روغتیا

دوه اړخیزه همکاري افغان ډاکټرانو ته زمینه برابره کړې ده چې له پاکستان څخه مرسته ترلاسه کړي

د اشفاق یوسفزي راپور

یوه افغانه ښځه د مرغومي په ۲۳مه د پېښور په نصیرالله خان بابر روغتون کې د لشمانیا مرکز کې د درملنې ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [د خیبر پښتونخوا د روغتیا اداره]

یوه افغانه ښځه د مرغومي په ۲۳مه د پېښور په نصیرالله خان بابر روغتون کې د لشمانیا مرکز کې د درملنې ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [د خیبر پښتونخوا د روغتیا اداره]

پیښور -- د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه همکاري پاکستان ته زمینه برابر کړې ده څو د افغان ډاکټرانو لپاره مسلکي تعلیمات برابر کړي چې پدې کار سره به افغان ډاکټران وکړاي شي په ښه ډول د افغانستان په روغتونو کې ناروغانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د جلال اباد یوه ډاکتر حشمت پاینده خېل وویل،‌ترهګرۍ په افغانستان کې ډېرې روغتیایي اسانتیاوې له کاره غورځولي دي. هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «خو د پاکستان مرسته زمونږ د روغتیایي پاملرنې سیستم ته وده ورکوي،»

پاینده خېل د لسو ډاکترانو د داسې یوه ګروپ غړی دی چې د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د پښتورګو د اړوندو ناروغیو په هکله یوه دوه میاشتنۍ روزنه ترلاسه کوي. دغه روزنه د مرغومي‌ په ۲۰مه پیل شوه.

هغه وویل، «مونږ به په جناح روغتون کې، چې د پاکستان د حکومت له خوا د ۱۸ میلیونو ډالرو په لګښت د پښتورګو د ناروغانو د درملنې لپاره جوړ شو، کار کوو. په پام کې ده چې دغه ۴۰۰ بستریز روغتون د را روان کال د لیندۍ په میاشت کې په کابل کې کار پیل کړي.»

په دې عکس کې، چې د مرغومي په ۲۶مه اخیستل شوی، افغان ډاکتران په داسې حال کې ښودل کیږي چې د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د پښتورګو د ناروغیو انسټیټیوټ کې یې په یوه روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې ده. [د خیبر پښتونخوا د روغتیا اداره]

په دې عکس کې، چې د مرغومي په ۲۶مه اخیستل شوی، افغان ډاکتران په داسې حال کې ښودل کیږي چې د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د پښتورګو د ناروغیو انسټیټیوټ کې یې په یوه روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې ده. [د خیبر پښتونخوا د روغتیا اداره]

هغه وویل، په دغو دوه میاشتنیو کورسونو کې به د ۱۰ افغان ډاکترانو پنځه ګروپونه د پښتورګو د ناروغانو د تشخیص او تداوۍ په برخو کې روزنه ترلاسه کړي.

په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې یوه پاکستاني روزونکي، ډاکتر نوازخان، پاکستان فارورډ ته وویل، «د دغو ډاکترانو له جملې څخه به ځینې په جلال اباد کې نشتر د پښتورګو روغتون کې، چې د پاکستان له خوا جوړ شوی دی، توظیف کړای شي. په پام کې ده چې دغه مرکز په را روان زمري کې پرانستل شي.»

خان وویل، هغه او نورو پاکستاني ډاکترانو د لیندۍ په میاشت کې له کابل او جلال اباد څخه لیدنه وکړه چې ډاکترانو او ټکنیشنانو ته دا ور وښیي چې ډیالېس څنګه ترسره کړي او څنګه د ناروغانو مدیریت وکړي.

پاملرنه ښه کول

د پېښور په خیبر تدریسي روغتون (خیبر ټیچېنګ هسپتال) کې د نري رنځ متخصص، ډاکتر جواد خان، وویل چې هغه او نور پاکستاني ډاکتران وخت په وخت افغانستان ته ځي چې هلته د روغتیایي پاملرنې برابروونکیو ته د عصري ټکنالوجۍ، چې د نري رنځ په تشخیص او تداوۍ کې کارول کیږي، د کارولو په برخه کې معلومات ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «همدارنګه مونږ په افغانستان کې نوي درمل او تحقیقاتي خدمتونه معرفي کړل،»

هغه وویل، تر اوسه پورې پاکستاني ډاکترانو خواوشا ۷۰ افغان ډاکترانو او نرسانو ته د نري رنځ د پاملرنې په برخه کې روزنه ورکړې ده چې اوس هغوی په افغانستان کې په بېلابېلو روغتونونو کې کار کوي.

په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د پښتونخوا د مور او ماشوم د روغتیا پروګرام یوه معالج، ډاکتر باز محمد، وویل چې افغان ناروغان د باکیفیته روغتیایي پاملرنې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي او له ناروغیو څخه ژر متاثر کېږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ یوه هوکړه لرو چې د هغې په اساس، مونږ د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې ۲۰۰ ډاکتران، د ډاکترانو مرستیالان او نرسان روزلي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم او عمومي روغتیایي پاملرنې اسانتیاوې پیاوړې کړو،»

هغه وویل، «هغه کسان، چې مونږ روزلي، هغوی پخپله اوس په افغانستان کې د روزونکو په توګه کار کوي،»

روغتیایي خدمتونو ته وده ورکول

د پاکستان د روغتیایي خدمتونو فدرالي وزیر، عامر محمود کیاني، پاکستان فارورډ ته وویل، پاکستان له کلونو راهیسې مرسته کوي چې په افغانستان کې روغتیایي بېخبنأ ته وده ورکړي.

