دین

د يوې پيړې راهيسې د مسلمانې کورنۍ لخوا د کليسا خدمت کول د پاکستان بين المذاهب هم آهنګي په ګوته کوي

د عديل سعيد لخوا

تاریخي سینټ میتهيو چرچ، چې په ۱۹۱۴ کال کې په ایبټ آباد ضلع کې د برتانیانو لخوا جوړ شوی وو، د مارچ په ۳۱ مه په دې انځور کې ليدل کيدی شي. [عدیل سعید].

تاریخي سینټ میتهيو چرچ، چې په ۱۹۱۴ کال کې په ایبټ آباد ضلع کې د برتانیانو لخوا جوړ شوی وو، د مارچ په ۳۱ مه په دې انځور کې ليدل کيدی شي. [عدیل سعید].

پیښور -- د خیبر پښتونخواه په ایبټ آباد ضلع کې یوه مسلمانه کورنۍ، تقریباََ د یوې پیړۍ راهيسې د عیسايانو د چرچ د ساتونکي په حيث دنده ترسره کړې ده، چې د مختلفو عقیدو پاکستانانو ترمنځ بين المذاهب هم آهنګي، زغم او مذهبي درناوی په ګوته کوي.

وحید مراد، چې ۴۰ یا څه د پاسه ۵۰ کاله عمر لري، د خپلې کورنۍ دریم نسل سره تعلق لري چې د ایبټ آباد په غريزه سيمه نتهياګلي کې د سینټ میتهيو چرچ خدمت او ساتنه کوي.

دا تاریخي کليسا د سیلانیانو لپاره کشش لري چې د دغه سيمې څخه ليدنه کوي ځکه چې دا يوه شانداره ودانۍ او چوبكاري لري.

مراد د مارچ په ۳۱ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۱۹۱۴ کال کې، سینټ میتهيو چرچ جوړ شو او د څو کلونو وروسته زما نیکه، محمد حسین، د دغه عبادت ځای ساتل پیل کړل."

وحید مراد، چې په نتهیاګلي کې د سینټ ميتهيو چرچ ساتونکی دی، د مارچ په ۳۱ مه واوره لرې کوي. [عدیل سعید].

وحید مراد، چې په نتهیاګلي کې د سینټ ميتهيو چرچ ساتونکی دی، د مارچ په ۳۱ مه واوره لرې کوي. [عدیل سعید].

وحید مراد د مارچ په ۳۱ مه په نتهيا ګلي کې په سینټ میتهيو چرچ کې دننه د معمول مطابق صفايي کوي. [عدیل سعید]

وحید مراد د مارچ په ۳۱ مه په نتهيا ګلي کې په سینټ میتهيو چرچ کې دننه د معمول مطابق صفايي کوي. [عدیل سعید]

هغه وویل، "زما نیکه دا موقع لرله چې په يوې مهمان خانه کې کار وکړي، خو هغه کلیسا غوره کړه."

د هغه نيکه د ۳۵ کلونو لپاره د دغه چرچ خدمت وکړو، او د هغه له مړينې وروسته، د مراد پلار، شکروخان دغه دنده په لاس کې واخيسته.

مراد وويل، "زما پلار د دغه تاريخي کليسا خدمت د ۴۵ کلونو لپاره وکړو، او ما د تېرو ۱۷ کالو راهيسې د هغه په ځاى خدمت کړى دى." "زموږ د کورنۍ ټول خدمت تقريباََ ۹۷ کلونه دی."

مراد وويل چې د هغه کور په ملاچ کلي کې تقريباََ ۶ کيلومټره لرې دی، خو هغه په باقاعدګۍ سره د کليسا د پاکولو، د خاورې لرې کولو، د ګلونو چمتو کولو لپاره سفر کوي او حتی هغه زنګ هم وهي.

هغه وویل، "په نتهياګلي کې ځایی عیسایان نشته، خو زه په منظمه توګه دې کلیسا ته سفر کوم چې د عبادت کوونکو لپاره یې خلاص وساتم."

کلیسا ته راتلونکي زياتره کسان سیلانيان دي -- دواړه عیسايان او مسلمانان -- چې د اوړي په موسم کې نتهياګلي ته راځي.

په داسې حال کې چې د سينټ میتهيو چرچ پادري د اوړي په موسم کې د دريو میاشتو لپاره پاتې کيږي، خو يو مسلمان ساتونکی د کال په پاتې ورځو کې د دې مرکز ساتنه کوي.

د مسلمانانو او عیسایانو ترمنځ همغږي

مراد وویل چې هغه فخر لري چې د دې کلیسا خدمت وکړي ځکه چې هغه فکر کوي چې د عبادت د هر ځای باید د جومات په توګه درناوی وکړی شي،او دا به د هغه ماشومان وهڅوي چې د هغه له مړینې وروسته د کلیسا ساتنه وکړي.

