جرم او انصاف

خیبرپښتونخواه پلان لري چې د 'آيس' کاروونکو لپاره سختې سزاګانې تصويب کړي

د عديل سعيد لخوا

په پیښور کې د آيس بيارغونې مرکز (آی آر سي) کې مريضان د اپریل په ۲۲ مه علاج ترلاسه کوي. [عدیل سعید]

په پیښور کې د آيس بيارغونې مرکز (آی آر سي) کې مريضان د اپریل په ۲۲ مه علاج ترلاسه کوي. [عدیل سعید]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت یوه بله مسوده منظور کړې ده چې هغه کسانو ته به د مرګ سزا ورکولی شي کوم چې د ۱ کلو ګرام نه زيات کرسټل میت لري.

د کابل له مخې، تمه کیږي چې د مخدره توکو سره مبارزه به د تروریزم سره په مبارزه کې مرسته وکړي. په افغانستان کې، د غير قانوني مخدره توکو او قاچاق وړونکو ٪۹۹ عايدات ترهګرو ته ځي.

صوبايي کابینې د اپريل په ۱۶ مه "د خیبر پښتونخواه د مخدره توکو د کنټرولولو مسوده ۲۰۱۹" منظوره کړه. تمه کيږي چې د خیبرپښتونخواه اسمبلي به د دې منظوري ورکړي.

د اطلاعاتو وزیر شوکت علی یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "د نوي قانون ... موخه دا ده چې په ځانګړې توګه په ځوانانو کې د میت د زیاتیدونکي استعمال مخه ونيول شي."

د آی آر سي پيښور ناروغان د اپریل په ۲۲ مه د مهارت روزنه ترلاسه کوي. [عدیل سعید]

د آی آر سي پيښور ناروغان د اپریل په ۲۲ مه د مهارت روزنه ترلاسه کوي. [عدیل سعید]

هغه وويل، دا مسوده د هغه کسانو لپاره د سختو سزاګانو وړانديز کوي کوم چې د کرسټل ميت د قاچاق کولو او يا د کرسټل ميت ("آيس") د کارولو له کبله محکوم شوي وي.

هغه وويل، دا د پنځوستو ګرامو آيس لرلو لپاره د دوو کالو قيد او يا جرمانه او يا د دواړو وړاندیز کوي.

يوسفزۍ وويل، غټ مجرمان د ۱ کلو ګرامه مخدره موادو د لرلو له کبله د مرګ سزا یا د تل عمر قيد، د ۵۰۰،۰۰۰ روپو (۳،۵۳۰ آمريکايي ډالره) يا د يو ميليونه روپو (۷،۱۵۰ آمريکايي ډالرو) پورې جرمانې سره، ترلاسه کولی شي.

دا مسوده د ځانګړو محکمو او د پولیسو يونټو جوړلو وړاندیز کوي چې په ځانګړې توګه د مخدره توکو سوداګر او قاچاق وړونکي په نښه کړي.

یوسفزۍ وویل، دا نوی قانون به قانون پلي کوونکو ته داسې وسیلې چمتو کړي چې د آیس شکمن سودګران او کاروونکي به ونیسي او محاکمه به يې کړي. هغه زیاته کړه چې د دې مخدره توکو نسبتاََ په دې وروستيو کې د راڅرګنديدو له کبله چارواکو توان نه لرلو چې د دې سره مبارزه وکړي.

د آيس سره مبارزه کول

د پاکستان د آيس بیارغونې لومړنی مرکز (آی آر سي)، چې په پيښور کې موقعيت لري، مدیر ډاکټر جواد حسین پاکستان فارورډ ته وویل، "دا پریکړه ... به زموږ د ځوانانو لخوا د آيس او نورو مخدره موادو د استعمال په مخنیوي کې ډیره ګټوره ثابت شي."

هغه وويل، د ځوانانو لخوا د آيس کارول په چټکۍ سره زياتيږي، او د آيس سوداګرانو په وړاندې په سختۍ سره اقدامات کول د حکومت لخوا پر ډير ښه وخت پرېکړه ده.

هغه وويل، د خيبر پښتونخواه حکومت په ټولنه کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو او د سختو قوانين په اړه جدي دی.

د حسین په وینا، په ټول هیواد کې د ۴۰۰ نه زیاتو روږدي کسانو تر هغه وخت راهيسې د آی آر سي نه ګټه ترلاسه کړې کله چې دا د جنورۍ په ۲۸ مه پرانيستل شو.

ډاکټر اعظم شعيب، چې د آی آر سي د بیا رغونې افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ توان لرو چې د ۱۰۰ ناروغانو علاج وکړو، اوسمهال شاوخوا ۸۰ کسان په دې مرکز کې داخل شوي دي."

شعيب وويل، ښځينه ناروغانو د آی آر سي څخه د درملنې غوښتنه کړې، خو دوی نورو مرکزونو ته لاړو، ځکه چې دا ښځينه کارکوونکي نه لري.

هغه وويل، وړانديز شوی قانون بايد د دسودګرانو د سپلایۍ لړۍ له منځه يوسي.

ډاکتر خالد مفتي، چې په پېښور کې د نفسياتو ډاکټر دی او د عبادت هسپتال، چې د نفسياتي بيمارو علاج کوي، ډايريکټر دی، په هيواد کې د نشه یي توکو د روږدي کسانو د شرحې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وويل، "آيس نشه ... په رواني روغتیا باندې ډير ناوړه اغیز لري، او د دې مخ پر زیاتیدو استعمال یوه جدي اندیښنه ده."

هغه وويل، "د خيبر پښتونخواه اسمبلي بايد دا مسوده منظوره کړي."

ماتې هیلې

هغه پاکستانيان چې د نشه يي توکو د ناوړه اغيزو له امله ځپل شوي دي، د دې قانون ملاتړ کوي.

په آی آر سي کې يو مريض، امجد الرحمان، ۳۰ کلن، وويل، د سوداګرو لپاره د سختو سزاګانو قانون ته ضرورت دی.

رحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "د آيس د کارولو اصلي لامل د هغې د اخیستلو آسانتیا ده." که چیرې حکومت غواړي چې خلک د آیس نه خوندي وساتي، نو دا باید د دې د سوداګرو په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي."

سالار خان، چې د پيښور اوسيدونکی دی او زوی یې په آی آر سي کې مريض دی، وويل، "زما زوی فرمان، ۲۴ کلن، د پیښور په مضافاتو کې په کارخانو (صنعتي بازار) کې د يو مزدور په توګه کار کولو."

خان پاکستان فارورډ ته وویل چې د هغه د آيس نشې نه يوازې هغه په جسماني توګه تباه کړو بلکې "د هغه لپاره زموږه امیدونه" يې هم دړې وړې کړل. هغه زیاته کړه چې د مخدره موادو سوداګر تر ټولو سختې سزا مستحق دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بده مرغه د نشه يي توکو د سوداګرو په وړاندې جدي عمل نه اخیستل کيږي.

ځواب