اقتصاد

په پيښور کې د ګلونو کاروبار د سولې راتلو سره بيا وده کوي

د سيد انصار عباس لخوا

کارکوونکي د مارچ په ۱۰ مه په پیښور کې د تازه ګلونو هارونه جوړوي. [سید انصارعباس]

کارکوونکي د مارچ په ۱۰ مه په پیښور کې د تازه ګلونو هارونه جوړوي. [سید انصارعباس]

پیښور -- د سولې بیا بحالۍ سره، خلک هڅه کوي چې پیښور "د ګلونو په ښار" کې بدل کړي، چې د دوی مقاومت ښیي په داسې حال کې چې يو ځل دا سيمه د "د بمونه ښار" په نامه پیژندل کیده.

بزګران اوس په بازید خېل، سلیمان خېل، باړه شیخان، شهاب خیل سیفان، ماشوخیل او شیخ محمدي کليو کې په خپلو پټو کې په کار بوخت دي.

دوی خپلې توکي د ښار د ګلونو مرکزي بازار او همدارنګه د خیبر پښتونخواه (کی پي) او هيواد نورو برخو ته وړي.

بزګران مختلف قسم ګلونه لکه ميخکونه، زرګل، چمبيلي او سور ګل کري چې مختلف قسم خوشبو او رنګونه لري چې د ودونو او نورو پروګرامونو لپاره مناسب وي.

فرقان الله، ۱۳ کلن، د فبرورۍ په ۱۷ مه په پیښور کې ګلونه راټولوي. [سید انصار عباس]

فرقان الله، ۱۳ کلن، د فبرورۍ په ۱۷ مه په پیښور کې ګلونه راټولوي. [سید انصار عباس]

دوه وروڼه، فرقان الله (ښي اړخ ته) او لقمان الله، د فبرورۍ په ۱۷ مه په بازید خیل کلي کې ګلونه راټولوي. [سید انصار عباس]

دوه وروڼه، فرقان الله (ښي اړخ ته) او لقمان الله، د فبرورۍ په ۱۷ مه په بازید خیل کلي کې ګلونه راټولوي. [سید انصار عباس]

هغه کلي چیرې چې ګلونه کرل کیږي، پېښور ښار ته څېرمه د قبایلي سیمو د سرحدونو سره نږدې موقعیت لري، چې دا یوځل د ترهګرو مرکز وو او چيرته چې به د بمي چاودنو، د تاوان لپاره د تښتولو او د بهتې اخيستلو پيښې په منظمه توګه رامنځته کيدې.

'مونږ خوشحاله يو'

په سيمه کې د سولې بيا بحالۍ مطلب دا دی چې بزګران بيرته ښه روزي ګټلې شي.

حبيب الرحمان، ۵۲ کلن، چې د بازید خیل کلي اوسېدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ترهګرۍ، بمي چاودنو او په سیمه کې د قانون او نظم ناوړه وضعیت د ګلونو سوداګرۍ ته زيات زيان رسولی وو." "اوس موږ په خوشحالۍ سره ګلونه کرو او د پيښور رامداس بازار ته په منظم ډول ګلونو برابروو."

رحمان، چې د ۳۰ کالو راهيسې ګلونه کري، وويل، چې "هغه د ويرې پرته هره ورځ ۱،۰۰۰ روپۍ (۱۰ آمريکايي ډالره) ګټي."

د بازید خېل یو بل کروندګر، ظاهرالله، پاکستان فارورډ ته وویل، "د سيمې اوسيدونکي اوس په کاروبارونو او کارونو کې بوخت دي. ټول کال، هر څوک زمونږ په کلي کې د ګلونو پټي لیدلی شي."

هغه زياته کړه، "په دې کلي کې د سيمې د نورو کليو په پرتله په پراخه کچه ګلونه کرل کيږي."

ظاهر الله، چي مختلف قسم ګلونه کري، وويل، ترهګرۍ په سيمه ايزو کليو کې بې روزګاري رامنځته کړه، خو اوس زموږ د ګلونو سوداګري په اوج کې ده."

ظاهرالله پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ځل ما په ۲.۵ جریبه ځمکه باندې ګلونه کرلي دي. "یو ایکړ ځمکه په آسانۍ سره د ۵۰،۰۰۰ روپو (۵۰۰ آمريکايي ډالره) نه زياته ګټه ترلاسه کوي."

هغه وويل، "د ترهګرۍ په ورځو کې، هيڅ يو کس چمتو نه وو چې مرکزي مارکيټ او د پېښور نورو سترو هټيو ته د بمونو د ويرې له امله ګلونه چمتو کړي." "خو اوس هرڅوک مارکيټ ته په خوشحالۍ سره ځي."

سوله ايز وخت لګښتونه زياتوي

صحبت خان، چې په رامداس مارکيټ کې د ګلونو هول سيل ډيلر دی، وويل، د پېښور په شاوخوا کې کرل شوي ګلونه نه یواځې د خیبر پښتونخواه مختلفو برخو ته ليږدول کيږي بلکې په راولپنډۍ کې د بني چوک د ګلونو مارکيټ او په لاهور کې د شاهدره روډ د ګلونو مارکيټ او حيدر آباد ته هم چمتو کیږي.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "لږ تر لږه ٪۷۵ سیمه ایز ګلونه پنجاب ته ليږدول کیږي او ٪۲۵ په خیبرپښتونخواه کې پلورل کیږي."

د بازید خېل څخه احسان الله وویل، د هغه وخت راهسيې چې په سيمه کې سوله بيا بحال شوه، دې سوداګرۍ په منظمه توګه وده کړې ده. هغه خپله کورنۍ هم په دې کې بوخت کړې چې د دوی سره مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه ښه کاروبار کوم." "زما زامن فرقان الله، ۱۱ کلن، او لقمان الله، ۷ کلن، هم د سکول نه وروسته زما سره مرسته کوي او او د پټو نه ګلونه راټولوي."

احسان الله وویل، "په مارچ کې، سپرلی په پشپړ موج کې وي، او ټول کلی به ډیر ښکلی او رنګدار وي." "ځوانان به دلته په موټرسایکلونو راتلل چې د رنګارنګ ګلونو نه خوند واخلي، خو د تروریزم په ورځو کې، هیڅ يو کس د دې کار کولو په اړه فکر نه شو کولی."

د فياض خان لپاره، چې پېښور ته نږدې د ګلونو د پټي مالک دی، د ګلونو کرل هغه ته ګټه ورکوي ځکه چې په سوله ایز وختونو کې لګښت زياتيږي.

هغه وويل، "زه غواړم چې د غنمو او سبزيجاتو پر ځای ګلونه وکرم." "ګلونه ... په هماغه ورځ نغدي پیسې ګټي. زه په آسانۍ سره ۱۵۰۰ روپۍ (۱۵ آمريکايي ډالره) ګټم."

هغه وويل، "په بازارونو کې ګلونه ډيمانډ لري. دا په سوله کې ښه کاروبار دی، ځکه چې ګلونه خوشحالي رامنځته کوي. "هغه ورځې لاړې چې کله به د بمونو او ترهګرۍ له کبله د ګلونو لپاره بازار نه وو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غوره کيسه.

ځواب