تروريزم

ملګري ملتونو مسعود اظهر د ترهګرۍ په نړيوال لیسټ کې وروسته له هغې شامل کړو کله چې چین تر فشار لاندې راغی

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، چې د اپریل په ۲۶ مه په دې انځور کې ښودل شوې ده، د جې اي ايم مشر وروسته له هغې د نړيوالو ترهګرو په خپل ليسټ کې شامل کړو کله چې چين د نړیوال فشارونو لاندې راغی. [د ملګري ملتونو انځور/ لوی فیلیپ]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، چې د اپریل په ۲۶ مه په دې انځور کې ښودل شوې ده، د جې اي ايم مشر وروسته له هغې د نړيوالو ترهګرو په خپل ليسټ کې شامل کړو کله چې چين د نړیوال فشارونو لاندې راغی. [د ملګري ملتونو انځور/ لوی فیلیپ]

اسلام اباد -- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمیټۍ د چهار شنبې په ورځ (د می په لومړۍ نېټه) مسعود اظهر، چې په پاکستان کې ميشت دی او د يوې اسلامي ډلې جيش محمد (جی اي ايم) مشر دی، وروسته له هغې د ملګري ملتونو د نړيوالو ترهګرو په ليسټ کې شامل کړو کله چې چین د دې اقدام په اړه خپل اعتراضونه لرې کړل.

د داعش او القاعدې په اړه د ملګرو ملتونو د بندیز کمېټې د چهارشنبې په ورځ په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې د القاعدې سره د تړاو لرلو له کبله اظهر ترهګر وګرځولو.

په دغه بيان کې راغلي، اظهر، چې د جی اي ایم بنسټ ایښودونکی ګڼل کيږي، اثاثې به منجمد شي او هغه به د نړیوال سفر او وسلو لرلو نه منع کړی شي. جی اي ایم د ۲۰۰۱ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د ترهګرو په لیسټ کې دی.

جی اي ايم د فبرورۍ په ۱۴ مه په کشمیر کې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه اخیستی وو چې ۴۰ هندي سرتیري په کې وژل شوي ول.

مسعود اظهر، چې د جیش محمد (جی اي ایم) مشر دی، د ۲۰۰۰ کال د فبرورۍ په ۴ مه کراچۍ پریس کلب ته راځي چې په يو نيوز کانفرنس کې خبرې وکړي. ملګري ملتونو د می په لومړۍ نېټه مسعود اظهر، چې په پاکستان کې ميشت دی او د يوې اسلامي ډلې مشر دی، وروسته له هغې د نړيوالو ترهګرو په خپل ليسټ کې شامل کړو کله چې چین د دې اقدام په اړه خپل اعتراضونه لرې کړل. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

مسعود اظهر، چې د جیش محمد (جی اي ایم) مشر دی، د ۲۰۰۰ کال د فبرورۍ په ۴ مه کراچۍ پریس کلب ته راځي چې په يو نيوز کانفرنس کې خبرې وکړي. ملګري ملتونو د می په لومړۍ نېټه مسعود اظهر، چې په پاکستان کې ميشت دی او د يوې اسلامي ډلې مشر دی، وروسته له هغې د نړيوالو ترهګرو په خپل ليسټ کې شامل کړو کله چې چین د دې اقدام په اړه خپل اعتراضونه لرې کړل. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

له دې وروسته، د هند او پاکستان تر منځ تاو تریخوالی زيات شو، په يو بل هوایي بریدونو ترسره شول او د دواړو ايټمي هیوادونو ترمنځ د جنګ ويره زياته شوه.

اسلام آباد په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي

د چين او پاکستاني مشرانو تر منځ خبرې اترې

چین د جی اي ایم د مشر په تور ليسټ کې د شاملولو لپاره د ملګرو ملتونو د بنديز کمیټۍ د دريو مخکينو هڅو مخه نيولي وه او د بریتانيې، فرانس او متحده ايالاتو څلورمه غوښتنه يې رد کړه.

