امنیت

د امنيت له ښه کيدو سره کراچۍ په پرمختيا تمرکز کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د اپریل په ۳ مه په کراچۍ کې په يو انډرپاس باندې د رغونې کار روان دی. [ضیاء الرحمان]

د اپریل په ۳ مه په کراچۍ کې په يو انډرپاس باندې د رغونې کار روان دی. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د پاکستان حکومت پلان لري چې د کراچۍ په پرمختيا باندې تمرکز وکړي وروسته له هغې چې د تاوتریخوالو ډلو په وړاندې مبارزې په سیمه کې امنیت ښه کړی.

وزير اعظم عمران خان د مارچ په ۳۰ مه کراچۍ ته د يوې دورې په دوران کې د دغه ښار د پرمختيا لپاره د ۱۶۲ ميليارده روپو (۱.۱۵ ميليارده آمريکايي ډالره) د مختص کولو اعلان وکړو، چې دغه فنډونه به زياتره په عامه ټرانسپورټ او د اوبو برابرولو په پروژو باندې لګول کیږي.

خان د کراچۍ د بدلون کميټۍ د يوې غونډې مشري وکړه او ويې وويل، "دا مناسب وخت دی چې د کراچۍ لپاره يو ستر پلان جوړ کړو او د ښار حدود وټاکو." ګورنر عمران اسماعيل او نور حکومتي چارواکي په دغه غونډه کې موجود ول.

خان وويل، "تر څو چې کراچۍ پرمختګ نه وي کړی، هېواد مخکې نه شي تلې." "ټول هېواد ځپل شوی و ځکه چې د کراچۍ پرمختګ د خراب امنیتي وضعيت له کبله په ځای ولاړ وو."

وزير اعظم عمران خان د مارچ په ۳۰ مه په کراچۍ کې د يو پارک د جوړلو پرانيسته کوي. [د سيند ګورنر هاوس]

وزير اعظم عمران خان د مارچ په ۳۰ مه په کراچۍ کې د يو پارک د جوړلو پرانيسته کوي. [د سيند ګورنر هاوس]

وزير اعظم وويل، د دې ښار د ستونزو د حل لپاره دا يو ستر پلان ته اړتيا لري.

د خان په وینا، په پرمختیایي پلان کې ۱۸ پروژې شاملې دي، چې ۱۰ په کې د عامه ترانسپورت سره تعلق لري او ۷ د اوبو لپاره وقف شوي دي.

د بريالي مبارزې نه وروسته ، په پرمختګ تمرکز کول

سياسي شنونکي او اوسيدونکي وايي، دا وخت په کراچۍ کې د سترو پرمختیایي پروژو لپاره مناسب دی چې اوس په سیمه کې د مختلفو تاو تریخوالي د ډلو په وړاندې د حکومت هڅې بریالي شوي دي.

د قانون پلي کوونکو او امنیتي ادارو لخوا د پنځو کالو هڅو کراچۍ د دې حالت نه آزاده کړې چې دا د فرقه واريت، توکمیز او د ډله ايزو جګړو مرکز وو.

ثاقب صغير، چې يو ژوناليسټ دی او په ښار کې د امنیتي چارو په اړه راپور ورکوي، وویل، د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا د ترسره شوي عملیاتو له امله په ښار کې ثبات رامنځته شوی دی.

صغیر پاکستان فارورډ ته وویل، "د طالبانو وسله وال، جنایي ډلې، فرقه ایزي ډلې او د نسلي او سياسي پارټو وسله والې څانګې په تېرو پنځو کلونو کې دړې وړې شوي دي."

د ښار د تاوتريخوالي له خوا د ځپل شويو سيمو ټاکل شوي چارواکي وايي چې پرمختيايي پروژې مهمې دي چې د کراچۍ سره مرسته وکړي چې هغه زيان کم کړي کوم چې پخوا د وسله والو ډلو له خوا ترلاسه شوی وو.

ابو بکر بلوچ، چې د لياري، چې مخکې د تاوتريخوالييو تود مرکز وو، نه يو کونسلر دی، وويل، حکومت له پکار ده چې د لیاري نيبرهوډ پرمختیایی اړتیاوو ته پاملرنه وکړي ځکه چې خلکو په سيمه کې د قانون پلي کوونکو ادارو سره د ترهګرو په وړاندې ملاتړ کړی وو.

هغه د وزيراعظم لخوا د ښار لپاره د پرمختیایي بودیجې د اعلان ستاينه وکړه.

بلوچ پاکستان فارورډ ته وویل، "د پرمختیايي پروژو پلي کولو او د مدني مسلو، لکه د اوبو برابرول، حل کولو له لارې، موږ د اورپکۍ اصلي علتونه ختمولی شو."

د همکارانو ملاتړ

په ښار کې مختلفو همکارانو، د ښاروالۍ مشرانو او د مدنې ټولنې فعالینو په ګډون، هم د خان د اعلان ستاينه وکړه او ویې ویل چې دوی به د دولت د هڅو ملاتړ وکړي.

د کراچۍ مير، وسیم اختر، وویل، په ښار کې د پراختیایي پروژو د پیلولو لپاره دا فنډونه خورا مهم دي.

اختر پاکستان فارورډ ته وویل، "د کراچۍ یو شمېر مدني مسلې به د وزير اعظم د پيکيج له لارې حل شي."

هغه وويل، اوس هم، دا پیسې د کراچۍ د ټولو ستونزو حلولو لپاره کافي نه دي، چې په چټکۍ سره وده کوي.

نصرت وحيد، چې د واک لرونکي پاکستان تحریک انصاف پارټۍ نه د پارلمان غړي ده، وويل، د کراچۍ اوسېدونکي د پراختیایی پلانونو نه خوشحاله دي.

نصرت پاکستان فارورډ ته وویل، "که څه هم کراچۍ له ډیرو چيلنجونو سره مخامخ ده، خو د وزیراعظم مختص شوي فنډونه به د ترانسپورت او اوبو او د نکاسۍ په اساسي مسلو حل کولو کې مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500