امنیت

د کراچۍ چارواکي د فرقه ايز او سیاسي تاوتریخوالي په ترڅ کې امنیت لوړوي

د ضياء الرحمان لخوا

د ایم کيو ايم مشران د فبرورۍ په ۱۲ مه د یو فعال په جنازه کې ګډون کوي چې د نوي کراچۍ په سیمه کې د پارټۍ په دفتر باندې په يو بريد کې وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

د ایم کيو ايم مشران د فبرورۍ په ۱۲ مه د یو فعال په جنازه کې ګډون کوي چې د نوي کراچۍ په سیمه کې د پارټۍ په دفتر باندې په يو بريد کې وژل شوی و. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په کراچۍ کې قانون پلې کوونکي ادارې د هغو ډلو په وړاندې پراخه مبارزه پیلوي چې په وروستیو میاشتو کې په سیاسي او فرقه ایز تاوتریخوالي کې ښکیل دي.

په داسې حال کې چې په کراچۍ کې د پولیسو عملیات د مختلفو شرپسندو ډلو د شبکو په ماتولو کې بریالي شوي، امنیتي چارواکي په دې وروستيو کې د بريدونو رامنځته کيدو په اړه اندیښمن دي چې ډیر پاکستانيان -- د پخواني قانون جوړونکي په شمول -- یې وژلي دي.

امنيتي چارواکي، د سيند، کراچۍ او د سيند د ترهګرۍ سره د مبارزې رياست د پوليسو مشرانو په ګډون، په کراچۍ کې د فبرورۍ په ۱۳ مه د سيند رينجرو په مرکزي دفتر کې يوه غونډه وکړه چې څنګه په ښه توګه د تاوتریخوالي د پیښو مخه ونيسي.

د سيند رینجرو ډايريکټر جنرل میجر جنرل محمد سعید د دې غونډې مشري وکړه.

د رینجرو په يو بيان کې راغلي چې چارواکو موافقه وکړه چې دا اړينه ده چې "د هدفي وژنو په اغیزمنه توګه د مخنیوي لپاره د محافظتي تدابیرو په نیولو سره غیر معمولي امنیت يقيني کړي."

د کراچۍ پولیسو د فبرورۍ په ۲۴ مه په ښار کې د امنیتي وضعیت په اړه د بحث لپاره يوه غونډه وکړه. د کراچۍ د پوليسو ستر مشر ډاکټر آمير احمد شیخ د پوليس افسرانو څخه وغوښتل چې په ښار کې د هدفي وژنو او د کوڅو د جرمونو د له منځه وړلو لپاره امنيت ټينګ کړي.

بریدونه مخ په زياتيدو دي

د سیاسي تاوتریخوالي پیښې په دې وروستیو کې په کراچۍ کې زیاتې شوې، په ځانګړي توګه د مهاجرو په مختلفو ډلو باندې بریدونه زيات شوي دي.

د فبرورۍ په ۱۱ مه په وروستۍ پیښه کې، په موټر سایکلو شپږ بريد کوونکو د نوي کراچۍ په سیمه کې د متحده قومي مومنټ (ایم کيو ایم - پي) په يو ځايي دفتر باندې ډزې وکړې چې دوه فعالین په کې ووژل شول.

د دې پیښې نه وروسته نورې پيښې دسمبر په میاشت کې رامنځته شوې، چې په دې کې يوه د دسمبر په ۲۵ مه په ډيفنس هاوسنګ اتهارټۍ (ډي ايچ ای) په سیمه کې شامله ده چې د قومي اسمبلۍ پخوانې غړی علي رضا عابدي، چې د ايم کيو ايم- پي سره يې تړاو لرلو، په کې ووژل شو.

د دسمبر په ۲۳ مه نامعلومو بريدګرو په رضوي سوسايټي سيمه کې د پاک سرزمين پارټۍ په دفتر باندې برید وکړ، چې د دغه پارټۍ دوه فعالین په کې ووژل شول.

په عین حال کې، د دسمبر په ۶ مه، په ګلستان جوهر سیمه کې د ایم کيو ایم- پي په غونډه باندې په لاسي بمي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ژوبل شول.

فرقه ايز بریدونه هم مخ پر زياتيدو دي

د جنورۍ په ۲۲ مه، په موټر سايکل سپاره وسله والو کسانو محمد علي شاه، چې د محلي حکومت يو افسر وو او د شيعه علماء کونسل مشر وو , شاهراه قايدين ته نژدې ووژلو.

د جنورۍ په دریمه نیټه، نامعلومو برید کونکو فدا حسین، یو هټیوال، چې د هغه زوی د اماميا طالب علمانو په سازمان کې، چې د شيعه ګانو يوه ډله ده، يوه عهده لرله، د کورنګي په زمان ټاون کې ووژلو.

راجا عمر خطاب، چې په کراچۍ کې یو سينير پولیس افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د کراچۍ په ښار کې فرقه ییز وژل د ۲۰۱۸ کال په منځ کې زيات شول نسبتاََ د کرارۍ د مودې نه وروسته کله چې قانون پلي کوونکو ادارو په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې عملیات پيل کړل چې د مختلفو شرپسندو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه د ۲۰۰۷-۲۰۱۳ کال ترمنځ په کراچۍ کې خراب امنيتي حالاتو ته په اشارې وويل، د ۲۰۰۷ کال راهيسې، کراچۍ د فرقه ایز تاوتریخوالي یو مرکز وو چې وسله والو به مذهبي عالمان، مشران، ډاکټران او سوداګران د فرقه يي وجوهاتو له کبله په نښه کول.

خطاب زياته کړه، په ټوليز ډول فرقه بيزې ډلې د پنځو کالو اوږدې مبارزې له کبله په ښار کې کمزوري شوي دي.

ګرفتارۍ رواني دي

کرنل فيصل اعوان، چې د سيند رینجرو سينير چارواکی دی، په کراچۍ کې د فبرورۍ په ۲۵ مه په یو نيوز کانفرنس کې وویل، امنیتي پرسونلو د ایم کيو ایم لندن ډلې اته وسله وال نیولي دي چې پخوا یې د مخالف سیاسي فعالینو په هدفي وژلو کې لاس لرلو.

هغه وويل، نيم پوځي ډلې يوه استخباراتي څانګه جوړه کړه چې د هدفي وژنو وروسته د بريد کوونکو په تعقيب کې مرسته وکړي.

اعوان وويل، یو شکمن بریدګر، چې سلیم يې نوم دی، او د بلجیم په نوم هم پیژندل کیږي، لا نه دی نيول شوی. هغه دا دنده لري چې د سيالو ډلو غړي ووژني.

سلیم په ۲۰۱۱ کال کې د رینجرو لخوا ونيول شو ځکه چې هغه د پولیسو په وړاندې په بریدونو کې لاس لرلو، خو هغه د محکمې د اورېدنې په ترڅ کې وتښتېدو او غالباََ بهر ته تښتېدلی دی.

پولیسو د فبرورۍ په ۱۱ مه يو بل شکمن کس ساجد، چې د بونا په نوم هم پيژندل کيږي، د ۱۹۹۵ کال راهیسې د ۴۱ کسانو په وژلو کې د لاس لرلو کبله ونيولو.

اظفر مهیسر، چې په کراچۍ کې يو سينير افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه د مختلفو سیاسي پارټو د غړو په وژلو کې ښکيل دی چې په دې کې د ایم کیو ایم حقاني، سني تحریک او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي شامل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500