ديپلوماسي

د هفتو د تاوتريخوالي وروسته، پاکستانيان د هند سره د سولې د اشارو ستاینه کوي

د جاويد خان لخوا

د حکومتي پارټۍ، پاکستان تحريک انصاف (پي تي آی)، يو ملاتړی په اسلام آباد کې د مارچ په لومړۍ نېټه د سولې په يوې ريلي کې شعارونه پورته کړو. پاکستان د سولې د نښې څرګندولو په جریان کې د هند هوایي ځواک يو پیلوټ خوشی کړو چې موخه یې د هند سره تاوتریخوالی کمول دي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د حکومتي پارټۍ، پاکستان تحريک انصاف (پي تي آی)، يو ملاتړی په اسلام آباد کې د مارچ په لومړۍ نېټه د سولې په يوې ريلي کې شعارونه پورته کړو. پاکستان د سولې د نښې څرګندولو په جریان کې د هند هوایي ځواک يو پیلوټ خوشی کړو چې موخه یې د هند سره تاوتریخوالی کمول دي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پیښور - پاکستان د هند سره د يو څو هفتو د تاوتريخوالي نه وروسته د سولې د اشارې په توګه د هند هوايي ځواک يو پیلوټ بيرته وسپارلو .

د پاکستان چارواکو د جمعې په ورځ (د مارچ په لومړۍ نيټه) په وهاګه پوله باندې پيلوټ وينګ کمانډر آبي نندان ورتهامان خپلو ملګرو ته وسپارلو.

هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې وروسته له هغې ونيول شو کله چې پاکستاني جنګي الوتکو د هغه ميګ-۲۱ د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷ مه) وويشتلو.

د ورتهامان د بيرته لیږلو موخه هغه بحران ختمول وو چې د پاکستان او هند اړیکې یې د هفتو لپاره خرابې کړې وې.

د مدني ټولنو فعالین د فبرورۍ په ۲۸ مه په کراچۍ کې د پریس کلب نه بهر احتجاج کوي. د دوی په پلې کارډونو ليکل شوي، "تل دې وي سوله، ختم دي شي جنګ." [ضیاء الرحمان]

د مدني ټولنو فعالین د فبرورۍ په ۲۸ مه په کراچۍ کې د پریس کلب نه بهر احتجاج کوي. د دوی په پلې کارډونو ليکل شوي، "تل دې وي سوله، ختم دي شي جنګ." [ضیاء الرحمان]

یو ځانمرګي برید کونکي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۴۰ هندي سرتیري ووژل. جيش محمد (جی اي ايم)، چې په پاکستان کې يوه وسله واله ډله ده او د دغې پيښې د مسوليت ادعا یې کړی وه، چې د هغې په نتيجه کې د هند جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۶ مه) د خيبر پښتونخواه په بالاکوټ کې د جيش محمد (جی اي ايم) په تربيتي کيمپ بمباري وکړه.

د پاکستان او هند جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ د لاين اف کنټرول، چې په متنازعه کشمیر کې يوه رسمي پوله ده، څخه واوړيدل.

پاکستان، چې د چهار شنبې په ورځ یې خپل هوایي حريم وتړلو، د جمعې په ورځ یې ييا پرانستلو او ورتهامان يې وسپارلو.

د اسلام آباد د اشارې ستاینه

د ژوند د ټولو طبقو پاکستانيانو په پراخه کچه د وزیر اعظم عمران خان د پریکړې ستاينه وکړه چې ورتهامان یې بیرته ولیږلو.

د حکومت او اپوزيشن دواړو برخو پارلماني غړو د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸ مه) د خان ستاينه وکړه کله چې هغه په فوري توګه د ورتهامان د خوشي کیدو اعلان وکړو.

بينا سرور، چې په متحده آيالاتو کې ژورناليسټه ده او اصلاً د لاهور اوسيدونکي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا خورا روښانه ده چې د هند او پاکستان خلک نه غواړي چې له یو بل سره جګړه وکړي."

بینا د آمن کې آشا، چې د پاکستان او هند یو فورم دی چې په سیمه کې سولې ته وده ورکوي، مديره ده. دا فورم آنلاین هم فعاليت کوي آن د پاکستان او هند په ورځپاڼو کې هم چاپ کيږي.

