ځوانان

وادي تيراه ته د طالب علمانو چکر د سولې او بيا رغونې پيغام ورکوي

د محمد آهل لخوا

د پاکستان پوځي چارواکي د فبرورۍ په ۴ مه وادي تيراه ته په راتلو باندې زده کونکو ته هرکلی وايي. [د محمد آهل نه په مننه]

د پاکستان پوځي چارواکي د فبرورۍ په ۴ مه وادي تيراه ته په راتلو باندې زده کونکو ته هرکلی وايي. [د محمد آهل نه په مننه]

د خيبر قبايلي ضلعې د مختلفو کالجونو او هايي سکولونو طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه د واورې په ډک ميدان کې د فوټبال لوبه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

د خيبر قبايلي ضلعې د مختلفو کالجونو او هايي سکولونو طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه د واورې په ډک ميدان کې د فوټبال لوبه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

سیلاني طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه په وادي تيراه کې د فوټبال لوبه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

سیلاني طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه په وادي تيراه کې د فوټبال لوبه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

طالب علمان، چې د وادي تيراه څخه ليدنه کوي، د فبرورۍ په ۴ مه سلفي اخلي. [د محمد آهل نه په مننه]

طالب علمان، چې د وادي تيراه څخه ليدنه کوي، د فبرورۍ په ۴ مه سلفي اخلي. [د محمد آهل نه په مننه]

طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه وادي تيراه ته د خپل سفر د برخې په توګه د پاکستاني پوځ د زوړ مشين ګن، چې د نمايش لپاره ښودل شوی دی، معاينه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه وادي تيراه ته د خپل سفر د برخې په توګه د پاکستاني پوځ د زوړ مشين ګن، چې د نمايش لپاره ښودل شوی دی، معاينه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

یو زده کوونکی د فبرورۍ په ۴ مه وادي تيراه ته د خپل سفر په دوران کې په واوره باندې "پاک پوځ" ليکي. [د محمد آهل نه په مننه]

یو زده کوونکی د فبرورۍ په ۴ مه وادي تيراه ته د خپل سفر په دوران کې په واوره باندې "پاک پوځ" ليکي. [د محمد آهل نه په مننه]

تيراه -- د زده کونکو، چې د فبرورۍ په ۴ مه د لرې او د واورۍ نه ډکه د خيبر قبايلي ضلعې څخه لیدنه کوي، هرکلی د دوديزو سندرو، دودیزې ګډا، د خوندورو خوراکونو او د فوټبال ميچ سره وشو --چې دا هغه وخت يوه ناممکننه خبره وهکله چې وسله والو ډلو تقريباََ يوه عشره مخکې په دغه سيمه کنټرول لرلو.

پوځي کمانډرانو د دغه چکر انتظام کړی و، چې په دوی کې د باړې، لنډي کوتل او نورو قبايلي سیمو د هايي سکولونو او کالجونو طالب علمان شامل ول. دوی د دغه ځوانانو سره په ځايي کليو کې د سولې په مارچ کې شامل شول، په داسې حال کې چې دوی د پاکستان جهنډا لرله او د دوديزو سندرو سره يې ګډا کوله.

شفيق آفريدي، چې د باړې طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ په رښتیا سره خوشحاله يو چې په لومړي ځل مو د وادي تيراه ښکلا ولیدله، او موږ د پوځ څخه شکريه ادا کوو چې دلته یې دا سفر ممکن کړو."

هغه وويل، "ژوند بيرته عادي حالت ته راغلی دی."

قبایلي سیلاني طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه په وادي تيراه کې د فوټبال لوبه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

قبایلي سیلاني طالب علمان د فبرورۍ په ۴ مه په وادي تيراه کې د فوټبال لوبه کوي. [د محمد آهل نه په مننه]

جنيد آفريدی، چې د باړې ګورنمنټ هايي سکول زده کوونکی دی، وويل چې هغه د دغه وادي د ښکلا په اړه ډير اوريدلي ول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "زه دلته په لومړي ځل راغلی يم او دا په ريښتيا سره د سيلانيانو لپاره ډير غوره ځای دی."

د سولې ګټې روښانه دي

ځايي خلکو د سولې ګټې ليدلي دي.

د میدان باغ مرکزي جومات، چې د اورپکۍ له کبله د ډیرو کلونو لپاره بند و، د جنورۍ په ۲۵ مه پرانستل شو. په دغه وادي کې بازارونه او تجارتونه بيا وده کوي ځکه چې د لاسرسۍ سړکونه د ټريفک لپاره پرانیستل شوي دي.

شاه جي ګل آفريدي، چې يو قبايلي مشر دی او د خيبر ضلعې نه د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی دی، پاکستان فارورډ تهالحاج وويل، "د ميدان جومات بیا پرانیستل او قبایلي سیمو ته د پاکستانيانو سفر -- په ځانګړې توګه د لرې وادي تيراه ليدل -- د ځایي خلکو لپاره د امید يوه رڼا ده."

هغه وويل، "اوس وخت دی چې د (قبايلي سيمې) په قامي بهير کې شاملول ګړندي کړی شي چې دوی ځان دوی د دولت يوه برخه وګڼي."

آفريدي وويل، "سوله بيا بحال شوې، خو موږ بايد قبایلي ځوانانو ته تعليم ورکړو او د هغوی په ځايونو کې د هغوی لپاره د روزګار موقعې رامنځته کړو."

اقبال آفريدي، چې د خيبر ضلعې نه د قومي اسمبلۍ غړی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د قبایلي غړو او امنیتي پرسونلو قربانیانو د سوله ايز قبایلي سیمو لپاره لاره هواره کړې ده."

هغه وويل، "د انضمام د پلان عملي کيدو سره، د خيبر قبايلي سيمه به د اقتصادي پرمختګ لپاره يوه لاره وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500