جنګیالي سازمانونو لخوا دهوکه نه شي او له مخکې نه ګمراه شويو کسانو په بیا بحالۍ کې مرسته وکړي.

تير نومبر، دغه يونيورسټۍ د نفسياتو په ډیپارټمنت کې وروسته له هغې د ټولنې مشاورتي مرکز پرانيستو کله چې چارواکو، د راپورونو له مخې، وموندله چې ځینې زده کونکي او ښوونکي د ترهګرۍ په فعاليتونو کې ښکیل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500