ديپلوماسي

پاکستان د سرمايه کارۍ د معاهدو لپاره د سعودي ولي عهد شهزاده د سفر لپاره تياری کوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د فبرورۍ په ۱۶-۱۷مه، د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان السعود د پلان شوي دورې نه مخکې، چارواکو د فبرورۍ په ۱۳ مه په اسلام آباد کي امنيت سخت کړی دی. [نظر الاسلام]

د فبرورۍ په ۱۶-۱۷مه، د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان السعود د پلان شوي دورې نه مخکې، چارواکو د فبرورۍ په ۱۳ مه په اسلام آباد کي امنيت سخت کړی دی. [نظر الاسلام]

اسلام آباد -- د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳ مه) تايید وکړو، پاکستان تياری کوي چې سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان السعود ته د سرکاري دورې په ترڅ کې هرکلی ووايي.

دا دوه ورځنی سفر به د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۶ مه) پيل شي او په دې کې د وزير اعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ مشر سره د اعلی کچې خبرې اترې شامل دي، په داسې حال کې چې اسلام آباد غواړي چې د خپل کمزوري اقتصاد ښه کولو لپاره د سرمايه کارۍ مختلفې معاهدې لاسلیک کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره شوي اعلاميه کې وويل، "د هغه د پاتې کېدو پر مهال، پاکستان او سعودي عرب به په مختلفو سکتورونو کې يو شمېر معاهدې لاسليک کړي."

"دواړه هیوادونه به په هغو لارو او وسيلو هم خبرې اترې وکړي چې د همغږۍ په مهمو برخو کې په اغيزمنه توګه د پلي کولو او د چټک پرمختګ د یقیني کولو لپاره د یوې پیاوړې تعقیب میکانیزم جوړ کړي."

د سعودي ولي عهد د پلان شوي دورې نه درې ورځې مخکې، پولیس د فبرورۍ په ۱۳ مه په اسلام آباد کې د وزير اعظم سيکرټريټ مخې ته د یو موټر معاینه کوي. [نظر الاسلام]

د سعودي ولي عهد د پلان شوي دورې نه درې ورځې مخکې، پولیس د فبرورۍ په ۱۳ مه په اسلام آباد کې د وزير اعظم سيکرټريټ مخې ته د یو موټر معاینه کوي. [نظر الاسلام]

سخت امنیتي تدابير نيول شوي

په اسلام آباد کې د ميونسپل يو چارواکي وويل، دوه پنځه ستوري هوټلونه په بشپړه توګه د سعودي پلاوي لخوا بُک شوي دي، په داسې حال کې چې د سلطنت شاهي ساتونکي د دې هفتې په لومړيو کې پاکستان ته راغلې ول چې په امنیتي تدابیرو کې مرسته وکړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې پاکستان سخت امنیتي تدابیر نيسي.

د راپورونو له مخې، د ولي عهد شهزاده د دورې په دوران کې، په دغه تدابیرو کې د هوایي فضا بندول، په جزوي توګه د سيل فون خدمت معطل کول، او په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د مهمو لارو څخه د "زيات ټريفک" مخه نيول دي.

چارواکي اراده لري چې په دواړو ښارونو کې له ۱،۰۰۰ څخه زیات چيک پوسټونه جوړ کړي او د ډرون الوتکې او د ريموټ کنټرول نورې هوایي لوبتکې راوغورځوي.

د پوځ پخوانې ستر مشر جنرل (ریټايرډ) راحیل شریف، چې په سعودي عرب کې د تروریزم ضد د اسلامي پوځ ایتلاف لوړ کمانډر دی، د دولتي دورې نه مخکې د سه شنبې په ورځ له خان سره ولیدل.

د يو رسمي بيان له مخي، د غونډې په ترڅ کې، دوی د سیمه ایز امنیتي چاپیریال او د سولې او ثبات لپاره د هڅو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه بيان کې راغلي، "وزیراعظم خپله ژمنه څرګنده کړه چې هغه به په پاکستان کې سوله او ثبات راولي او په سيمه کې به د سولې لپاره د ټولو نوښتونو ملاتړ وکړي."

د پاکستان او خلیجي هيوادونو ترمنځ اړیکې لوړول

ریاض او اسلام آباد د يو څو مياشتو راهيسې په خبرو اترو کې ښکيل دي چې د ولي عهد د سفر لپاره د معاهدو تفصیلات پر وخت تيار کړي.

د راپورونو له مخې، سعودي عرب تياری کوي چې په پاکستان کې د ریکارډي سرمايه کارۍ معاهدې لاسلیک کړي، چې موخه یې د خپل هغه اتحادي سره مرسته کول دي چې د نغدو پیسو د بحران سره مخامخ دی.

د راپورونو له مخې، په دغه سرمايه کارۍ کې په بحيره عرب کې په ستراتيژيکي ګوادر بندر کې د ۱۰ ملیارده آمريکايي ډالرو (۱.۴ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) يوه ريفاينري او د تیلو يوه کمپني جوړل شامل دي.

دا دوره به یوازې څو هفتې وروسته له هغې ترسره شي کله چې پاکستان د ابو ظهبي ولي عهد شهزاده شیخ محمد بن زید النهيان د پام وړ هرکلی وکړو، لږ وروسته له هغې کله چېعرب امارات د ۳ ميليارده ډالرو ورکولو ژمنه وکړه چې د پاکستان اقتصاد سره مرسته وکړي.

والسټریټ ژورنال تیره میاشت خبر ورکړو چې سعودي عرب او متحده عرب امارات دواړو -- چې په منځني ختیځ کې د اسلام آباد ترټولو لوی سوداګریز شریکان دي -- د سرمايه کارۍ او قرضې لپاره پاکستان ته د ۳۰ میلیارده آمریکایي ډالرو (۴.۲ ټریلیون پاکستانۍ روپۍ) وړاندیز کړی دی.

پاکستان د يو څو مياشتو راهيسې د خپل خلیجي متحدینو سره خبرې اترې کوي ځکه چې د خان پاکستان تحریک انصاف حکومت غواړي چې د پیسو بحران ختم کړي او د پیسو نړیوال فنډ نه د احتمالي قرضې ترلاسه کولو امکان کم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500