د ښځو حقوق

ښځينه لوبغاړي په پېښور کې د تير اندازۍ په لاره کې د سماجي خنډونو سره مبارزه کوي

د محمد شکيل لخوا

سارا خان په پېښور کې په خپل کلب کې نارينه او ښځینه دواړو زده کونکو ته تير اندازي ښيي. [محمد شکیل]

سارا خان په پېښور کې په خپل کلب کې نارينه او ښځینه دواړو زده کونکو ته تير اندازي ښيي. [محمد شکیل]

د تير اندازۍ ښوونکي سارا خان په پيښور کې د نومبر په مياشت کې طالب علمانو ته ښيي چې څنګه لينده او غشې په لاس کې ونيسي. [محمد شکیل]

د تير اندازۍ ښوونکي سارا خان په پيښور کې د نومبر په مياشت کې طالب علمانو ته ښيي چې څنګه لينده او غشې په لاس کې ونيسي. [محمد شکیل]

سارا خان زده کونکو ته ښيي چې څنګه شيش واخلي او غشې وولي. [محمد شکیل]

سارا خان زده کونکو ته ښيي چې څنګه شيش واخلي او غشې وولي. [محمد شکیل]

سارا خان په پيښور کې د نومبر په مياشت کې د ليندې او غشې د طريقو په اړه زده کونکو ته زده کړه ورکوي. [محمد شکیل]

سارا خان په پيښور کې د نومبر په مياشت کې د ليندې او غشې د طريقو په اړه زده کونکو ته زده کړه ورکوي. [محمد شکیل]

سارا خان په پيښور کې د نومبر په مياشت کې ځوان طالب علمانو ته زده کړه ورکوي چې څنګه لينده او غشی استعمال کړي. [محمد شکیل]

سارا خان په پيښور کې د نومبر په مياشت کې ځوان طالب علمانو ته زده کړه ورکوي چې څنګه لينده او غشی استعمال کړي. [محمد شکیل]

د تير اندازۍ ښونکي سارا خان په پېښور کې د نومبر په میاشت کې د ټريننګ په دوران کې د يو طالب علم څارنه کوي. [محمد شکیل]

د تير اندازۍ ښونکي سارا خان په پېښور کې د نومبر په میاشت کې د ټريننګ په دوران کې د يو طالب علم څارنه کوي. [محمد شکیل]

په پېښور کې د تير اندازۍ زده کونکي د نومبر په میاشت کې د روزنې وروسته د هدف معاينه کوي. [محمد شکیل]

په پېښور کې د تير اندازۍ زده کونکي د نومبر په میاشت کې د روزنې وروسته د هدف معاينه کوي. [محمد شکیل]

پیښور -- سارا خان، چې په خيبر پښتونخواه کې ښځينه لوبغاړي ده، په پېښور کې د تیراندازۍ کلب چلوي او د نارینوو د تسلط په دې ټولنه کې سپورټس ته د دوې ورکولو خپل خواهش تعقیبوي.

د خيبر پښتونخواه د تیر اندازۍ کلب، چې په جنوری ۲۰۱۷ کال کې په پاکستان سپورټس بورډ کوچنګ سنټر قيوم سپورټس کمپليکس کې جوړ شوی و، له مخکې نه لوبغاړي پيدا کړي چې په ملي کچه يې شهرت ترلاسه کړی دی.

په دې کې اسرارالحق شامل دی، چې د تير اندازۍ په شپږم ټورنمنټ کې يې پنځمه درجه ترلاسه کړې وه. دغه مقابلې په جنوری ۲۰۱۸ کال کې په پیښور کې ترسره شوې وې.

دا کلب په پاکستان کې خپل لومړی کلب دی: نارینه او ښځینه تير انداز د ښځینه کوچ نه روزنه ترلاسه کوي.

