ديپلوماسي

اسلام آباد ته د ولي عهد شهزاده دوره د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ اړیکې ټینګوي

د ضياء الرحمان لخوا

د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان السعود (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۱۸ مه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان (ښي اړخ ته) په غوښتنه په خپل هیواد کې د ۲۱۰۷ پاکستاني قيديانو د خوشي کولو امر وکړو. [د پاکستان وزیر اعظم دفتر/ ټویټر]

د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان السعود (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۱۸ مه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان (ښي اړخ ته) په غوښتنه په خپل هیواد کې د ۲۱۰۷ پاکستاني قيديانو د خوشي کولو امر وکړو. [د پاکستان وزیر اعظم دفتر/ ټویټر]

اسلام آباد -- د سرمايه کارۍ پروجيکټونه او په سعودي عرب سلطنت کې د زرګونو پاکستاني بندیانو د خوشې کیدو تړون اسلام آباد ته د شهزاده محمد بن سلمان د دوه ورځني سفر یوازې یو څو پایلې دي.

ولي عهد شهزاده، چې په پراخه کچه د ايم بي ايس په نوم پیژندل کيږي، د يکشنبې او دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۷-۱۸ مه) د ايشيا دريو هيوادونو ته په خپل سفر کې لومړی سفر پاکستان ته وکړو او د لوړې کچې وفد مشري يې وکړه.

هغه د وزير اعظم عمران خان، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

د یکشنبی په ورځ ناوخته له رارسيدو وروسته، ولي عهد شهزاده د ۲۰ میلیارده ډالرو د سرمايه کارۍ معاهدې -- اووه بيلې معاهدې او د تفاهم یاداښت -- د اسلام آباد سره لاسلیک کړي.

يو پاکستانی سړی د فبرورۍ په ۱۵ مه د ساين بورډنو مخې ته د ټريفک انتظار کوي. دغه ساين بورډونه اسلام آباد ته د شهزاده د راتلو نه مخکې په سړک باندې نصب شوي او د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان السعود (ښي اړخ ته) او د باچا سلمان بن عبدالعزيز (ګس اړخ ته) انځورونه ښيي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

يو پاکستانی سړی د فبرورۍ په ۱۵ مه د ساين بورډنو مخې ته د ټريفک انتظار کوي. دغه ساين بورډونه اسلام آباد ته د شهزاده د راتلو نه مخکې په سړک باندې نصب شوي او د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان السعود (ښي اړخ ته) او د باچا سلمان بن عبدالعزيز (ګس اړخ ته) انځورونه ښيي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د هرکلي يو بینر، چې د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود (ښي اړخ ته) او د پاکستان د سنيټ چيرمين صادق سنجراني (ګس اړخ ته) انځورونه لري په اسلام آباد کې د فبرورۍ په ۱۷ مه د پارلمان په ودانۍ باندې ښودل شوی دی. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د هرکلي يو بینر، چې د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود (ښي اړخ ته) او د پاکستان د سنيټ چيرمين صادق سنجراني (ګس اړخ ته) انځورونه لري په اسلام آباد کې د فبرورۍ په ۱۷ مه د پارلمان په ودانۍ باندې ښودل شوی دی. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام آباد د پيسو د بحران سره په جدي توګه مخامخ دی او هیله لري چې دا معاهدې به د دې کمزوري اقتصاد ته وده ورکړي.

د دوشنبې په ورځ، صدر عارف علوي نوي ډیلي ته د هند وزيرا عظم ناريندرا مودي سره د ليدلو لپاره د تلو نه مخکې ولي عهد شهزاده ته د هيواد تر ټولو لوی ملکي ايوارډ، نشان پاکستان (د پاکستان نظم) ورکړو.

سعودي عرب دا ژمنه هم وکړه چې د پاکستان او هند تر منځ په "کړکيچ" کمولو کې به مرسته وکړي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزير عادل الجبير په اسلام آباد کې په يو نيوز کانفرنس کې وويل، "زمونږ موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو، ګاونډیو هیوادونو، ترمنځ د تاوتریخوالي مخه ونیسو او وګورو چې آيا په سوله ايزه توګه د دغه اختلافاتو د حل لپاره لاره شتون لري."

