پېښور -- خیبر پښتونخواه د هغه کبانو د ساتلو لپاره ګامونه پورته کوي چې د اباسین، سوات او کابل په سيندونو کې يې شمیر د غیرقانوني طريقو، د زيات کبانو نيولو او ککړتیا له کبله کم شوی دی.
په سیمه ایزو سیندونو کې د کبانو د کمي د مخنیوي لپاره، د خیبرپښتونخواه حکومت او د پیښور سیمه ایز حکومت د نسل پالنې د لوړولو او د غیرقانوني طريقو له لارې او د زياتو کبانو نيولو د مخنيوي لپاره کار کوي.
په خيبر پښتونخوا کې د خوراکي توکو د کمي پوره کولو او د لوږې ختمولو لپاره، دغه صوبه پوهيږي چې څنګه اورپکۍ دغه خلک راجلبولی شي. لکه څنګه چې ډان وځپاڼې تير کار راپور ورکړی و چې د خيبر پښتونخوا په سوات -- چې د سولې لپاره د نوبل انعام ګټونکي ملاله يوسفزۍ، چې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په بريد کې بچ پاتې شوې وه، ضعله ده -- کې د ۲۰۰۷-۲۰۰۹ ترمنځ د ټي ټي پي په دور کې د ټراوټ فارمونو سودګري په ځای ودريدلې وه.
اوس چې زياتره وسله وال د پوځ د عملياتو نه وروسته فعال نه دي، د سوات د کبانو فارمونه بيرته بحال شوي او د خيبر پښتونخوا چارواکي ژمنه لري چې د سيندونو دا کبان د سمندري خوراک مينه والو لپاره چمتو کړي.
په ګرمۍ کې د کبانو په نيولو باندې بندیز لګول
فواد خليل، چې د خیبرپښتونخواه د کبانو د ادارې اسسټنټ ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په غیرقانوني توګه او له زيات مقدار سره د کبانو د نیولو د مخنيوي لپاره، حکومت، د اپريل په مياشت کې د کبانو د نسل ګيرۍ نه وروسته، د جون نه تر اګست پورې د کبانو په نيولو باندې بنديز لګولی دی."
خليل وويل، "دا مجرمان د ځانګړو جالونو، ډاينامايټ او کيمياوي موادو کارولو له لارې د کبانو شمير ته زيان رسوي، چې د کبانو هګۍ له منځه وړي." "موږ دا ډول مجرمان جرمانه کړې دي. دا جرمانه د هر يو کب په سر ۵۰ روپۍ (تقريباََ ۴ آمریکايي سینټه) ده، او که چيرې يو کس محکوم شي، نو هغه تر شپږو میاشتو پورې په جيل کې قيد تيرولی شي."
خليل وويل، د اوبو ککړتيا د کبانو شمېر هم کموي.
هغه وويل، اوسيدونکي زيات شمېر څښاوالي په سيندونو کې اچوي، او "يو شمېر ځايي خلکو د نکاسۍ لاينونه نېغ په نېغه سيندونو ته مخامخ کړي او په مستقيمه توګه دا په سيندونو کې بهيږي، چې دا ککړتيا رامنځته کوي او د کبانو توليد ته زيان رسوي."
خليل وويل، په چارسده ضلع کې د کابل سيند په غاړه د ماربلو شاوخوا ۱۵۰ کانونه فعاليت کوي، چې ځينې په کې د اوبو ککړتيا رامنځته کوي.
ګامونه پورته کول
د خليل له مخې، د پېښور سیمه ایز حکومت ۲.۳ ميليونه روپۍ ( ۱۶،۰۰۰ آمريکايي ډالره) د صوبې د کبانو ادارې ته جاري کړي چې په کابل سيند کې د کوچني کبانو د اچولو لپاره پيسې ورکړي او د کبانو شمير زيات کړي.
خليل وويل، "د پيښور د ځايي حکومت ضلع ناظم محمد عاصم خان په دې هکله د کبانو د ادارې سره د مرستې لپاره هر ممکنه مرسته وړاندې کړه."
خان پاکستان فارورډ ته وویل، د پیښور سیمه ایز حکومت به په کابل، شاه عالم او ناګومان سيندونو کې د ۱۰ ميليونه کوچني کبانو د پريښودلو لپاره مالي مرسته برابر کړي.
