تروريزم

په سوریه کې د داعش نیول شوي جنګیالي خپل برخلیک ته انتظار کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د داعش نیول شوي جنګیالي په سوریه کې له پروسې څخه تېرېدلو ته انتظار کوي. [ارشیف]

د داعش نیول شوي جنګیالي په سوریه کې له پروسې څخه تېرېدلو ته انتظار کوي. [ارشیف]

باغوز، سوریه -- د نړۍ وال ایتلاف غړي، چې د داعش پر ضد یې جنګ وکړ، د ترهګرې ډلې د تش په نامه «خلافت» له پای ته رسېدلو څخه وروسته، په سوریه کې د زرګونو نیول شویو جنګیالیو د برخلیک په هکله خبرې اترې کوي.

د متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کېدونکو د سوریې دیموکراتیک ځواکونو جنګیالیو د شنبې په ورځ /د وري ۳ مه/ په باغوز کې خپل ژیړ بیرغ پورته کړ. دا د سیند پر غاړه یو لیرې پروت کلی دی چې د بېلابېلو هېوادونو تابعیت لرونکو پاتې جنګیالیو په کې وروستی بې ګټې مقاومت وکړ.

کوردانو د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ د داعش د مشکوکو غړو د محاکمه کولو لپاره په دغه هېواد کې د یوې نړۍ والې محکمې د جوړولو غوښتنه وکړه.‌

د سوریې کوردي ادارې وویل، «مونږ په نړۍ واله ټولنه غږ کوو چې په شمال لوېدیځه سوریه کې یوه ځانګړې نړۍ واله محکمه جوړه کړي چې ترهګر محاکمه کړي،»

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) جنګیالي د وري په ۴ مه د سوریې په باغوز کې له خپل غوړېدلي بیرغ سره نژدې د بریا نښه ښیي. [جوسیپ کسیکي/ای اېف پي]

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) جنګیالي د وري په ۴ مه د سوریې په باغوز کې له خپل غوړېدلي بیرغ سره نژدې د بریا نښه ښیي. [جوسیپ کسیکي/ای اېف پي]

هغوی په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې توګه، «کېدای شي چې محاکمې په منصفانه توګه او د نړۍ وال قانون او د بشري حقونو د کنوانسیونونو او منشورونو په اساس ترسره شي».

خو متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د داعش د افراطیانو د محاکمه کولو لپاره د نړۍ والې محکمې جوړول نه غواړي او له هېوادونو څخه یې وغوښتل چې خپل اتباع بېرته ور واخلي.‌

د سوریې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي جېمز جېفري په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «لومړیتوب دا دی چې په هېوادونو باندې فشار وارد شي چې خپل اتباع چې ښایي جرمونه یې ترسره کړي وي یا نه وي، بېرته ور واخلي،»

هغه وویل، «که هغوی هڅه وکړي، کولی شي چې دا معامله ترسره کړي،»

د موجودو اختلافاتو له پام کې نیولو پرته، د متحدینو هدف سره ورته دی: چې وګوري چې د داعش جنګیالي د خپلو جرمونو سزا وویني.

په زرګونو بندیان

داعش په ۱۳۹۳ کې د سوریې او ګاونډي عراق په یوه پراخه ځمکه کې چې هغوی په کې دولت ته ورته یو سیستم اعلان کړی وو، په میلیونو اوسېدونکو باندې له خپلې خوا د اسلام یوه وحشیانه بڼه تحمیل کړې وه.

دغه افراطیان د ډله ییزو اعدامونو، تښتونو او جنسي تېریو په شمول د ډېرو جنایتونو په ترسره کولو باندې تورن دي.

اېس ډي اېف له څلورو کالو څخه ډېره موده کې، چې هغوی د جهادیانو پر وړاندې جنګ کاوه، د خواوشا ۱۰۰۰ خارجیانو په شمول په زرګونو مشکوک داعشي جنګیالي نیولي دي.

په داسې حال کې چې مشکوک داعشي جنګیالي په جېلونو کې اچول شوي،‌ هغه ښځې او ماشومان چې له یادې ډلې سره د ارتباط لرلو تور پرې لګېدلی دی، د بې ځایه شویو لپاره د کوردانو له خوا جوړو شویو کمپونو کې ځای پرځای شوي دي.‌

د کوردانو ویاند لقمان احمي د یوې اونۍ مخکې ارقامو په یادولو سره د دوشنبې په ورځ وویل، د ۶۵۰۰ ماشومانو په شمول له ۹۰۰۰ څخه ډېر خارجیان د ال حول په لوی مزدحم کمپ کې ساتل کیږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پکار ده چې دوی ووژل شي، دوی د رحم مستحق نه دي.

ځواب

دوی باید په بې رحمۍ سره ووژل شي، هم هغه شان څنګه چې دوی بې ګناه خلک وژلې وو، د دې نه علاوه به بله دومره ښه موقع نه وي چې د يزيد پاتې کسان ووژل شي.

ځواب

دا ترهګر بايد معاف نه کړی شي. پکار ده چې د دوی محاکمه وکړی شي او پکار د ه چې دوی ته د خپلو جرمونو سزا ورکړل شي.

ځواب

هو، زما ستاسو مقاله خوښه شوه. خو د دې جنګيالي داعش سازمان ټولو غړو ته بايد پهانسي ورکړل شي ځکه چې دوی بې ګناه شيعه ګان او سني خلک وژلي دي او د هغوی وينه يې توی کړې ده. هغوی به بيا ترهګري ترسره کري که چيرې دوی خوشې کړې شول او دوی به بيا بې ګناه وګړي ووژني، نو پکار ده چې د دوی سرونه پرې کړې شي.

ځواب