د دې ژمنې وروسته، ولي عهد شهزاده، هند ته د تلو نه مخکې، د دوشنبې په ورځ مازيګر د پاکستان د ليډرشپ سره یو شمير غونډې وکړې. تمه کیږي چې هغه به د پنجشنبې-جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱-۲۲ مه) چین ته له سفر سره خپله دوره پای ته ورسوي.

په اقتصادي توګه د با ثباته پاکستان لپاره تعاون

په اسلام آباد کې د سرمايه کارۍ معاهدې د انرژۍ، تیلو، کانونو، زراعت او خوراکي توکو پروسس کولو په برخه کې دي.

دواړو لوریو د کی ايس ای لپاره يوه معاهده لاسلیک کړه چې پاکستان ته خام تیل او د پټرولیم محصولات چمتو کړي او په بحيره عرب باندې په ستراتیژیکي ګوادر بندر کې د ۱۰ میلیاردو آمريکايي ډالرو تیلو ريفاينري جوړه کړي.

خان او ایم بي ایس د یکشنبې په ورځ د عالي همغږۍ شورا د افتتاحي غونډې هم مشري وکړه، چې د اکتوبر په میاشت کې سعودي عرب سلطنت ته د خان په دوره کې د ايم بي ايس لخوا وړاندیز شوي وه.

وزير اعظم هاوس د يکشنبې په ورځ په يو بيان کې وويل، د دوه اړخیزې همکارۍ په مهمو برخو کې په چټکۍ سره د پریکړو کولو او په نږدې سره د دې د تطبیق د نظارت لپاره دا شورا جوړه شوې ده.

په دغه بيان کې راغلي، د دې شورا له مخې، یوه لارښوونکي کمیټي او ګډ کاري ګروپونه جوړ شوي چې په ځانګړي پروژو کې د همکارۍ چوکاټونه جوړ کړي او اړوندو وزیرانو ته وړاندیزونه ورکړي."

الجبير د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره په اسلام آباد کې د پاکستان او سعودي عرب سوداګریز کانفرنس په ترڅ کې وویل، موږ باور لرو چې دلته د پام وړ امکانات شته، او موږ غواړو چې د پاکستان د ودې برخه جوړه شو.

الجبیر وویل، دا سرمايه کاري ده، نه چې خيرات. "موږ غواړو چې پاکستان په اقتصادي توګه باثباته هېواد وينو."

د مرستې لاس

د پاکستان چارواکو او شنونکو په پاکستان کې د کی ايس ای د سرمايه کارۍ هرکلى وکړو.

خان، چې په تير اوړي کې يې د واک ترلاسه کولو نه وروسته سعودي عرب ته دوه ځله سفر کړی و، د ملاتړ لپاره د اوږدې مودې اتحادي څخه مننه وکړه.

هغه وويل، "پاکستان او سعودي عرب اوس دا اړيکې هغې کچې ته رسوي، چې [پخوا] داسې نه وې."

مفتي محمد نعيم، چې په کراچۍ کې یو مشهور اسلامي عالم دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د سعودي عرب لخوا دا وروستې، ښه سرمايه کاري به د پاکستان د کمزوري اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ مخلصانه او اوږدمهاله دوستي په ګوته کوي."

وکيل الرحمان، چې په کراچۍ کې يو ژورناليسټ دی او د پاکستان د اقتصاد په اړه راپور ورکوي، پاکستان فارورډ ته وویل چې "د سعودي سرمايه کارۍ معاهدې په داسې مهمو وختونو کې رامنځته شوې کله چې پاکستان د غیر يقيني اقتصاد، د پيسو د بحران او د کمزوري داخلي ودې سره مخامخ دی."

تیر کال سعودي عرب موافقه وکړه چې د یو کال لپاره د بهرنیو اسعارو سره د مرستې لپاره پاکستان ته ۳ ملیارده آمريکايي ډالره ورکړي، او د تیلو وارداتو لپاره د ۳ میلیارده آمريکايي ډالرو پورې قرض په قسطونو کې ورکړي چې د پيسو د اوسني بحران مخه ونیسي. پاکستان تراوسه پورې ۳ ملیارده آمريکايي ډالره نغدي پیسې ترلاسه کړې دي.

