امنیت

د پيښور يو پبلک سکول لومړۍ سکول دی چې د سي سي ټي وي کيمرو نظام نصب کوي

د سيد انصار عباس لخوا

د سي سي ټي وي يو مانيټر د جنورۍ په ۲۳ مه په پیښور کې په ګورنمنټ شهید مبين شاه آفریدي هاير سيکنډری سکول نمبر ۱ کې یو کلاس ښیي. [سید انصار عباس]

د سي سي ټي وي يو مانيټر د جنورۍ په ۲۳ مه په پیښور کې په ګورنمنټ شهید مبين شاه آفریدي هاير سيکنډری سکول نمبر ۱ کې یو کلاس ښیي. [سید انصار عباس]

پیښور -- خیبر پښتونخواه (کی پي) په ګورنمنټ هاير سيکنډری سکول کې د کلوز سرکټ ټيلي ويژن کيمرو (سي سي ټي وي) د څارنې نظام نصب کړی دی چې د امنیت دښه کولو او د تعلیمي چاپیریال د څارنې هڅه وکړي.

چارواکو په پیښور کې په ګورنمنټ شهید مبين شاه آفریدی هاير سيکنډری سکول نمبر ۱ کې د ۳۲ سي سي ټي وی کيمرې نصب کړي دي. نورې ۱۶ کيمرې به په يو څو هفتو کې نصب شي.

پرنسپل عتيق الرحمان د جنورۍ په ۱۸ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "په دې نظام باندې ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ (۳،۵۰۰ آمريکايي ډالره) لګښت راغې." هغه زياته کړه چې دا په صوبه کې لومړی نظام دی.

هغه وويل، "اوس زموږ سکولونه او حتی کلاسونه د حکومتي لارښوونو له مخې خوندي شوي دي."

د جنورۍ په ۲۳ مه په پیښور کې په ګورنمنټ شهید مبين شاه آفریدي هاير سيکنډری سکول نمبر ۱ کې د سي سي ټي ټي وي کيمرو له لارې يو شمير کلاسونه ښودل شوي دي. [سید انصار عباس]

د جنورۍ په ۲۳ مه په پیښور کې په ګورنمنټ شهید مبين شاه آفریدي هاير سيکنډری سکول نمبر ۱ کې د سي سي ټي ټي وي کيمرو له لارې يو شمير کلاسونه ښودل شوي دي. [سید انصار عباس]

یو ښوونکی د جنورۍ په ۲۳ مه په ګورنمنټ شهید مبين شاه آفریدي هاير سيکنډری سکول نمبر ۱ کې د يو کلاس مشري کوي. [سید انصار عباس]

یو ښوونکی د جنورۍ په ۲۳ مه په ګورنمنټ شهید مبين شاه آفریدي هاير سيکنډری سکول نمبر ۱ کې د يو کلاس مشري کوي. [سید انصار عباس]

په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي ايس) باندې د تروريستي بريدونو نه وروسته، دا هدایات ورکړل شو چې د سکولونو خوندیتوب او امنیت يقيني کړي.

هغه وويل، "دا نظام به ډېر ژر د خيبر پښتونخواه د تعليمي ډیپارټمنټ سره وتړل شي."

رحمان وويل، "اوس موږ توان لرو چې په کلاسونو کې د فعاليتونو څارنه او نګراني وکړو." "سي سي ټي وي کيمرې به موږ ته اجازه راکړي چې پوهه شو چې څنګه ښوونکي تدریس کوي او آیا زده کونکي زده کړه کوي."

د سکول په امنیتي دفتر کې کارکونکي مانيټرونه لري چې هغوی ته توان ورکوي چې د کيمرو ويډيوګانې وګوري.

هغه وويل، "که چيرې حکومت اجازه ورکړي نو والدين به لاسرسي ترلاسه کړي." هغه زياته کړه چې زده کونکي کولاى شي چې د غير حاضرۍ وروسته د درسونو ريکارډونه هم وګوري.

ښوونکي او طالب علمان تر څارنې لاندې ساتل

د رحمان او د سکول د ټولنې نورو غړو له مخې، ښوونکي او زده کوونکي اوس په دې پوه دي چې هغوی لیدل کیږي او غوره چلند کوي.

محمد فرهاد، ۱۷ کلن، چې په دغه سکول کې د لسم جماعت طالب علم دی، وويل، په کلاسونو کې د کيمرو په لګولو سره په کلاسونو کې د ښوونکو موجودګي او شتون یقیني کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اوس موږ د خونديتوب احساس کوو او د هيڅ يو بريد د خطر پرته د ښوونکو درسونه په توجو سره اورو."

هغه وویل، "کيمرې د هغو زده کونکو تر منځ نظم يقيني کوي کوم چې په خپلو مطالعاتو کې جدي نه وي." "جدي زده کوونکي اوس خوشحاله دي."

اويس محمد، چې په دغه سکول کې د ۶-۸ کلاسونو استاد دی، وويل، "دا په بشپړه توګه يوه نوي مفکوره ده -- هیڅ یو سرکاري سکول دا ډول عصري ټکنالوژي نه ده نصب کړې."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل،"په کلاس کې تاوتریخوالی، جسماني سزا او د ښوونې پرته نور فعالیتونه نور ممکن نه دي."

هغه وويل، "اوس د تدریس په طريقو کې نیمګړتیاوې لرې کیدی شي ... چې بالاخر زده کوونکو ته به ګټه ورسوي."

امنيت برقرار ساتل

نايب پرنسپل اقتدار علی پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ سکول په خیبرپښتونخواه کې، د قبایلي سیمو په ګډون، لومړی سکول دی چې د سي سي ټي وي کيمرو د څارنې نظام د معرفي کولو له لارې یې د "محفوظ او خوندي کلاسونو" پروګرام لپاره د حکومت لارښوونې یقیني کړي."

هغه وويل، "اوس د سکولونو انتظاميه کولاى شي چې هر وخت د امنيتي تدبيرونو، د امنيتي پوستو په ګډون، بيا کتنه وکړي."

علي وويل، "اوس په کلاسونو کې زده کونکي د نورو د بکسونو نه څه پټولی نه شي، او دوی به په مناسب ډول عمل وکړي."

هغه زیاته کړه، "نقل به ختم شي." او د خیبرپښتونخواه د منځنۍ او ثانوي زده کړو بورډ به سي سي ټي وي نظام ته لاسرسی ومومي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500