امنیت

د طالبانو او داعش تر منځ د جاسوسانو له خوا د نفاق کرلو له امله نښتې زیاتې شوي دي

د خالد زېري راپور

د داعش غړي تېر کال په کونړ ولایت کې د طالبانو په موضع ګانو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

د داعش غړي تېر کال په کونړ ولایت کې د طالبانو په موضع ګانو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

کونړ -- پوځي چارواکي وایي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ختیځه برخه کې د طالبانو او داعش تر منځ نښتې زیاتې شوي، او یو علت یې دا دی چې په هر ګروپ کې جاسوسانو ځایونه نیولي دي.‌

په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د حکومت له خوا ترسره شویو عملیاتو د دغه ترهګر ګروپ پاتې جنګیالي دې ته اړ کړل چې ګاونډي کونړ ولایت ته وتښتي،‌ او هلته له طالبانو سره په جنګ واوړي.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند، جګړن هارون یوسفزي، وویل، «حقیقت دا دی چې اکثر جنګیالي چې له داعش سره یوځای شوي، پخواني طالبان دي، او یو شمېر داسې طالب جنګیالي شته چې له داعش سره اړیکې لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له دې امله، هغوی یو د بل په ډله کې جاسوسان لري،»

د افغان ملي اردو کمانډو د وږي په ۱۰مه د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو څار کوي. [خالد زېری]

د افغان ملي اردو کمانډو د وږي په ۱۰مه د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو څار کوي. [خالد زېری]

هغه وویل، «زما د معلوماتو له مخې، دا دلیل چې دغه ګروپونه یو له بل سره جنګ کوي، یو په بل کې د جاسوسانو نفوذ دی.‌ د داعش قوماندانانو ډېر هغه کسان ووژل چې هغوی شک کاوه چې په هغوی کې یې د طالبانو لپاره جاسوسي کوله.»

نرم بیعتونه

د کونړ د والي ویاند،‌ غني مصمم، وویل، «داعش او طالبان د مرغومي له نیمایي راهیسې په ماڼوګي ولسوالۍ کې وخت په وخت یو د بل پر ضد جنګ کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخت راهیسې چې جنګ پیل شوی دی، دواړو خواوو ته خواوشا ۵۰ کسان تلف شوي دي -- چې ۳۰ یې د داعش جنګیالي دي. داعش د یادو سیمو له جملې څخه ځینې چې طالبانو په کې عملیات کول -- د مثال په توګه، کوړنګل دره، شورایک او عمر خوړ، ونیولې.»

مصمم وویل،‌ «د دغو دواړو ګروپونو تر منځ داسې ځانګړی فرق نشته. هغه کسان چې پخوا له طالبانو سره ول، هغوی اوس د داعش په ګټه جنګ کوي، اوهغه چې له داعش سره ول، هغوی طالبانو ته اوښتي دي.»

نجم الدین، د اورپکو یو قوماندان، چې له مرګ څخه مخکې یې په دواړو ګروپونو کې وخت تېر کړی وو، یو مثال دی.‌

مصمم وویل، «نجم الدین پخوا د داعش جنګیالی وو، خو په وروستیو وختونو کې طالبانو ته ور واوښت،»

ځایي خلک وایي، چې په همدې دلیل نجم الدین یو هدف وګرځېد.

د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام سیمې یوه اوسېدونکي، عنایت الله، وویل، «په سیمه کې د قوماندان نجم الدین په هکله شکونه موجود ول چې هغه د داعش فعال دی، خو په حقیقت کې هغه د طالبانو د ډلې غړی وو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش ځینې قوماندانان په وروستیو کې په سیمه کې ووژل شول، او محلي خلک په دې باور ول چې نجم الدین د دې لپاره داعش ته ورننوتی وو چې د طالبانو لپاره په کې جاسوسي وکړي،»

عنایت الله وویل، «کله چې نجم الدین له حالاتو څخه خبر شو، بېرته طالبانو ته ور واوښت. هغه لا هم له داعش سره اړیکې لرلې، خو هغه ډارېده چې داعش به یې ووژني.»

هغه وویل، «د داعش او طالبانو دواړو خواوو ته ډېر زیات جاسوسان موجود دي چې یوه ډله هم نشي کولی چې په خپلو ملګرو باندې اعتماد وکړي،»

د مصمم په وینا، خو نجم الدین د اورپکو په لاس نه بلکې د ماڼوګي ولسوالۍ په غلق لام سیمه کې د افغان ځانګړیو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې خپل برخلیک ته ورسېد.

هغه او د هغه درې قوماندانان د سلواغې په ۸ مه ووژل شول.

