کډوالان

پاکستان افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانېستلو اجازه ورکوي

د عدیل سعید راپور

د آرشیف په دې بې نېټې عکس کې، یوه کډواله ښځه په پېښور کې د نوم لیکنې د ثبوت د کارډونو د بیا نوي کولو مرکز (PoR) کې د نوم لیکنې د ثبوت خپل بیا نوی شوی د نوم لیکنې د ثبوت کارډ ترلاسه کوي. د پاکستان په خاوره کې خواوشا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي. [د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري/پاکستان]

د آرشیف په دې بې نېټې عکس کې، یوه کډواله ښځه په پېښور کې د نوم لیکنې د ثبوت د کارډونو د بیا نوي کولو مرکز (PoR) کې د نوم لیکنې د ثبوت خپل بیا نوی شوی د نوم لیکنې د ثبوت کارډ ترلاسه کوي. د پاکستان په خاوره کې خواوشا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي. [د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري/پاکستان]

پېښور -- پاکستان به په سلګونو زړو راجستر شویو افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې بانکي حسابونه پرانیزي. دا کار د ښه نیت د حرکت په توګه کیږي چې په ترڅ کې به یې هغوی ته اجازه ورکړل شي چې په قانوني او لا خوندي توګه د پیسو انتقالات ترسره کړي.‌

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کب په لومړیو کې په یوه ټویټ کې ولیکل، «نن ما داسې هدایات ورکړل چې هغه افغان کډوال چې راجستر شوی دي، کولی شي چې بانکي حسابونه پرانیزي، او له اوس نه ایسته هغوی کولی شي چې د هېواد په رسمي اقتصاد کې برخه واخلي. دا کار باید ډېر پخوا شوی وای.»

د عمران خان دا حرکت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) او د بخښنې نړۍ والې ادارې (امنیسټي انټرنېشنل) په شمول نړۍ والو موسسو ستایلی دی.

د دي نیوز انټرنېشنل د راپور له مخې، د معافیت نړۍ والې ادارې د جنوبي اسیا څانګې د کب په ۷مه وویل، «په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرو خلکو کډوالو ته شا ور اړولې، د پاکستان حکومت داسې یو عالي ګام واخیست چې له هغوی سره مرسته کوي چې خپل وقار بېرته ترلاسه کړي،»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي په یوه اعلامیه کې دغه تصمیم «یو ښه پرمختګ، او د پیوستون داسې یو سخاوتمندانه حرکت چې نړۍ وال اهمیت لري» بللی دی.

هغه زیاته کړه، «زه لومړی وزیر عمران خان، د پاکستان حکومت او خلک د افغان کډوالو په ملاتړ کې د دغه مهم ګام د اخیستلو له امله ستایم،»

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان افریدي پاکستان فارورډ ته وویل، په پاکستان کې، له ۱.۴ میلیونو څخه ډېر راجستر شوي افغانان ژوند کوي. په هغوی کې داسې خلک چې له افغانستان څخه راغلي او هم د هغوی هغه ماشومان چې په پاکستان کې زېږېدلي دي، شامل دي.‌

د افریدي په وینا، په پاکستان کې د ټولو نه راجستر شویو افغان کډوالو شمېر په سلګونو زره تنه دی. هغه زیاته کړه، پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر کډوال په کې ژوند کوي.

خوندي لېږد رالېږد

په پېښور کې د مؤمن ګروپ آف انډسټریز مالک او افغان سوداګر عتیق الله مؤمن زاده وویل، د پاکستان د حکومت له خوا دغه حرکت دا معنی لري چې اوس کډوال کولی شي چې په خوندي توګه د پیسو لېږد رالېږد وکړي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، تر اوسه پورې افغانانو «د پیسو د لېږد رالېږد لپاره غیر رسمي لارې کارولې، چې زمونږ لپاره خوندي نه دي، او اوس به مونږ په امنیتي دلایلو بانکونو ته مخه کړو،»

مؤمن زاده وویل، عمران خان په دې کار سره د افغان کډوالو زړونه وګټل، او زیاته یې کړه چې دغه حرکت داسې هیلې غوړوي چې کډوال به ژر وکولی شي چې په خپلو نومونو ځانونو ته موټرونه واخلي.

د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د خیبر پښتونخوا د څانګې رییس نعمان الحق وویل، په پاکستان کې افغان کډوال په دغه هېواد کې د سوداګرۍ کولو په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ ول ځکه چې تر دې مخکې د پیسو د لېږد رالېږد لپاره د هغوی له خوا په رسمي توګه د بانکي چینلونو په استعمال باندې بندیز وو. پر ځای یې، هغوی د پیسو د لېږد رالېږد د یوې غیر رسمي طریقې «هونډي» په کارولو باندې تکیه کوله.

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې افغان سوداګرو د بانکي معاملو لپاره د خپلو ځایي کارمندانو له نومونو څخه استفاده کوله او د خوندیتوب لپاره یې لوی انتقالات نه ترسره کول.

هغه وویل، اوس به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې اوسېدونکي ډېر افغانان وکولی شي چې د بانکونو له لارې په پاکستان کې خپلو کورنیو ته پيسې ولېږي.

نعمان وویل، دغه حرکت یو «ډېر ښه تصمیم» وو چې نه یوازې افغان کډوالو ته به د سوداګرۍ شرایط برابر کړي «بلکې همدارنګه د مالیاتو په جال کې به د هغوی په راوستلو سره په هېواد کې د مالیاتو وصول زیات کړي،»

افغانستان ته د سمنټو یوه پاکستاني صادروونکي شاهد حسین وویل، «دا پرېکړه د هغو کسانو لپاره چې له افغان کډوالو سره سوداګري کوي، د ډېرې اوږدې مودې غوښتنه وه،»

حسین چې په پېښور کې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یو اجرائیه غړی هم دی، پاکستان فارورډ ته وویل،‌ موجود حکومت د دې لپاره ډېر ګامونه اخیستي چې له افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي. په دې کې د حکومت دا پرېکړه هم شامله ده چې د تورخم پوله هر وخت پرانستې ساتي.

شاهد وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري ډېره قوي ده او دغه ډول پرېکړې به د دواړ هېوادونو خلکو ته ګټه ور ورسوي او سیمې ته به نېکمرغي راولي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500