د ښځو حقوق

پاکستانیانو په ټول هیواد کې له مارچونو سره د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د جاويد خان لخوا

ښځې په پيښور کې د مارچ په ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په عورت مارچ کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

ښځې په پيښور کې د مارچ په ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په عورت مارچ کې برخه اخلي. [شهباز بټ]

پیښور -- د ژوند د هرې طبقې پاکستانۍ ښځې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) په ټول هيواد کې سړکونو ته راووتل چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي.

دا مارچ د ښځو د نړیوالې ورځ په موقع ترسره شو.

په روان کال کې په عورت مارچ کې پیښور تر ټولو مخکې شو، په داسې حال کې چې په نورو ښارونو کې مظاهرې د ورځ په وروستيو کې ترسره شوې.

د مدني ټولنو فعالین، د رسنیو غړي، وکیلان، پخواني پارلماني غړي، سیاستدانان او د نورو شعبو میرمنو په دې مارچ کې برخه واخیسته، چې په پیښور پریس کلب کې پيل شو او پیښور ميوزیم ته نژدې په آرکایو هال کې پای ته ورسېدو.

ښځې په پيښور کې د مارچ په ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په عورت مارچ کې برخه اخلي [شهباز بټ]

ښځې په پيښور کې د مارچ په ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په عورت مارچ کې برخه اخلي [شهباز بټ]

پاکستانيان د مارچ په ۸ مه په کراچۍ کې په فرير هال کې د ښځو نړيواله ورځ لمانځي. [ضیاء الرحمان]

پاکستانيان د مارچ په ۸ مه په کراچۍ کې په فرير هال کې د ښځو نړيواله ورځ لمانځي. [ضیاء الرحمان]

ګډونوالو، چې پلی کارډونه او بینرونه يې له شعارونو سره لرل، د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو لپاره د مساوي حقونو، د ښځو په وړاندې د ځورنې او تاوتریخوالي ختمولو او د ښځو لپاره په زيات تعليم او روغتیايي فرصتونو باندې ټینګار وکړو.

شاهده شاه، چې په پیښور کې د ښځو د حقوقو فعاله او ټولنيز کارکونکي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "عورت مارچ په مختلفو موسسو او په ټول پاکستان کې په فورمونو کې د کار کوونکو ښځو لپاره يو فليټ فارم دی."

شاه وويل، "دا په اصل کې د ښځو د نړیوالې ورځې جشن دی چې په هر ډګر کې د میرمنو د حقونو لپاره غږ پورته شي."

د مساوي حقونو غوښتنه کول

لومړی عورت مارچ په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شو. سږ کال، دا په پیښور، لاهور، کراچۍ، اسلام آباد، حیدرآباد، فیصل آباد، کويټه، مردان او په ټول هیواد کې په نورو ښارونو کې ترسره شو.

په لاهور، اسلام آباد، فيصل آباد او پېښور کې مارچونه د ځايي مطبوعاتي کلبونو څخه پيل شول. په کراچۍ کې، مارچ د فریر هال نه پیل شو. په حیدرآباد کې د شهباز ودانۍ نه پیل شو.

شاد بيګم، چې په اسلام آباد کې د مدني ټولنې غړي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "تنظيمونو او تحريکونو د دې پيښې انتظام د ښځو، زده کونکو، سیاسي کارکوونکو، وکيلانو، کورني کارکونکو، ښوونکو او نورو لپاره کړی وو، چې سړکونو ته د راوتلو ژمنه يې کړې وه څو د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی او نورې بې انصافۍ ختم کړي."

يو څو ورځې مخکې د عورت مارچ لپاره تياری پیل شو. منتظمینو په کراچۍ کې د مارچ په ۵ مه د تيارۍ په اړه په ايمپريس مارکيټ کې يو نيوز کانفرنس وکړو او خلکو ته یې په دې کې د ګډون لپاره بلنه ورکړه.

د ښځو فعالینو په نيوز کانفرنس کې د ټولنې د مختلفو برخو استازیتوب وکړو، چې په دوی کې ښځینه ماهي ګیرو لپاره ډلې او د هيجړاګانو غړي، د عیسایانو او هندوانو ټولنې شامل وې.

په دغه کانفرنس کې ګډون کوونکو او د عورت مارچ مشرانو وويل، د دوی په اساسي غوښتنو کې د کار حقوق، د ماشوم زيږيدلو حقوق، د چاپیریال انصاف، د جنسي تیري ضد قوانین، د معاش مساوات، عادلانه سیاسي استازیتوب او فرصتونه، د زده کړې مساوات، د هيجړاګانو ټولنې لپاره مساوات او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ختمول شامل دي.

د ښځو نړیواله ورځ لمانځل

د دې مارچ نه علاوه، په زرګونو ښځو او نارینوو په ټولنیزو رسنیو د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د محمد علی جناح خور ته په اشاره کولو سره يو ټويټ وکړو، "د ښځو په ورځ، موږ فاطمه جناح ته باج ورکوو چې د پاکستان لپاره په مبارزه کې د قايد سره کلکه ولاړه وه." "موږ د دې یقیني کولو ژمنه کوو چې ښځو ته خوندي چاپیریال ورکړو چې د خپل هیواد په پرمختګ کې خپل مناسب رول ولوبوي."

عمبر رحيم شمسي، چې په سما تلويزيون کې اينکره ده، په يو ټويټ کې وويل، "زه مارچ کوم ځکه چې د ښځې غږ او رايه يوه مهمه خبره ده. زه مارچ کوم ځکه چې د ښځو لپاره پکار ده چې توان ترلاسه کړي چې د خپل شخصي او سیاسي ژوند په اړه فيصلې پخپله وکړي. زه مارچ کوم چې زما لوڼې په هغه څه پوهه شيچې زه پرې پوه نه وم."

په عین حال کې ښځینه هندو سنيټرې کرشنا کماري د یوې ورځې لپاره د خپل چيمبر د مشرۍ کولو درناوی ترلاسه کړو.

سنيټر فيصل جاوید خان ټويټ وکړو، "د پاکستان د سنيټ چيرمين پریکړه وکړه چې زموږ ملګري کرشنا کماري کوهلي، چې د کيشو بايي په نوم ياديږي، به د ننۍ ورځې لپاره د سنيټ مشري وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500