خان وويل، "موږ له مخکې نه امر کړی چې دا فنډونه دې د کبانو ادارې ته ورکړل شي او لارښوونه يې کړې چې په سيندونو کې د کبانو د پريښودلو لپاره د راتلونکي مۍ، جون، جولای او اګست لپاره اوس پلان جوړ کړي."
هغه وويل، د پيښور سيمه ايز حکومت کبانو ته د کرنټ ورکولو لپاره د بجلۍ په کارولو باندې بنديز لګولی دی. هغه زياته کړه، "موږ په پېښور کې د کبانو د فارمونو حوصله افزايي کوو."
د اي پي ای د خیبرپښتونخواه دفتر ډايريکټر، ثناء الله، خان پاکستان فارورډ ته وویل، د چاپیریال ساتنی اداره (اي پي ای) هڅه کوي چې د اوبو په لارو کې د صنعتي ککړتیا څارنه وکړي او بنده يې کړي او دا یقیني کړي چې صنعتي کمپنۍ د چاپیریال قوانینو سره سمون ولري.
خان وویل چې اي پي ای اکثر د سیندونو په اوږدو کې د سوداګرو څارنه کوي او که چيرې هغوی د چاپیریال له قواعدو څخه سرغړونه کوي نو هغوی ته خبرداری ورکوي.
هغه وويل، "د اي پي ای د امر نه تعقیبول د ۲۰۱۴ کال د ساتنې امر لاندې جرم دی."
هغه وويل، "د چاپیریال ساتنې عدالت جرمانه د پنځو میلیونو روپو [۳۶،۰۰۰ آمريکايي ډالره] پورې ده." هغه زیاته کړه چې په ۲۰۱۸ کال کې "د چاپیریال قانون د سرغوړنې له کبله د ۱۶۰۰ نه زیات سرغړونکي په صوبه کې جرمانه کړي دي."
د اقلیم بدلون يوه نښه
د تازه اوبو شیرماهي، چې د ټايګر کب په نوم هم پیژندل کیږی، په سیمه کی يو غوره خوراک ګڼل کیږی او تل يې ډيمانډ ډير زيات دی.
د زيغم حسن، چې د کبانو د ساتلو متخصص او په پيښور يونيورسټۍ کې د زوولوجۍ پروفيسر دی، له مخې، د نورو عواملو سربیره، د اقلیم بدلونونو له کبله د کابل سیند د تودوخې لوړوالي په اوبو کې د اکسیجن کچه کمه کړې، چې د شیرماهي کبانو ته زیان رسوي.
حسن وويل، شېرماهي يو حساس کب دی او د ژوندې پاتې کيدو لپاره د نورو کبانو په پرتله زيات اکسيجن ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، د چارسدې ضلعې په شبقدر سيمه کې د کابل سيند په غاړه د ماربلو کانونو لخوا د فاضل موادو څخه رامنځته شوي ککړتيا هم په سيند کې د اکسيجن کچه کموي.
شیرماهي په تالابونو یا په فارمونو کې نه شي ساتل کيدې ځکه چې دا ډير حساس فطرت لري. هغه وويل، تر اوسه پورې، په فارمونو کې د دې کبانو ساتل ناکامه شوي دي.
د شیرماهي په شمير کې کمې د دې بيه لوړه کړې ده. په مارکيټ کې د دې د يو کلوګرام بيه اوس مهال ۱،۰۰۰ (۷.۵ آمريکايي ډالره) ده. د دې برعکس، د مهاشير او سلور کبانو د يو کلوګرامه بيه ۳۰۰ او ۲۵۰ روپۍ (۲.۱۵ او ۱.۷۹ آمريکايي ډالره) په ترتیب سره ده.
د چارسدې ضلعې يو ماهي ګیر عبدل حليم پاکستان فارورډ ته وويل، ځايي شیرماهي په خيبر پښتونخواه کې د خلکو تر ټولو خوښ کب دی.
هغه وويل، "د کبانو د مينه والو لومړۍ ترجيح شيرماهي دی."
خان ګل، چې په سردریاب کې د کب ماڼۍ خاوند دی، وويل، شیر ماهي اوس دومره شتون نه لري لکه څنګه چې پخوا موجود ول.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پیرودونکي تل د دې خوندور کب غوښتنه کوي."
هغه وويل، "موږ خپلو پېرودونکو ته راهو، سلور، مهاشير او سنګهارا کب ورکوو. "د ځايي کبانو شتون خورا کم شوی دی."