د ملګرو ملتونو سفارتکارانو وويل چې دا غوښتنه بیا په تيره هفته کې کمیټۍ ته وړاندې کړې شوه او چین د اظهر په تور لیسټ کې د شاملولو مخالفت ونه کړو. کسان يا ډلې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په ليسټ کې د شاملولو د فيصلې لپاره دا ضروري ده چې کمیټې د دې په اړه موافقه ولري.

د بندیز کمیټۍ د بیان له مخې، اظهر له ترهګرۍ سره تړاو لري ځکه چې هغه د جی اي ايم سره "په مالي مرسته، په پلان جوړولو کې، اسانتیا برابرولو، تيارولو کې او یا د دې په کار او يا کارونو، چې جی اي ايم يې ترسره کوي، کې برخه اخیستنې ده."

په تور لیسټ کې د اظهر د شاملولو فيصله وروسته له هغې وشوه کله چې د چین صدر زي جین پنګ په تيره هفته کې په بيجنګ کې په يو کانفرنس کې د وزير اعظم عمران خان سره خبرې وکړې.

فرانس، چې په مارچ کې یې په اظهر باندې خپل بندیزونه لګولي وو، د پرېکړې هرکلی وکړو او ټینګار یې وکړو چې دوی د ډيرې مودې راهيسې هڅې کړې وې چې د جی اي ايم مشر دې په لیسټ کې شامل کړې شي.

د مارچ په وروستيو کې، متحده ايالاتو د امنيت شورا يو قرادار وړاندې کړو چې اظهر په تور ليسټ کې شامل کړي او په چين يې فشار راوستلو چې د بنديزونو په اړه خپل اعتراضات لرې کړي.

جی اي ایم د پاکستان او سیمې لپاره خطر دی

امنیتي شنونکو د دې اقدام هرکلی وکړو او ویې ویل چې دا به د سیمه ایزو هیوادونو سره مرسته وکړي چې د سیمه ییزې اورپکۍ او ترهګرۍ د ګواښ سره مقابله وکړي.

حبيب الرحمان، چې په لاهور کې يو څيړونکی دی او په پاکستاني افراطيانو تمرکز کوي، وویل، "چین د سخت نړيوال تنقيد سره هغه وخت مخامخ شوی وو کله چې یې په تور ليسټ کې د جی اي ايم د شاملولو مخه ونيوله.

رحمان پاکستان فارورډ ته وویل، دا پریکړه به په سيمه کې د تروريستي ګواښونو سره په مبارزه کې پاکستان، هند او افغانستان ته ګټه ورکړي.

هغه وويل، "دا هېوادونه په خپله خاوره کې د تروریزم له ګواښ سره مخامخ دي، او په تور لیسټ کې د اظهر د شاملولو لپاره نړیوال ملاتړ د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې اهميت لري."

د پاکستان امنيتي چارواکو وويل، جی اي ايم پخپله د پاکستان لپاره يو خطر دى.

د پاکستان امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "د منع شوي تحریک طالبان پاکستان ګڼ شمير کمانډرانو او غړو لکه عصمت الله معاویه، چې په پنجاب کې يې د ترهګريزې ډلې مشري کوله، او عدنان رشيد، چې یو مهم جنګيالی دی او د جيل په ماتولو کې ښکیل وو، د جی اي ايم غړي ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل، وویل، "پاکستان به سمدستي دا بندیزونه چې د جی اي ايم په مشر لګول شوي دي، عملي کړي لکه څنګه چې دا تل د ملګرو ملتونو په کيسونو کې کوي."

[د کراچۍ نه ضياء الرحمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چيرې ملګري ملتونه په کشمير کې د جيش محمد فعاليتونه نه خوښوي، نو آيا ملګري ملتونه دا خوښوي چې هند په کشمير کې څه کوي؟ او تر اوسه پورې ملګري ملتونو د کشمير د قرارداد په اړه څه کړې دي.

ځواب

آيا ملګري ملتونه په کشمیر کې د هندي پوځ تروریزم نه ویني ... دوی د ناټو او امریکا تروریزم نه ویني... دا څنګه ترهګري کيدې شي که چيرې مسعود اظهر د خپلو مسلم وروڼو لپاره جګړه کوي... لعنت دي وي په داسې ملګري ملتونو باندې ...

ځواب