دین

القاعدې د داعش او د هغه د 'ګمراه' خلیفه البغدادي د له منځه وړلو غږ وکړ

سلام ټایمز

دا د القاعدې د اعلامیې د پوښ عکس دی چې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) باندې انتقاد کوي. دغه اعلامیه د مرغومي په ۸ مه خپره شوې ده. [آرشیف]

دا د القاعدې د اعلامیې د پوښ عکس دی چې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) باندې انتقاد کوي. دغه اعلامیه د مرغومي په ۸ مه خپره شوې ده. [آرشیف]

القاعدې په داعش او د هغه په مشر ابوبکر البغدادي یو ګنګس کوونکی انتقاد خپور کړی، او په هرځای کې مېشتو مسلمانانو باندې یې غږ کړی چې پورته شي او دغه ډله خرابه کړي.

دا اعلامیه، چې د القاعدې اړوند د رسنیو د بیان فاونډېشن له خوا د مرغومي په ۸ مه خپره شوې، د داعش په ویجاړولو او دې باندې تمرکز کوي چې څنګه اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه ګروپ په یو ځلي او بشپړ ډول له منځه وېوړل شي.

اعلامیه داسې پیل کېږي، «او نن، وروسته له هغه، چې د هغوی نفوذ له منځه لاړ او هغه خطر چې هغوی د شام په ځمکو کې رامنځته کړی وو، مات شو، هغوی په ډېرو سیمو کې نوې څانګې پرانستې چې په کې هغوی په مجاهدینو باندې کړاوونه او مصیبتونه او د ځمکو او د هغو د خلکو پر ضد ډېر فساد او جرایم پيل کړل،»

«دغه ګروپ یو ځل بیا [د نړۍ په نورو برخو کې] راپورته کیږي چې د خیانت او جنایت یو بل فصل ولیکي او مبهمو بهرنیو اجنداوو ته غلامي وکړي، او له نښو څخه داسې ښکاري چې هغوی د نړیوالو استخباراتي ادارو له خوا د جاسوسانو په توګه توظیف شوي او د هغوی لپاره کار کوي.»

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس، چې د دغې ډلې غړي په ختیځه افریقا کې ښیي. دا ډله هڅه کوي چې په عراق او سوریه کې د هغوی د 'خلافت' له نسکورېدلو څخه وروسته هلته ریښې وځغلوي. [آرشیف]‌

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس، چې د دغې ډلې غړي په ختیځه افریقا کې ښیي. دا ډله هڅه کوي چې په عراق او سوریه کې د هغوی د 'خلافت' له نسکورېدلو څخه وروسته هلته ریښې وځغلوي. [آرشیف]‌

د القاعدې د یوې متحدې ډلې، تحریرالشام،‌ غړي د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۳ مه د سوریې له ادلیب سره نژدې د یوې وسله والې روزنې په ترڅ کې. [آرشیف]‌

د القاعدې د یوې متحدې ډلې، تحریرالشام،‌ غړي د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۳ مه د سوریې له ادلیب سره نژدې د یوې وسله والې روزنې په ترڅ کې. [آرشیف]‌

د داعش غړي په ۱۳۹۷ کاال کې په ختیځه سوریه کې د متحده ایالاتو له خوا حمایه شویو جنګیالیو سره جګړه کوي.‌ داعش د خپل 'خلافت' ۹۹٪ برخه، چې یو وخت یې د عراق او سوریې په پراخو ځمکو کې لرله، له لاسه ورکړې ده. [آرشیف]‌

د داعش غړي په ۱۳۹۷ کاال کې په ختیځه سوریه کې د متحده ایالاتو له خوا حمایه شویو جنګیالیو سره جګړه کوي.‌ داعش د خپل 'خلافت' ۹۹٪ برخه، چې یو وخت یې د عراق او سوریې په پراخو ځمکو کې لرله، له لاسه ورکړې ده. [آرشیف]‌

په اعلامیه کې راغلي، «د هغوی هدف دا دی چې فتنه جوړه کړي، تورونه ولګوي او صفونه کمزوري کړي،»

"جنګ پای ته نژدې کېږي."

د القاعدې منافقت

القاعده په دې برخه کې له ژور منافقت څخه کار اخلي چې خپل ځان د داعش په نسبت لوړو اخلاقو ته ژمن او له یادې ډلې څخه غوره بولي.‌

د القاعدې له رامنځته کېدا راهیسې، دغه سازمان خپل ځان اسلام په ناوړه ډول تفسیروي او داعش هم دې ته ورته کار کوي او په نړۍ کې د بې ګناه خلکو وژنې توجیه کوي.‌

له ۱۹۹۸ راهیسې، چې القاعدې په کینیا او تنزانیا کې په سفارتونو باندې بمي بریدونو کې په سلګونو بې ګناه خلک ووژل، بیا د ۱۳۸۰ د وږي تر ۲۰ مې پورې، چې دې ډلې په متحده ایالاتو کې په زرګونو خلک ووژل، په دا ټولو کلونو کې د القاعدې اصلي هدف وینه تویول وو.‌

په منځني ختیځ کې، القاعدې د بې شمېره بمي بریدونو او وژنو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. په ځانګړې توګه په عراق او یمن کې، القاعده د فرقه یي شخړو او بې ثباتۍ اصلي ریښه ده،‌ چې په ښوونځیو او حکومتي ادارو بمي بریدونه کوي. هغوی څو ځلې ښځې او ماشومان په خپلو بریدونو کې په نښه کړي دي.