جبار ابوبيا، چې په کراچۍ کې د ټيکنالوجۍ ډويلوپر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د کی ايس ای سره له قوي اړیکو سره، ځوان پاکستانیان چې په معلوماتي ټکنالوجۍ او صنعتي سکتورونو کې ماهرين دي، نه یوازې د پاکستان سره بلکې د خپلو تجربو او مهارتونو شریکولو له لارې د سلطنت سره هم همکاري کولی شي."

پاکستاني قيديان خوشي کول

څارونکي وايي، د ایم بي ایس دا معاهده چې د کی ايس ای په مليونونو پاکستاني وګړو، چې په زرګونو پاکستانيان په کې شامل دي، حالاتو ته پام وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قوي اړیکو يوه بله نښه ده.

خان په وزيراعظم هاوس کې د یوې غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې ولي عهد شهزاده د ۲.۵ ملیونه پاکستانیانو، چې په کی ايس ای کې ژوند کوي، د وضعیت په شخصي توګه بیاکتنه وکړي او هغه پاکستانيانو ته اجازه ورکړي چې د حج لپاره سعودي عرب ته ځي چې په پاکستان کې د سعودي مهاجرت پروسې ترسره کړي.

دا سهولت، که چيرې ورکړل شو، نو دا به نه يوازې د پاکستاني حاجيانو وخت بچ کړي بلکې هغوی به د ستونزو نه هم بچ کړي کله چې د دوی جهازونه په سعودي عرب کې کوز شي.

په عمومي توګه د پاکستاني مسافرو سره د مرستې لپاره د يو نوښت سره، سعودي عرب د ويزو په فيسونو کې هم کمی وکړو چې دا به د ۱۵ مې فبرورۍ نه عملي شي.

په اسلام آباد کې د سعودي عرب د سفارتخانې په وینا، دوی، د يو ځل داخليدو لپاره د ويزې فيس د ۲،۰۰۰ سعودي ريالو (۵۳۳ آمريکايي ډالره) نه تر ۳۳۸ سعودي ريالو (۹۰ آمريکايي ډالره) پورې کم کړی، په داسې حال کې چې په تکرار سره د داخلیدو لپاره د ويزې فيس د ۳،۰۰ سعودي ريالو (۸۰۰ آمريکايي ډالره) نه تر ۶۷۵ سعودي ريالو (۱۸۰ آمريکايي ډالره) پورې کم کړی دی.

خان په سعودي عرب کې د ۳،۰۰ نه زيات پاکستاني قيديانو د خوشي کولو له کبله د ايم بي ايس شکريه ادا کړه.

ايم بي ايس وويل چې د هغه سلطنت به د پاکستان د خوشحالولو لپاره هر هغه څه وکړي چې کولی شي. يو څو ګهنټې وروسته دا فيصله وکړی شوه.

قريشي د فبرورۍ په ۱۸ مه وويل، "ايچ آر ايچ [د هغه شاهي لوړتیا] ولي عهد شهزاده ايم بي ايس په خوشحالۍ سره موافقه وکړه چې په سعودي عرب کې د ۲،۱۰۷ نه زيات پاکستاني قيديان خوشې کړي. د پاتې نورو کسانو د کيسونو به بیا کتنه وکړی شي. د پاکستان خلکو د عمران خان درخواست ته ژر تر ژره د ځواب ورکولو له کبله د ايچ آر ايچ مننه وکړه."

په تير مارچ کې، "د سعودي عرب په جنایي عدالتي سیسټم کې د پاکستانيانو سره د چلند" په اړه د بشر د حقوقو د څار او د پاکستان د انصاف پروجيکټ لخوا يو راپور وموندله چې په سعودي جنایی عدالتي سیسټم او سعودي محکمو کې په پروسس کې په پراخه کچه د حقوقو سرغړونه کيږي."

بشير خان ماموند، چې د خيبر پښتونخواه د باجوړ ضلعې اوسيدونکی دی، او د هغه ورور په سعودي عرب کې له دريو کلونو راهيسې په جيل کې دی، د ايم بي ايس او خان مننه وکړه چې د پاکستانيانو په خوشي کولو کې يې خپل رول ولوبوو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان ته د ايم بي ايس دوره د پاکستاني قيديانو کورنیو لپاره يو ښه فال ثابت شو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500