بینا وويل، پاکستان په روښانه ډول د "پوځي تاوتريخوالي د کمولو" غوښتنه وکړه. "دواړو خواوو کې خلک چې د جنګ غوغا جوړوي هغه کسان دي چې په سیاسي توګه د دوامداره تاوتریخوالو نه ګټه پورته کوي."

هندي او بهرني څارونکي کرار شول کله چې دوی د بحران کميدل وليدل.

د هند فلم جوړونکی رام سبرامانين د پنجشنبې په ورځ ټويټ وکړو، "زه د هغو ټولو هندي او پاکستانیانو مننه کوم چې د جګړې د پيل نه يې مخکې د جګړي د ختمولو لپاره زياته مبارزه وکړه." هغه د ورتهامان له خوشې کيدو له کبله د خان شکريه ادا کړه.

د ملګرو ملتونو د يوې اعلاميې له مخې، د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل، انتونیو ګوټیرس ویاند سټيفن ډوژاریک د پنجشنبې په ورځ وویل، "زه فکر کوم چې د پاکستاني چارواکو لخوا د هند د پیلوټ د خوشي کولو راپور به ډیر ښه ګام وي."

په ټول پاکستان کې احتجاجونه

د سولې لاريونونه د پنجشنبې او جمعې په ورځ په مختلفو ښارونو کې، د اسلام آباد، لاهور او کراچۍ په ګډون، ترسره شول. ګډونوالو د دواړو حکومتونو څخه وغوښتل چې تاوتريخوالی کم کړي او د سولې لپاره کار وکړي.

په لاهور کې په لاريون کې په يو پلې کارډ، چې يوې ښځې نيولی دی، ليکل شوي، "موږ د آبي نندان ورتهامان د خوندي راستنیدو غوښتنه کوو. جنګ نه غواړو."

د پاکستان فنکارانو هم د سولې غوښتنه وکړه.

ناديه جميل، چې په لاهور کې يوه اداکاره، ليکواله او ښوونکي ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "خان د ستاينې وړ دی چې د ووټ وږي سياستدان په پرتله د سولې غوښتنه کوي.

هغې وويل، راځۍ د دواړو هيوادونو نه د افراطيت په لرې کولو، په صوبو کې په ښه تعليم، د کوڅو په ماشومانو او د غربت په کمولو باندې تمرکز وکړو.

فاطمه بھټو، ليکواله او د ذولفقار علي بهټو، چې د پاکستان پخوانې وزيراعظم و، لمسۍ ده، د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸ مه) ټويټ وکړو، "هر هغه کس که د هند وې او که د پاکستان د حکومت د اقداماتو ستاينه کولی شي کوم چې له ريښتيا سره په سوله يقين لري."

کامران خان بنګش، چې د خيبر پښتونخواه د صوبايي کابینې غړی دی، د پنجشنبی په ورځ ټويټ وکړو، د ورتهامان خوشي کول د "مهربانۍ ګام" دی.

نثار محمد، چې په پیښور کې يو ژورناليسټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د پاکستان خلک "د جګړو، بمباریو او وژنو نه تنګ راغلي دي او غواړي چې هېواد او سیمه په سوله کې پرمختګ وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان سوله غواړي او دا به په کشمير کې د مسلمانانو د وژلو ودرولو سره پيل کړي. ډير هندي سيکولر خلک شته چې سوله غواړي، خو ډير نفرت کوونکي د هندواتا پيروکاران غواړي چې په نسلي توګه هند پاک کړي او د ۵۰۰ نه زيات مسلمانان د بر صغير نه وباسي. دوی هېڅ فکر نه کوي که په ميليونونو خلک مړه شي خو چې هند د هندوانو د لوړ ذات يو هيواد جوړ شي. د دوی د نازیانو په څیر نژادانه انفرادي فلسفې په اسراییلو کې یو لیواله ملګری موندلې دې. د دې روښانه توکمیز چاپيريال په وړاندې، د اوږدې مودې لپاره په سویل آسیا کې یووالی به یو خوب وي. ترټولو غوره خبره چې سیمه او نړۍ يې هيله لرلې شي هغه ستونزمنه سوله ده.

ځواب