زده کړه

د پيښور تعليمي بورډ د ترهګرۍ ځپل شوي ماشومانو ته فيس معاف کوي

د محمد شکيل لخوا

زده کوونکي او والدين د فبرورۍ په ۸ مه په پېښور کې د منځني او ثانوي زده کړې بورډ ودانۍ مخې ته ولاړ دي. [محمد شکیل]

زده کوونکي او والدين د فبرورۍ په ۸ مه په پېښور کې د منځني او ثانوي زده کړې بورډ ودانۍ مخې ته ولاړ دي. [محمد شکیل]

پېښور -- په پیښور کې د منځني او ثانوي زده کړو بورډ (بورډ) له مخې، د هغه امنيتي کسانو ماشومان، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې وژل شوي ول، د ترهګرۍ ملکي قربانیان او هغه کسان، چې ترهګرۍ معذوران کړي، اوس به هغوی ته د تعليم فيس معاف شي.

د دې پریکړې، چې د هغه سيمې د اوسيدونکو لپاره ده کوم چې د پيښور د تعليمي بورډ لاندې راځي، اعلان د جنورۍ په میاشت کې شوی و.

د پېښور د منځني او ثانوي زده کړې بورډ چيرمين فضل الرحمان د فرورۍ په ۸ مه پاکستان فارورډ ته وويل،خیبرپښتونخواه صوبه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې له کبله د اوږدې مودې لپاره د غیر معمولي وضعیت سره مخامخ وه، چې زموږ لخوا غير معمولي تګلارې او ډیر پام ته يې اړتيا لرله.

هغه وويل، "زده کوونکو چې کوم اړې ګړې او د بې يقينۍ کوم حالت برداشت کړو ... بورډ یې مجبوره کړو چې د هغو کسانو د ماشومانو په هکله د پام وړ فيصله وکړي چې د اورپکۍ لخوا ځپل شوي وي."

هغه وويل، بورډ موافقه وکړه چې د داسې ماشومانو سره مرسته کول يوه داسې لاره ده چې د هغوی د والدينو لاسته راوړونو اعتراف وکړو او هغوی د مالي اندیښنو نه ازاد کړو.

رحمان وويل، دا اصلاحات د بورډ دا ژمنه په ګوته کوي چې د شهيدانو د کورنيو سره د يووالي څرګندونه وکړي او د هغوی بوج کم کړي.

هغه وويل، هیله ده چې دا به زده کونکي وهڅوي چې "د ښه والي ورته چلند وکړي او په راتلونکي کې د ضرورت مندو زده کونکو سره مرسته وکړي."

هغه وويل، "بورډ دا يقيني کړه چې دا مرستې به ټولو درخواست کوونکو ته په ښه او آسانه طريقه او د څه امتياز نه بغير ورکړل شي."

د پيښور د منځني او ثانوي زده کړې بورډ سيکريټري بشير خان يوسفزۍ وويل، په خیبر پښتونخواه کې نور تعلیمي بورډونه باید د پيښور بورډ د دې مثال نقل وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د فیس معافۍ په صورت کې مالي مرستې به د درناوي اشاره وي او د ماشومانو سره به د هغوی په تعلیمي لګښتونو کمولو کې مرسته وکړي."

يوسفزۍ وويل، پايلې به د يونيورسټو او مسلکي سازمانونو لپاره د بنسټيز چوکاټ رامنځته کولو له لارې ښه کړی شي او مسلکي سازمانونه به داسې طالب علمانو ته سکالرشپونه چمتو کړي.

هغه وويل، "دا د ټولنې مسوولیت دی چې د دې ماشومانو سره په هره ممکنه لاره مرسته وکړي او د دوی ستونزې کمې کړي او دوی ته اميد ورکړي چې په خپل غم باندې قابو ومومي."

قربانيان ستاينه کوي

کاظم حسين، چې د شاه رخ پلار دی، او په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې (ای پي ايس) په قتل عام کې ژوبل شوی و، وویل، د ترهګرۍ د قربانیانو لپاره د حکومت لخوا اخیستل شوی هر يو ګام د ستاينې وړ دی.

شاه رخ اوس مهال په انجنیرنګ او ټیکنالوژۍ يونيورسټۍ (يو ټي اي پي) کې د کیمیکل انجنیرنګ د دويم کال طالب علم دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د پيښور د بورډ د پرېکړې ملاتړ کوو چې د اورپکۍ ځپل شويو کورنیو ماشومانو ته فیسونه معاف کړي او دا يو ګام ګڼي چې د دوی قربانۍ ومني او دوی ته درناوی وکړي."

هغه زیاته کړه چې ډیر طالب علمان، چې د ترهګرۍ په پیښو کې يې خپل والدين له لاسه ورکړې دي، د مالي ستونزو سره مخ دي. هغه زیاته کړه چې د خیبرپښتونخواه حکومت او د پاکستان د لوړو زده کړو کمیشن باید د دې طالب علمانو سره په اعلی تعليم ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره اقدامات وکړي.

حسین وویل، "یواځې دوه سيټونه يو ټي اي پي د اورپکۍ ځپل شويو زده کونکو لپاره خوندي ساتلي دي -- یو د [شهید د ماشوم] لپاره او بل د هغه ماشوم لپاره چې د ترهګرۍ په پيښه کې ژوبل شوی دی -- چې د ځپل شويو طالب علمانو د شمیر سره سمون نه لري."

هغه وويل، د ترهګرۍ ځپل شوي طالب علمانو لپاره زيات سيټونه ساتل او هغوی ته فيس معاف کول به هغوى وهڅوي چې يونيورسټۍ ته لاړ شي او په حکومت باندې خپل باور زيات کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا په بايسپ کې ډير ظلم دی چې دوی ۵۰۰ روپۍ د مهاجرت لپاره راټولوي چې غريب انسان يې نه لري.

ځواب