نن، په سوریه کې د القاعدې تحریرالشام څانګه دغه خونړی میراث جاري ساتي، چې خلک شکنجه کوي، ځانمرګي بمي بریدونه او اعدامونه ترسره کوي.

د داعش 'خلافت' ماتېږي

داعش د سرحد دواړو غاړو ته د خپل تش په نامه «خلافت» چې البغدادي په ۱۳۹۳ کې اعلان کړی وو،‌ ۹۹٪ خاوره له لاسه ورکړې ده.‌

د دغې ترهګرې ډلې له خوا د دولت جوړونې خوبونه هغه وخت ویجاړ شول چې داعش د ۱۳۹۶ د چنګاښ په میاشت کې د عراق له موصل څخه او بیا د تلې په میاشت کې د سوریې له الراقه څخه، چې هغوی د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړی وو، و اېستل شو.

په هغو لویو ماتو پسې وروسته، د داعش جنګیالي د سوریې دښتي سیمو ته وشړل شول او داسې حالت ته ورسېدل چې هېڅ قلمرو په لاس کې نه لري.‌

په داسې حال کې چې د داعش مربوط یو څو څانګو په افریقا، او تر ډېره په سومالیا او نایجریا کې سرونه پورته کړي، البغدادي پخپله په یوه ۵۵ دقیقه یي پیغام کې، چې د زمري په ۳۱ مه د داعش د رسنیو له خوا خپور شو، اعتراف وکړ چې داعش په منځني ختیځ کې د خپلو نظامي ماتو له امله له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

البغدادي، له هغه څه څخه چې په میدان کې د یادې ډلې ماتې ښکاري، اعلام کړه،‌ «د مجاهدینو لپاره د بریا یا ماتې اندازه په یوه ښار یا ښارګوټي پورې چې د هغه چا لاسونو ته لوېږيچې قوي هوایي ځواک لري،‌ ارتباط نه لري.»

هغه همدارنګه د ګروپ د پاتې شونو تر منځ د نظم د کموالي د راپورته کېدلو په هکله خبرې وکړې او خپلو مرستیالانو ته یې خبرداری ورکړ چې د خپلو سړیو تر منځ دې د بغاوت نښې وڅاري.‌ هغه د بېلابېلو هېوادونو، سیمو او نژادونو اړوند د داعش غړو باندې تاکید وکړ چې له خپلمنځي جنګونو او دښمنو څخه دې ځانونه وژغوري.‌

هغه په خپلو پلویانو غږ وکړ چې خپل «دین، صبر یا جهاد» نه پرېږدي.

'په دیني احکامو باندې نه پوهېږي

'د القاعدې په اعلامیه کې راغلي، داعش «او د هغوی پست فطرته منحرف خلیفه» البغدادي، اسلام «په ښکاره او قصدي توګه تحریفوي».

اعلامیه وایي، «د البغدادي د ډلې د رذیلو غړو په زړونو مهرونه لګېدلي او سمه لاره نه پیژني، ځکه چې د هغوی دماغونه په تکبر کې پټ او ارواګانې یې په عبثیاتو او لجاجت کې نغښتل شوې وې،»

«له دې امله، یوازنی شی، چې کېدای شي له دغو پست فطرتانو سره وشي، دا دی چې د هغوی پر ضد د خدای امر پرځای شي، او داسې چې د هغوی د ظلم مخه ونیول شي او د هغوی ریښې واېستل شي. او تاسو شرعاً کولی شئ چې د هغوی په وړاندې همداسې وکړئ.»

اعلامیه تاکید کوي چې، «د دغه رذیل ګروپ پر ضد ودرېږئ، د هغوی په وړاندې هېڅ رحم مه کوئ. مونږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې هغوی هېڅ دین او اخلاق نه لري او څه چې د هغوی په کرکټر کې موجود دي، هغه له اخلاقي پلوه غلط دي.»

