ټولنه

په کراچۍ کې سپر ليګ د اورپکۍ لپاره يو شکست دی

د ضياء الرحمان لخوا

پولیس د مارچ په ۱۰ مه په کراچۍ کې د پي ايس ايل-۴ لپاره د سخت امنيت په ترڅ کې په چيک پوسټ باندې ساتنه کوي. [ضیاء الرحمان]

پولیس د مارچ په ۱۰ مه په کراچۍ کې د پي ايس ايل-۴ لپاره د سخت امنيت په ترڅ کې په چيک پوسټ باندې ساتنه کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ - د کرکټ په زرګونو مينه والو او چارواکو د شنبې په ورځ (د مارچ په ۹ مه) د کراچۍ په نيشنل سټيډيم کې په پاکستان کې د پاکستان سپر ليګ (پي ايس ايل-۴) د پيل په اړه جشن وکړو او د ښه امنيت په دوران کې يې نړيوالو لوبغاړو ته هرکلی وکړو.

په دې ميچ کې لاهور قلندرز او اسلام آباد يونايټیډ له يو بل سره مخامخ شول، په داسې حال کې چې اسلام آباد يونايټید بریا ترلاسه کړه.

د پي ايس ايل، ټي ټونټي، لومړي ۲۶ ميچونه په متحده عرب اماراتو کې ترسره شول. پاتې اته ميچونه به په کراچۍ کې ترسره شي.

کراچي کينګز د تير یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۰ مه) د کويټه ګليډي ايټر سره ميچ وکړو. په عين حال کې، لاهور قلندرز چمتو وو چې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۱ مه) د ملتان سلطانز سره لوبه وکړي.

د پي ايس ايل-۴ لوبغاړي د مارچ په ۹ مه په کراچۍ کې د لوبې کولو لپاره تياری کوي. [ضیاء الرحمان]

د پي ايس ايل-۴ لوبغاړي د مارچ په ۹ مه په کراچۍ کې د لوبې کولو لپاره تياری کوي. [ضیاء الرحمان]

فاينل ميچ د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) په کراچۍ کې ټاکل شوی دی.

نړیوال کرکټ راژوندی کول

د کرکټ چارواکو او شنونکو له مخې، د پي ايس ايل-۴ وروستني پړاو په پاکستان کې د نړیوال کرکټ امکانات لوړ کړي دي، چې د اوږدې مودې راهیسې ترهګرۍ يې مخه نيولې وه.

۴۰ بهرنيو لوبغاړو -- چې په دوی کې د آسټريليا پخوانې آلراونډر شين واټسن، د نيوزي لينډ اوسنې اوفنر کولین منرو او د ویسټ انډیز ستوري ډواين براوو، ډارین سیمي او کییرون پولارډ شامل دي -- د پي ايس ايل-۴ لپاره کراچۍ ته راغلل.

سميع الحسن، چې په کراچۍ کې د کرکټ بورډ (پي سي بي) يو چارواکی دی، وويل، بې شکه د پي ايس ايل ميچ به د نړیوال کرکټ د بيا بحالولو لپاره د هيواد چانسونو ته وده ورکړي."

حسن پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ خوشحاله یو چې بهرني لوبغاړي پاکستان ته د پي ايس ايل لپاره راځي، او دا به بې شکه زموږ سره مرسته وکړي چې په دې هيواد کې زيات نړیوال ميچونه ترسره کړو."

نړيوال کرکټ په پاکستان کې وروسته له هغې ختم شو کله چې په مارچ ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې په هغه بس باندې بريد وشو کوم چې د سریلانکا کرکټ ټیم وړلو. ترهګرو ۲۰ کسان ټپیان کړل، د سري لنکا د اوو لوبغاړو په ګډون، او اوه پاکستانیان يې ووژل.

پاکستاني چارواکو منع شوي لشکر جهنګوي (ايل اي جی) باندې تور ولګولو. د راپورونو له مخې، قاري اجمل، چې د دې پلان جوړوونکی وو، په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان په پکتيکا صوبه کې د افغان او ايتلافي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی وو.

د دغه ناوړه برید نه وروسته، پاکستاني ټیمونو به، چې د ټولو لوبو استازيتوب به يې کولو، په عمومي توګه په بهرني هیوادونو کې لوبې کولی. که څه هم، په ۲۰۱۴ کال کې پاکستاني چارواکو د وسله والو ډلو په وړاندې مبارزه پيل کړه چې په هيواد کې يې عادي حالات او د تروریزم په بریدونو کې د پام وړ کمی راوستو.