یوه ځایي اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «نجم الدین د داعش قوماندان وو،‌ او هغه د جاسوسۍ په تور ځایي ملکي خلک وژل، او اوس هغه پخپله ووژل شو،»

د اوسېدونکو بې ځایه کول

په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ نښتو ملکي خلک خوندي سیمو ته په تېښته مجبور کړي دي.‌

د مصمم په وینا، د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، خواوشا ۶۰۰ کورنیو خپل کورونه د داعش او طالبانو تر منځ‌ د نښتو له امله پرېښي دي.‌

د کورینګل سیمې یوه اوسېدونکي عبدالقدیر، چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «زه وتښتېدم، او اوس زه په اسد اباد ښار کې اوسېږم، خو زما د کورنۍ ډېر غړي ایسار دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش جنګیالي هغوی نه پرېږدي چې له سیمې څخه راوځي، او کېدای شي چې هغوی څه وخت هم ووژل شي.»

د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام سیمې یوه اوسېدونکي، فقیرمحمد، چې ۵۰ کاله عمر لري هم وویل چې داعش ځینې سیمې نیولې دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له هغو سیمو څخه وځي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان پلان لري چې د هغوی پر ضد جنګ وکړي، خو په دې کې شک نشته چې ځایي خلک به ووژل شي. هغوی د ملکي خلکو له وژلو څخه پرته بل هېڅ هدف نه لري.»

مرسته په لاره ده

د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي، محمد صافي،‌ وویل، «بې ځایه شوي خلک په بدو شرایطو کې ژوند کوي، او افغان حکومت باید هغوی ته پام وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی سرپناه نه لري او نشي کولی چې په منظمه توګه خواړه ترلاسه کړي،»

انځرګل، چې ۵۰ کاله عمر لري او په وروستیو کې له ماڼوګي ولسوالۍ څخه د وټه پور ولسوالۍ سیمتام سیمې ته کوچېدلی دی، د حالاتو په هکله د صافي ارزونه تایید کړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خپل ټول کالي پتري په کور کې پرېښودل او ایله مو دومره وکړل چې دلته راشو او خپل ژوند خوندي کړو،»

هغه وویل، «مونږ حتی د یو وخت خواړه وس نه لرو. زمونږ ګاونډیان مونږ ته خواړه راوړي،‌ او مونږ په موقتو سرپناوو کې [چې چتونه نه لري] ژوند کوو.‌

د کونړ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رییس شفیق الله مومند وعده وکړه چې هغه مرسته په لاره ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هغو کورنیو ته چې خپل کورونه یې پخوا د طالبانو او داعش تر منځ د جنګ له امله پرېښي دي، مرستې وېشلي دي، او مونږ هغه کورنۍ چې په وروستیو کې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د جنګ د نښتلو له امله دلته رارسېدلي دي، معلوموو،»

هغه وویل، «مونږ به ژر هغوی ته [د خوړو او سرپناه] مرستې ور ووېشو،»

د داعش او طالبانو د ماتولو لپاره 'پیاوړي عملیات'

د داعش او طالبانو تر منځ نژدې یو کال مخکې په ماڼوګي او چپه دره ولسوالیو کې لومړی جنګ ونښت، خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره د دواړو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل.

د کونړ امنیه قوماندان حق نواز حقیار سلام ټایمز ته وویل، «د داعش ترهګرې ډلې په پيل کې ډېرې ځمکې لاندې کړې او ځایي خلک یې ووېرول، خو کله چې امنیتي ځواکونو هغوی تعقیب کړل، ثابته شوه چې هغوی هېڅ هم نشي کولی،»

هغه وویل، «مونږ د هغوی پر ضد عملیات پیل کړل او هر چېرې به مو چې موندل وهل به مو،»

هغه زیاته کړه، «په تېر وخت کې د طالبانو ډله هم قوي وه، خو اوس هغوی جنګ نشي کولی،»

حقیار وویل، «یوه بله لویه پېښه اوس دا ده چې هغوی یو پر بل بریدونه کوي -- طالبان په داعش حملې کوي، او داعش په طالبانو حملې کوي،»

هغه وویل،‌ «دا روښانه ده چې هغوی یو په بل کې ننوتي دي، او مونږ داسې بېلګې لیدلي چې په کې د داعش غړو خپل کسان طالبانو خپل کسان وژلي دي،»

«دا په دې معنی چې هر لوري ته داسې کسان شته چې په بل ګروپ کې یې ځای نیولی دی.»

په کونړ کې د افغان ملي اردو د ۲مې پلې لوا قوماندان، برید جنرال میرویس ساپي، وویل، «مونږ تل د داعش او طالب ترهګرو د له منځه وړلو لپاره په وخت عملیات ترسره کړي دي، او مونږ به دا کمپاین جاري وساتو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره او د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره، او د ماڼوګي او چپه دره ولسوالیو په یو شمېر برخو کې څو ځلې عملیات ترسره کړي، او اوس د داعش ګواښ هومره لوی نه دی چې پخوا وو،»

هغه وویل، «مونږ به ژر په ماڼوګي او چپه دره ولسوالیو کې د طالبانو او داعش جنګیالیو پر ضد نور قوي عملیات پیل کړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500