سارا خان د نومبر په میاشت کې په پیښور کې د تير اندازۍ په خپل کلب کې لوبغاړو ته روزنه ورکوي. [محمد شکیل]

سارا خان د نومبر په میاشت کې په پیښور کې د تير اندازۍ په خپل کلب کې لوبغاړو ته روزنه ورکوي. [محمد شکیل]

د ښځينه لوبغاړو لپاره يوه مثالي نمونه

سارا، چې په پيښور کې په زرعي يونيورسټۍ کې په پبلک سکول او کالج کې د سپورټ ښونکي ده، د نومبر په میاشت کې پاکستان فارورډ ته وویل، "په سپورټ کې د یوې ښځې په توګه شهرت ترلاسه کولو زما شوق يو فکتور و چې د تير اندازۍ د کلب جوړولو سبب وګرځيدو. دا لومړی کلب دی چې يوه ښځه يې چلوي."

سارا وويل چې هغې "ځوانانو ته په يو داسې لوبه کې د ټريننګ ورکولو چيلنج قبول کړو چې په خيبرپښتونخواه کې د خلکو لپاره په بشپړه توګه نوی دی."

هغې وضاحت وکړو، "د [ښځو] ملي کرکټ ټيم زه وټاکلم، خو زما کورنۍ د ټولنيز فشار لاندې راغله او د خپلې موخې د تعقيب نه يې لرې وساتلم." که څه هم، د خنډونو او خفګان سره، زه له هغه وخت راهيسې هڅه کوم چې په خیبرپښتونخواه کې د ښځينه لوبغاړو لپاره يوه مثالي نمونه جوړه شم."

سارا وويل، په ملي مقابلو کې د اسرار پنځم پوزيشن "د دې کلب لپاره يو وياړ دی چې په لومړي پړاو کې دی او لوبغاړي يې پخپله مرسته چلوي." هغې وویل چې لوبغاړي د آلاتو د اخيستلو په شمول خپل لګښتونه پخپله برداشت کوي.

هغې له حکومت څخه وغوښتل چې د هغې په څیر د سازمانونو ملاتړ وکړي، چې د پاکستان د پرمختګ لپاره "په سپورټ کې د ځوانانو قدرتي صلاحيتونو" ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي.

هغې وويل، د تير اندازۍ د آلاتو قیمت ګڼ شمير لوبغاړي په سپورټ کې د برخه اخيستلو نه منع کوي. هغې وویل چې په نړيوالو مقابلو کې په يوې لينده باندې تقريباََ ۳۵۰،۰۰۰ روپې (۲،۸۲۲ آمريکايي ډالره) لګښت راځي.

په ټولنه باندې اغيز کول

شل لوبغاړي، چې له ۱۲ څخه تر ۴۵ کلونو پورې عمرونه لري، د پنځو ښځو او یو معذوره کس په شمول، د سارا په کلب کې روزنه ترلاسه کوي.

هغې وويل، "په کلب کې د ښځينه لوبغاړو شتون زموږ د ښځينه خلکو زړورتيا او ژمنه په ګوته کوي."

اکبر اعظم، چې يو ريټايرډ حکومتی چارواکی دی، وویل، "د سپورټ لپاره د سارا خان ژمنې او کلکې حوصلې زه وهڅولم چې د يو نوې لوبغاړې په توګه په دې کلب کې شامل شم."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د کلب هر یو لوبغاړی د هغې د ژمنې نه متاثره دی، چې د دې په اړه په هغه ټولنه کې څوک فکر نه شي کولی چې د قدامت پرستۍ او ټولنیزو پابندو سره په پراخه کچه مخ وي."

وقاص احمد خليل، چې د کلب جنرل سيکريټري او يو لوبغاړی دی او د خیبرپښتونخواه د پولیسو ډیپارټمنټ استازيتوب کوي، وویل، "د خیبرپښتونخواه په محافظه کار چاپیریال کې د یوې ښځې په توګه یو کلب چلول پخپله یوه بريا ده چې په ټولنه کې د ستاینې وړ ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا کلب د هغو ښځو لپاره يوه رڼا ده چې په خپلو صلاحيتونو او په ځانونو باور لري او حوصله لري چې د نارینو په ټولنه کې مقابله او پرمختګ وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500