امنیت

طالبانو او د داعش جګړمارو په افغانستان کې د يو بل کورونه وسوځول

د خالد زيري لخوا

د کونړ صوبې په وټه پور ضلع کې په قورو سیمه کې د اپريل په ۱۱ مه لوګي پورته کیږي، په داسې حال کې چې طالب وسله وال د داعش د غړو کورونه سوځوي. [خالد زېري]

د کونړ صوبې په وټه پور ضلع کې په قورو سیمه کې د اپريل په ۱۱ مه لوګي پورته کیږي، په داسې حال کې چې طالب وسله وال د داعش د غړو کورونه سوځوي. [خالد زېري]

کونړ -- د طالبانو غړو د افغانستان په کونړ صوبه کې په وټه پور ضلع کې د داعش د جنګیالیو کورونه د دغه ترورريستي ډلې لخوا د ورته عملونو په ځواب کې وسوځول.

د کونړ ګورنر وياند غني مصمم سلام ټايمز ته د اپريل په ۱۰ مه وويل، د داعش جنګیالیو د طالبانو د غړو کورونه وروسته له هغې وسوځول کله چې د دواړو ډلو تر منځ یو لړ خونړۍ جګړې رامنځته شوي، په ځواب کې طالب جنګياليو په تيرو اتو ورځو کې د داعش غړو تقريباََ ۱۰ کورونو ته اور ولګوو.

هغه زیاته کړه، طالب جنګیالي "د داعش د جنګیالیو د کورونو نه ښځې او ماشومان اوباسي او کورونو ته یې اور لګوي."

مصمم وویل، د داعش د غړو نه پاتې شوي ښځې او ماشومان په دغو کلیو کې د خپلوانو او ګاونډیانو سره اوسېږي، په داسې حال کې چې یاغیان تښتيدلي دي.

بې ځايه کيدونکي کورنۍ

د وټه ضلعې ګورنر عبدل واحد ساپي سلام ټایمز ته وویل، "تقريباََ ۲،۰۰۰ کورنۍ د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې له امله بې ځایه شوي ديِ."

هغه وويل، "په بې ځايه شويو کورنيو کې ځينې د داعشي جنګياليو ماشومان او ښځې دي چې کورونه يې طالبانو وسوځول."

رحمت الله، چې د صوبې په مرکز اسد آباد کې د قورو کلي نه شګۍ ته تښتيدلی وو، وویل، "مونږ نه د طالبانو سره وو او نه د داعش سره، خو کله چې مونږ په خپلو چار چاپيره حالاتو پوهه شو، نو مونږ ته معلومه شوه چې مونږ هلته ژوند نشو کولی."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "مونږ مازیګر د سیمې نه راووتو او د شپې شګۍ ته راورسېدو. دلته مونږ د یو خپلوان سره اوسېږو." "مونږ هر څه په کور کې پرېښي دي ځکه چې مونږ د خپل ژوند ژغورلو لپاره راوتو. حکومت له پکار ده چې زمونږ سره مرسته وکړي."

هغه زیاته کړه، "وټه پور ضلعې ته یو شمېر نوي کسان راغلي، خو په دوی کې ډير هغه کسان دي کوم چې مخکې له طالبانو سره ول، او اوس د داعش سره دي. هغه کسان چې د داعش سره ول اوس د طالبانو سره کار کوي."

"د هغوی نومونه بدلېږی، خو دوی هم هغه ورته خلک دي. خو دې مونږ تباه کړي يو."

ورور د ورور خلاف

رحمت الله همدرد، چې په وټه پور ضلعې کې د کتار کلي يو اوسيدونکی دی، وويل، د دوو ترهګريزو ډلو تر منځ جګړه په اصل کې د کورنۍ غړي د يو بل په وړاندې ودروي.

همدرد سلام ټايمز ته وويل، "په کتار کلي کې دوه وروڼه دي: يو د داعش جنګيالی دی، او بل طالب جنګيالی دی."

هغه وويل، "هغه ورور چې د طالبانو سره کار کوي چې په يو بل ځای کې ځای پر ځای شوی، په داسې حال کې چې طالبانو د هغه د ورور کور ته اور ولګولو چې د داعش سره کار کوي."

همدرد وویل، "خو تر اوسه پورې نيغ په نيغه جګړه نه ده پيل شوی، خو نښې نښانې ښيي چې يوه خونړۍ جګړه رامنځته کيدی شي." هغه زياته کړه، "داعش جنګياليو چپه دره ضلعې ته منتقل شوي، او د طالبانو سره په جګړه کې بوخت دي."

همدرد وویل، "خو طالبان دلته په وټه پور ضلع کې د هغوی کورونو ته اور لګوي. کله چې دوی [د داعش جنګیالي] بېرته راشي، کېدی شي چې هغوی د طالبانو کورونو ته اور لګوي حتی په داسې حال کې چې خلک په کې دننه موجود وي."

نصير احمد، چې د شمیرکوټ کلي يو اوسېدونکی دی، وویل،‌ د طالبانو او داعش تر منځ تاوتریخوالی خپريدی شي.

احمد سلام ټایمز ته وویل،‌ "ډېرې کورنۍ د خپلوانو په کورونو کې ځای پرځای شوي دي،‌ دلته کې حالات خراب دي."

هغه وویل، "زما کورنۍ او زه هم ويره لرو ځکه چې زمونږ ځینې خپلوان په کتار کلي کې اوسېږي، او که چيرې جګړه پيل شي، نو دا به مونږ ته هم را ورسېږي."

د کونړ ګورنر ویاند مصمم وویل، افغان امنیتي ځواکونه به ژر د طالبانو او داعش پر ضد پوځي عملیات پیل کړي.

هغه زیاته کړه، "زمونږ ځواکونه د هغه پټنځایونه په ګوته کولو کې بوخت دي چيرته چې داعش او طالبان په دغه لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي چې په هغوی باندې ميزايلونه خلاص کړي."

هغه وويل، "موږ هم د بشپړ پوځي عملياتو لپاره پلان لرو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امريکه څه کوي، څوک ځان د دنیا نمبر ۱ طاقت ګڼي او په خپله يې سوله راوستې ده او ترهګرۍ ته يې مات ورکړی دی؟؟؟

ځواب