اسلام آباد -- نړیوالې ټولنې په نوي ډیلي او اسلام آباد غږ وکړو چې د صبر نه کار واخلي، وروسته له هغې چې د هند جنګي الوتکو په پاکستان کې د وسله والو په يو کيمپ باندې برید وکړو.
د اروپایي اتحادیې ویاند، مایا کودسیانچچ، خبريالانو ته وویل، "موږ د دواړو هېوادونو سره په رابطه کې يو او موږ باور لرو چې دا اړینه ده چې ټول به د زیات صبر نه کار واخلي او د نور تاوتریخوالي مخه ونيسي."
هند د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۶ مه) وویل چې د دې جنګي الوتکو د وسله والو په یو کيمپ بريد وکړو چې په دغه کيمپ کې د پاکستان پلوه وسله والو د دې په ښارونو کې د ځان وژونکي حملو تياری کولو، او د جیش محمد (جی اي ايم) ډلې ګڼ شمير وسله وال يې ووژل.
د پاکستان چارواکو تاييد وکړو چې د هند الوتکو د هغوی هوايي حدود مات کړل او د خیبر پښتونخواه په بالاکوټ کې یې توغندي غوزار کړو او د دې ناڅاپي جارحيت بريد يې غندنه وکړه، خو ټینګار يې وکړو چې هیڅ ډول زیان یا مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوی.
دا جارحيت د فبرورۍ په ۱۴ مه د ځانمرګی برید وروسته پیل شو چی جيش محمد يې ادعا کړي وه او د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې يې ۴۰ پوځیان وژلې ول، چې په نتيجه کې يې د دواړو ګاونډیانو تر منځ د ګواښونو او د خبردارو يوه لړۍ پيل کړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وجې ګوکهيل رسنیو ته په بريفنګ کې وويل، د هند حکومت په بالاکوټ کې د جيش محمد په کيمپ باندې د بريد کولو امر ورکړو ځکه چې دا په دې باور وو چې په هند کې به ځان وژونکي بریدونه ژر ترسره شي.
هغه وويل، "د جيش محمد ګڼ شمير ترهګر، روزونکي، سينير کمانډران او جهادي ډلې، چې د ځان وژونکي بريدونو لپاره ورته ټريننګ ورکړل کيدو، له منځه یوړل شول."
پاکستان د هند اعلان رد کړو.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په اسلام آباد کې په پريس کانفرنس کې وویل، "د ملي امنيت شورا د هند لخوا بالاکوټ ته نژدې د ترهګرو د يو کيمپ د نښه کولو او د زياتې مرګ ژوبلې ادعا په کلکه رد کړې ده.
پاکستان ویلي دي چې د دې الوتکو د هند الوتکې بیرته په تلو مجبوره کړې او دوی د تښتېدلو په ترڅ کې توغندي وغورځول.
پولې ته نږدې يو ډرون راو غورځول شو
په عین وخت کې، د هند هوايي ځواک د سه شنبې په ورځ د پاکستان سره پولې ته نژدې يو ډرون راوغورځولو.
د پولیسو سرچینو ای ايف پي ته وویل، کلیوالو په لويديځ ګجرات کې د پاکستان پولې نه لږ لرې د يو بې پیلوټه هوايي ګاډي (يو ای وي) ټوټې وموندلې.
يو سينير پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "یو ای وي د وسله والو ځواکونو لخوا ويشتل شوی دی. موږ د دې پلټنه کوو."
هغه زياته کړه، څېړونکي به دا وڅيړي چې آيا دا بې پيلوټه الوتکه له پاکستان څخه راغلې وه.
د پولیسو افسر وویل چې په کوچ ضلع کې -- په يوه لرې دښته سيمه -- کليوالو د سه شنبې په لومړیو ساعتونو کې يو "غټ آواز" واوریدلو.
هغه د امنيتي انيښنو له کبله د ډرون د ويشتلو يا د دې د سرچينې په اړه نور وضاحت ونه کړو.