ځايي او مذهبي مشران مراد او د هغه مشران ستایي چې په غريزه سيمه کې په سخت موسم کې دا ودانۍ په ډير ښه حالاتو کې ساتي.

محمد عمران، چې د نتهيا ګلي اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، دا د حیرانتیا خبره ده چې دا وينو چې "يو مسلمان د کلیسا د ساتونکي په توګه خدمت کوي، او دا زموږ د دین ریښتینی انځور په ګوته کوي، چې موږ ته د زغم او د نورو عقیدو د کسانو لپاره د درناوی ښودلو تعليم راکوي."

انجم تسليم، چې د پیښور چرچ ډايوسيز پراپرټيز منشي دی، هم د مراد د کورنۍ ستاينه وکړه چې د کليسا لپاره يې خپل عقيدت څرګند کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دې مسلمانې کورنۍ د عیسایانو ډیر ارزښتناک خدمت کړی دی، چې موږ یې منو او ستاینه يې کوو."

هغه وویل، "د مسلمانانو او عیسایانو د يو ځای اوسيدو نور مثالونه هم شتون لري. د تسليم له مخې، په ټهندياني کې يوه مسلمانه کورنۍ، چې په ايبټ آباد ضلع کې يوه بله غريزه سيمه ده، په ورته ډول د کلیسا خدمت کوي.

په پاکستان کې زغم

ډاکټر عبدل غفور، چې په پیښور ضلع کې پخوانی خطيب دی او په پېښور کې د پاکستان د نړيوالو مذهبونو شورا مهم غړی دی، وويل، د مسلمانو کورنیو لخوا د کلیساګانو لپاره دا ډول ساتنه د پاکستانيانو درناوی په ګوته کوي چې د ټولو دینونو لپاره يې لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د پاکستاني ټولنې یو ریښتینی انځور دی، چیرې چې د مختلفو عقیدو غړي له دوه اړخیزه همکارۍ او زغم سره ژوند کوي."

د ساتونکو کورنیو چلند د افراطيانو خلاف عمل دی چې په پاکستان کې یې عیسایان او د هغوی کلیساګانې په نښه کړي دي. د مثال په توګه، په پیښور کې په ټولو سينټس کلیساګانو کې په ۲۰۱۳ کال کې په دوو ځانمرګي بریدونو کې له ۱۲۰ څخه زیات عبادت کونکي وژل شوي ول.

هارون سراب ديال، چې په پیښور کې د هندوانو د ټولنې استازی دی او د پاکستان د نړيوالو مذهبونو شورا غړی دی، وویل، د تیر وختونو تاوتریخوالی باید د هیواد هم آهنګۍ ته زيان ونه رسوي چې په هيواد کې د مختلفو مذهبي عقیدو په پيروکارنو کې شتون لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا هم آهنګي د پاکستان د اتباعو "پیاوړي ارزښتونه او د ژوند د تيرولو طريقه په ګوته کوي، چې د هغوی شناخت د يو څو عناصرو د غلطو کړنو له کبله بدنام شوی دی."

د سیاحت ډير امکانات

هغه وويل، پاکستان د مذهبي سیاحت لپاره ډير امکانات لري ځکه چې په دې هیواد کې نه یوازې د اسلام بلکې د ټولو دینونو خورا مقدس ځایونه شتون لري. هغه زياته کړه، په ډيره اسماعيل خان کې د يو هندو مزار -- بابا شتي رام کوال -- په سیمه کې یو بل مثال دی -- چې دا يو دیني مرکز دی چې مسلمانانو يې د پیړیو راهیسې ساتنه کړې ده.

سربېره پردې، يو سیکھ ګردوارا او جومات په ایبټ اباد ضلع کې ګډه پوله لري، په داسې حال کې چې يو هندو مندر او کلیسا هم يو بل ته نږدې پراته دي.

د سراب ديال له مخې، په سهار کې، د ایبټ اباد ضلعې د ګردوارا ګالي سیمې خلک په جومات کې د آذان اواز، د کليسا د زنګ اواز او د مندر د بجن ( مذهبي سندرې) سره ويخيږي، چې یوه پیاوړي هم آهنګي او تنوع منعکس کوي چې د سيمې خلک يې په ګډه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډير ښکلی چرچ دی او په اوړي کې به دلته د هرې يکشنبې په ورځ عبادت ترسره کيدو. داسې ښکاري چې دا به تل ترسره کيدو او د دې د ښه ساتلو لپاره ډیره مننه.

ځواب

ډیر ښه ليکلو ته دوام ورکړئ عديل سعيد صاحب

ځواب