هغه وویل، دا هڅه د مرستې او پرمختیایي پروژو د یوې سلسلې برخه ده چې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پاکستان د تخنیکي مرستو پروګرام لاندې په ۱۳۸۶ کال کې پیل شوې ده.

کیاني وویل، د دې نوښت د برخې په توګه به ۱۸ افغان ډاکتران د را روان غوایي له میاشتې څخه په کراچۍ کې د سند د یورولوجۍ او ټرانسپلنټېشن انسټیټیوټ کې په یوه شپږ میاشتني روزنیز پروګرام کې برخه واخلي.‌

هغه وویل، په پېښور، اسلام اباد، کوېټه، لاهور او کراچۍ کې افغان ناروغانو ته د خدمتونو په برابرولو سربېره، پاکستاني ډاکتران د هغوی په محلي روغتونونو کې د افغانانو درملنه کوي.

هغه وویل، «مونږ په کابل او هرات دواړو کې ۲۰ بستریز د سوزېدلو مرکزونه جوړ کړي، چې افغانانو ته په وړیا توګه درملنه برابروي،» او زیاته یې کړه چې دغه مرکزونه له جرمني سره د همغږۍ له لارۍ جوړ کړای شول.

د پولې دواړو غاړو ته هڅې

د خیبر پښتونخوا د روغتیا د وزیر هشام انعام الله خان په وینا، د پاکستان او افغانستان تر منځ د روغتیایي پاملرنې د همکارۍ یو له غوره مثالونو څخه د پولیو د له منځه وړلو هڅه ده.

هغه وویل، پاکستان او افغانستان په نړۍ کې په هغو وروستیو هېوادونو کې دي چې پولیو په کې موجوده ده، ځکه چې ترهګري د پولې دواړو غاړو ته د پولیو د پېښو یوې څپې ته لاره هواره کړې ده. یوازنی بل داسې هېواد نایجیریا دی.

د دې لپاره، چې دغه ناروغي په یو ځل او بېخي ورکه کړي،‌ د جنوبي اسیا دغو دوه هېوادونو ګډه هڅه پیل کړې چې په پوله د اوښتلو را اوښتلو په نقطو کې هر ماشوم ته واکسین وکړي.

همدارنګه، پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره کار کوي چې افغان کډوالو ته روغتیایي پاملرنه برابره کړي.‌

خان وویل، «زمونږ ډاکتران له سرحدي سیمو سره نژدې، چې هلته افغانان روغتیایي خدمتونه ترلاسه کوي، طبي کمپونه لګوي. خیبر پښتونخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره په همکارۍ په هغو سیمو کې چې افغان کډوال اوسېږي، روغتیایي اسانتیاوې پیاوړې کړي دي.

هغه وویل، په پېښور کې موجود روغتونونه هم افغانانو ته وړیا خدمتونه برابروي، او زیاته یې کړه چې په پېښور کې د تداوي کېدونکو ناروغانو لږ تر لږه ۱۰٪ افغانان دي، په داسې حال کې چې نور بیا د تداوۍ لپاره کوېټې ته ځي.

د پاکستان 'سخاوتمندانه' مرسته

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین له پاکستان څخه مننه وکړه چې د هغه له هېواد سره د روغتیایي خدمتونو د پیاوړي کولو په برخه کې مرسته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په تېرو ۱۰ کالو کې، پاکستان خواوشا ۵۰۰۰ روغتیایي کارکوونکي روزلي دي -- چې سړي او ښځې دواړه په کې شامل دي -- او دا د افغانستان د روغتیایي پاملرنې د شبکې د پیاوړي کولو لپاره زمونږ د هوکړې برخه وه،»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې زمونږ خلک بهترو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري او د ناروغیو بار کم کړای شي،»

هغه وویل، «له دوه لسیزو څخه د اوږدې ترهګرۍ په ترڅ کې، د افغانستان د روغتیایي مرکزونو له نیمایي څخه ډېر ویجاړ شوي، چې د ناروغانو لپاره یې د درملنې په ترلاسه کولو کې ستونزې رامنځته کړي دي،»

فیروز وویل،«پاکستان په سخاوتمندانه توګه زمونږ مرسته کوله چې د ښځو او ماشومانو لپاره درملنه ممکنه شي، په داسې حال کې چې هغه ناروغان چې هغوی ښایي اېچ آی وي/ایډز ولري، د تشخیص او وړیا درملو لپاره پېښور ته لېږل کیږی،»

هغه وویل، «پاکستاني حکومت همدارنګه د هغو ناروغانو لپاره، چې د درملنې لپاره هلته ځي، د وېزې پروسه اسانه کړې ده. ناروغان په سرحد کې وېزه ترلاسه کوي، چې دا له هغوی سره پاکستاني روغتونونو ته د اسان لاسرسي په برخه کې مرسته کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ستاینې وړ همکاري. دا باید د بشري د لیلونو له کبله دوام ومومي.

ځواب