په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې، د کینیا او زمبابوې د کرکټ ټیمونو پاکستان ته سفر وکړو چې په هیواد کې د ښه امنیتي وضعيت يوه نښه وګڼل شوه.

بیا په ۲۰۱۷ کال کې، پاکستان د نړیوال کرکټ کوربه توب پیل کړو. په ماچ ۲۰۱۷ کال کې، په لاهور کې په قذافي سټیډيم کې د پي ايس ايل وروستۍ لوبه ترسره شوه. له هغې وروسته، د نړیوال کرکټ شورا د ورلډ ايليون ټيم، چې یوازې په بهرنيانو باندې مشتمل ټيم و، په سپتمبر ۲۰۱۷ کال کې په لاهور کې درې ميچونه ترسره کړل. سري لنکا هم په اکتوبر ۲۰۱۷ کال کې د ټي ټونټي نړیوال ميچ لپاره راستون راغلی و.

په ۲۰۱۸ کال کې، په کراچۍ او لاهور کې د پي ايس ايل-۳ ميچونه ترسره شول.

زيات امنیتي اقدامات

په کراچۍ کې، مرکزي سړکونه د رڼاګانو او د لوبغاړو تصوريرونو سره سينګار شوي دي. لوی بل بورډونه هم د هغه بهرنيو لوبغاړو تصويرنه لري چې د شپږو ټیمونو استازیتوب کوي.

په نيشنل سټيډيم کې، په نژدې مختلفو نيبرهډونو کې لوی سکرينونه نصب شوي چې د کرکټ مینه وال د لايو ميچونو نه خوند واخلي.

د کراچۍ کميشنر افتخار علي شلواني وویل، کراچۍ د کرکټ د مینه والو ښار دی.

شلواني پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۲۰۱۸ کال کې چې د ښار اوسيدونکو څنګه د نړیوال کرکټ هرکلی وکړو، د هغوی مینه په ګوته کوي."

د کراچۍ د پوليسو مشر ډاکټر امير شيخ وويل، د کراچۍ چارواکو د نيشنل سټيډيم دننه او بهر د ميچونو لپاره امنیتي تدابیر نیولي دي. پوليس د نړيوال معيارونو سره سم د پي ايس ايل لوبغاړو، بهرنيو استازو، نورو ميلمنو او کارکوونکو ساتنه کوي.

د سيند د پولیسو له مطبوعاتي اعلامیې له مخې، تقريباََ ۱۳۰۰۰ پولیس افسران، چې په دوی کې سينير پوليس افسران او ۷۰۰ ښځینه پولیس شامل دي، د پي ايس ايل-۴ د امنیت او د ټريفک د انتظام لپاره ځای پر ځای شوي دي.

شیخ پاکستان فارورډ ته وویل، د نړیوال کرکټ بیرته ستنیدل په پاکستان کې په ښه امنیت باندې د باور يو ثبوت دی، په ځانګړي توګه په کراچۍ کې.

شیخ وویل، "پاکستانیانو د څو کالو راهیسې په خپله خاوره کې بهرني کرکټران نه وو ليدلي، خو اوس د اورپکۍ د ماتې له امله پاکستان توان لري چې د سپورټ د سترو نړيوالو پیښو کوربه توب وکړي."

طفيل ستي، چې په کراچۍ کې د کرکټ مينه وال دی، وویل، "دا یواځې د پي ايس ايل-۴ ميچونه نه دي. دا د تاوتریخوالي ماته او د هیواد د وقار د بیابحاليدو خبره ده چې اوس د نړیوال سپورټ لوبغاړي د ويرې پرته هېواد ته راځي."

د ستي د وينا له مخې، ټول ښار د تېرو لسو ورځو راهيسې د پي ايس ايل-۴ جشن کوي، او کورنيو د نړيوالو لوبغاړو د تصويرانو سره تصويرونه اخلي. هغه زياته کړه،" داسې ښکاري چې په کراچۍ کې اختر وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا په پاکستان کې ښه پروګرام و ځکه چې د کراچۍ خلکو د خپلو کورنيو سره د دې نه خوند واخیست او د کرکټ د ميچونو له لارې تفریح کوي.

ځواب

رانا بلال

ځواب