پای ته د داعش په نژدې کېدلو سره، «هغوی د توطیو جوړولو ته مخه کړې ده څو صفونه کمزوري کړي او په دې برخه کې یې بریا ترلاسه کړې ده».‌

یوه د توطیې تیوري وایي چې داعش او افراطي ډلې د غربي هېوادونو، او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له خوا رامنځته شوي دي.‌

په داسې حال کې چې دا تیوري په اسلامي نړۍ کې د پام وړ ملاتړ لري،‌ ګڼ شمېر اکاډمیک خلک، نور تحلیلګران او دیني څېرې وایي چې دغه ډول تیوریانې دروغ دي او د دې لپاره خپریږي چې په ځمکه کې موجود حقیقتونه تحریف کړي.

د مسلمانانو پر ضد د داعش ظلمونه

داعش په منظمه توګه په لمانځه ولاړ لمونځغاړي وژلي او په جوماتونو یې بمي بریدونه کړي، ښځې او ماشومان یې وژلي، د ملکي خلکو کورونه یې سوزولي او په ښوونځیو یې بریدونه کړي دي.

د القاعدې له خوا داعش ته د وفادارو کسانو په هکله داسې ترخې او سختې خبرې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د داعش له خوا د اسلام په نامه د خلکو د وژنې په هکله ډېر معلومات خپاره شوي او د دغې ډلې تر منځ یې خپلمنځي جګړې رامنځته کړي او صفونه یې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، له ویجاړتیا سره مخامخ شوي دي.‌

د داعش یوه پخواني غړي چې په ننګرهار ولایت کې تسلیم شو، په افغانستان کې د یادې ډلې د ځینې داخلي کارونو په هکله معلومات ورکړل.‌

هرات خان، چې ۵۵ کاله عمر لري او له دوه کالو څخه ډېر د داعش په ګټه جنګېدلی دی، وویل، «مونږ فکر کاوه چې دا یو اسلامي خلافت دی، خو وروسته مونږ پوه شو چې هغوی ټول خارجیان ول او هغه یوه بېله لوبه وه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی زمونږ مشران او ماشومان وژل. مونږ هر څه په خپلو سترګو ولیدل، خو مونږ به هغوی ته هېڅ نشوای ویلی ځکه چې که مونږ څه ویلي وای، هغوی به وژلي وو. دغه کار مونږ چوپ پاتې کړي وو.»

د جوزجان ولایت د درزاب یوه قومي مشر، باز محمد داور، وویل، «د ماشومانو په وژلو سربېره، د داعش اورپکي د ملکي خلکو د شیانو په غلا کولو، جنسي تېریو، د ملکي خلکو په زورولو او د ښوونځیو په سوزولو کې ښکېل ول،»

هغه وویل، «د داعش څلورو جنګیالیو یوه ۱۹ کلنه کوژده شوې نجلۍ له کور نه لیرې د داعش یوه مرکز ته بوتلله،‌ چې هلته د داعش ټول ګروپ تر څلورو اونیو پورې پرې جنسي تېری کاوه،»

د داعش د ویجاړولو لپاره وروستی غږ

داعش په دوامداره توګه اسلامي ارشادات، اساسي اخلاق او د هغو خلکو، محلي کلتور، چې هغوی یې د استازیتوب دعوه کوي، ځپلي دي.

د القاعدې په بیان کې راغلي، «هغه څه چې د البغدادي ډله یې کوي، هغه یو زهري خنجر دی چې د هغه په وسیله تاسو ستاسو د هدفونو له ترسره کولو څخه ایساروي او هدفونو ته د رسېدلو په لاره کې مو خنډ جوړېږي،»

«نو له دغو خنډونو څخه خبر اوسئ، ځوابونو او رسمیاتو ته منتظر اوسئ، او د هغوی پر ضد په متحد ډول پورته شئ، د هغوی بانډونه تعقیب کړئ،‌ پاتې شوني کسان یې ونیسئ، صفونه یې مات کړئ او په کمین کې ورته ناست اوسئ.»

هغه وایي، «د رذیل البغدادي ډله په خپلو زړونو کې د جهاد او مجاهدینو پر ضد توره کینه لري او تل فکر کوي چې یوازې هغوی په حقه دي، خو د هغوی ټول شعارونه دروغ دي؛، هغوی خپل دین (اسلام) نه دی خپور کړی، خلافت یې نه دی جوړ کړی، (د مسلمانانو) وینه او وقار یې نه دي ساتلي.»

په اعلامیه کې راغلي، «هېڅ مسلمان د هغوی له شر څخه خوندي نه دی. هغوی د مجاهدینو پر ضد په چټکۍ سره خپلې تورې راوباسي او دا کار د کفارو پر ضد ډېر کم کوي. هغوی نه اسلام خپور کړی او نه یې دښمن ته ماتې ورکړې ده.»

«نو، ای د توحید او جهاد ورونو! هلئ پورته شئ او لاس په کار شئ!»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو، دا خبرې مونږ شيعه ګانو ډير مخکې کړې وې... مونږ په سوريا او عراق کې داعش ته ډير سخت شکست ورکړو ... او د هغوی حقيقت مو نړۍ ته وښوو.

ځواب