ټولنه

پاکستاني فعالین د ماشومانو سره د ناوړه چلند په وړاندې په کمپاین کې د زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي

د جاويد خان لخوا

ماشومان په یو ځايي سکول کې د تير دسمبر په میاشت کې په پیښور کې په يوې مزاحيه خاکه کې برخه اخلي. حکومت د فبرورۍ په میاشت کې يو کمپاين پيل کړو چې د ماشومانو سره د ناوړه چلند په اړه عامه پوهاوی رامنځته کړي. [جاوید خان]

ماشومان په یو ځايي سکول کې د تير دسمبر په میاشت کې په پیښور کې په يوې مزاحيه خاکه کې برخه اخلي. حکومت د فبرورۍ په میاشت کې يو کمپاين پيل کړو چې د ماشومانو سره د ناوړه چلند په اړه عامه پوهاوی رامنځته کړي. [جاوید خان]

پيښور -- د ماشومانو مدافع وکیلان وایي چې د پاکستان حکومت باید د ماشومانو سره د ناوړه چلند په اړه د پوهاوي لوړولو او همدارنګه د سختو قوانینو پلي کولو په برخه کې خپلې هڅې زياتې کړي.

د بشري حقونو وزارت د فبرورۍ په میاشت کې په تلویزیون، راډیو او په ورځپاڼو کې او همدارنګه په سیمینارونو کې د ماشومانو سره د ناوړه چلند په اړه د پوهاوی کمپاین پیل کړو.

هغه ماشومان چې د ناوړه چلند او محرومۍ ښکار شوي وي، ډير زيات امکان لري چې د افراطي ګروپونو او د افراطي او جنایي ډلو د استخدام کوونکو په لاس ورشي، چې دا د ناوړه چلند په نورو ممکنه منفي پایلو کې يوه پايله ده.

ارشد محمود، چې په پیښور کې د ماشومانو د حقوقو فعال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په ماشومانو او والدينو کې د پوهاوي د رامنځته کولو لپاره د حکومت لخوا په ټي وي باندې اشتهارات یو ډير ښه نوښت دی، که څه هم، دا ساحه باید پراخه شي چې په بنيادي کچه او د پاليسۍ جوړولو په کچه ټول همکاران په دې کې بوخت کړي."

ماشومان د جنورۍ په ۹ مه په لاهور کې د سيند په څنګ کې په یوه کشتۍ کې لوبې کوي. [عارف علی/ای ايف پي]

ماشومان د جنورۍ په ۹ مه په لاهور کې د سيند په څنګ کې په یوه کشتۍ کې لوبې کوي. [عارف علی/ای ايف پي]

محمود حکومت ته يو ملي کمپاين وړاندې کړی چې "د ماشومانو سره د ناوړه چلند خلاف پاکستانيان" (پاکا) په نامه ياديږي، دا د مدنې ټولنې سازمانونو او بشري حقونو وزارت يو ګډ کمپاین دی.

محمود وويل، دا کمپاین "باید په صوبايي ادارې، د خیبر پښتونخواه د ماشومانو د خوندیتوب او د هوساینې کميشن، د سيند د ماشومانو د ساتنې اداره، د پنجاب د ماشومانو د ساتنې او د هوساينې اداره او د بلوچستان د ماشومانو د ساتنې کمیشن په ګډون، په دې کې شامل کړي."

هغه وويل، "دا باید په ټول هېواد کېد ماشومانو د خوندیتوب سیسټم په پیاوړتیا کې مرسته وکړي."

هغه زياته کړه، دا کمپاین، چې یوازې په راډیو او تلویزیون باندې په اردو ژبه کې خپریږي، باید ټولې ملي او ځايي ژبې استعمال کړي.

'ظالمانه شمېرې'

ساحل، چې په پاکستان کې د ماشومانو د حقوقو يو سازمان دی، په يو راپور کې، چې د 'ظالمانه شميرې' په نامه ياديږي، وويل، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نیمايۍ کې، په ټول پاکستان کې په ورځپاڼو کې د ماشومانو سره د ناوړه چلند ۲،۳۲۲ کيسونه راپور شول."

په ټول ۲۰۱۸ کال کې، ساحل ۳،۸۳۲ کسيونه وموندل، چې دا په ۲۰۱۷ کال کې ۳،۴۴۵ ول. په دې کيسونو کې پنځه پنځوس فيصده قربانیان جينکۍ وې.

د جنسي تیري په ډيرو کيسونو کې چې ماشومان په کې شامل وي، د قانون پلي کونکي ادارو چارواکي وایي چې قربانیانو زياتره تورن کسان پيژندل.

حکومت دا وروستۍ هڅې وروسته له هغې پيل کړې کله چې احتجاج کوونکو د ګلګت بلتستان په وادي اشکومان کې د فبرورۍ ۱۶ مه د ۱۴ کلن ديدار حسین سره د ناوړه چلند کوونکي او قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه.

دیدار، چې د اووم جماعت زده کونکی وو، وتښتول شو، د هغه سره بد کاري وشوه او ووژل شو او د هغه لاش سیند ته وغورځول شو. پوليسو د دې کيس په تړاو اته شکمن کسان ونيول، خو مظاهره کوونکو ادعا وکړه چې اصلي شکمن کس لا تر اوسه پورې نه دی نيول شوی.

دا په هغه یو څو کيسونو کې دی چې په دې وروستيو کې راپور شوي چې د ماشومانو سره په کې بدکاري ترسره شوه او ووژل شول.

په فبروري ۲۰۱۸ کال کې، يو عدالت محمد عمران ته د مرګ سزا واوروله چې د پنجاب صوبې په قصور کې يې د زینب فاطمې آمین او اوو نورو جينکو سره بدکاري کړې وه او وژلې يې وې.

هغه د تير اکتوبر په میاشت کې اعدام شو.

د لوړې کچې دې کيس زياتې مظاهرې رامنځته کړې او غوښتنه يې وکړه چې حکومت او ټولنه باید د دې خطر په مخه نيولو کې خپل لوی رول ولوبوي.

قوي قوانین

د بشري حقوقو وزیرې، شیریں مزاري، وویل، وګړي باید پوه شي چې د ماشومانو سره ناوړه چلند کور ته نږدې رامنځته کيدی شي.

هغې په اسلام آباد کې د فبرورۍ په مياشت کې د کمپاين پرمهال وويل، "د ماشوم سره ناوړه چلند په کور کې دننه رامنځته کيدی شي، او ماشوم د نږدې خپلوانو او ګاونډيانو لخوا د ناوړه چلند سره مخامخ کيدی شي."

هغې زياته کړه، ماشومان بايد پوهه شي چې څنګه يو کس د ناسم لاس وروړلو نه منع کړي او نږدې لويان خبر کړي که چيرې داسې پيښه رامنځته شي.

د بشري حقونو وزارت د بشري حقونو سرغړونو، چې په دې کې د ماشوم سره ناوړه چلند شامل دی، په اړه د راپور ورکولو لپاره د مرستې کرښه - ۱۰۹۹ -- تاسیس کړې ده. هغې زياته کړه، حکومت د ماشومانو د ساتنې کميشن هم جوړوي.

عمران ټکر، چې په پيښور کې د ماشومانو د حقوقو فعال دی، وويل، په داسې حال کې چې د پوهاوي کمپاين يو مهم ګام دی، "پياوړي" اقدامات اړين دي چې کوچنيان له ناوړه چلند نه خوندي وساتل شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په خيبر پښتونخواه او د پاکستان په نورو برخو کې د خیبرپښتونخواه د ماشومانو د ساتنې او هوساینې قانون ۲۰۱۰ لاندې د ماشومانو د خوندیتوب پیاوړی سیسټم او نور قوانين ضروري دي."

ټکر وويل، "د مخنيوي او غبرګون سيسټمونه دواړه مهم دي او په صوبو کې د قانون له مخې تاسيس کيدی شي."

هغه زياته کړه، د ټولنې مشران، سيمه ايز استازي او امام خطيبان د پوهاوي د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبولی شي چې څنګه ماشومان د ناوړه چلند نه خوندي وساتي.

عالمزيب خان، چې په پېښور کې په يو پريوايټ کمپنۍ کې کارکوونکی او د څلورو ماشومانو پلار دی، وویل، ټول والدين باید د پوهاوي په خپرولو کې مرسته وکړي او د کوچنيانو سره د ناوړه چلند کوونکو لپاره د سختو سزاګانو لپاره هڅې وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "ما ټولو خپلو ماشومان ته ويلي دي چې په کورنۍ کې، په کوڅه کې او يا په بل ځای کې هيڅ يو کس ته اجازه ور نه کړي چې هغوی ته په غير اخلاقي توګه لاس واچوي."

هغه وويل، هغه د بشر د حقونو وزارت پيغام خپلو ملګرو ته استولی چې خپلو ماشومان ته درس ورکړي چې څنګه يو د نامناسب چلند کولو نه منع کړي.

هغه وويل، "والدين او ښوونکي بايد خپلو ماشومانو ته تعليم ورکړي، په داسې حال کې چې حکومت بايد پوهاوی رامنځته کړي او د مجرمانو لپاره سخت قوانين معرفي کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مقاله زما واقعي خوښه شوه.

ځواب