پیښور -- پاکستاني چارواکي د ښکار او ښکاري وسلو بډايه میراث ته وده ورکوي، په داسې حال کې چې دوی قوانين پیاوړي کوي او نړیوالو بازارونو ته دا صنعت غځوي.
د دې صنعت د پراختیا او تر قانون لاندې راوستلو لپاره يوه لاره دا ده چې د وسلو کاريګران په کوچني ګروپونو کې يو ځای شي، چې په اسلام آباد کې د پاکستان د ښکار او ښکاري وسلو د پراختيا لپاره کمپني ( پي ايچ ايس ای ډي سي) غواړي چې دوی یوځای کړي.
د پاکستان د ښکار او ښکاري وسلو د پراختيا کمپنۍ مشر، زاهد الله شینواري، وویل، د دې ادارې موخه داده چې په پاکستان کې ښکار او ښکاري وسلو او آلاتو جوړولو او سيالۍ ته وده ورکړي او د ځايي تولیداتو کیفیت ښه کړي چې نړیوال معیارونه پوره کړي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په نړيوال بازار کې د ښکار او ښکاري وسلو د قانوني سوداګرۍ د چټک پرمختګ لپاره ستر امکانات شتون لري."
![په پیښور کې په يوې فيکټرۍ کې يو تجربه کار اسلحه جوړونکی د تير نومبر په ۱۵ مه ۹ ايم ايم تومانچه جوړوي. [عدیل سعید]](/cnmi_pf/images/2019/01/04/16019-a4-585_329.jpg)
په پیښور کې په يوې فيکټرۍ کې يو تجربه کار اسلحه جوړونکی د تير نومبر په ۱۵ مه ۹ ايم ايم تومانچه جوړوي. [عدیل سعید]
شینواری وویل، "د ځايي وسلو د کیفیت د ښه کولو لپاره د پي ایچ ايس ای ډي سي د مداخلت له کبله، د وسلو جوړونکو د نړیوالو پیرودونکو نه د صادراتو امرونه ترلاسه کول پيل کړې دي."
هغه وویل چې په پاکستان کې جوړ شوي تولیداتو د متحده ایالاتو تصدیق ترلاسه کړی، چې له دې کبله دوی توان لري چې متحده ایالاتو ته توليدات صادر کړي.
د سوداګرۍ پراختیا او روزګار رامنځته کول
د چارواکو په وینا، پي ايچ ايس ای ډي سي، چې د وسلو صنعت تر قانون لاندې راوستلو او هغې ته د ودې ورکولو لپاره د ګروپونو جوړولو کومه طريقه استعمال کړې ده ، هغه کاميابۍ رامنځته کوي.
د پي ايچ ايس ای ډي سي ستر مشر، طاهر خان، وویل، "په پېښور کې د وسلو جوړونکو ګروپونه په ۶۶ کوچنیو او منځنیو رجسټر شويو کمپنو مشتمل دي، چې زياتره په کوهاټ روډ باندې موقعيت لري."
هغه وويل، "په دې يونټونه کې په مستقيم ډول نږدې ۵،۰۰۰ کارګران کار کوي."
هغه زياته کړه، "په دره آدم خېل کې، د آبادۍ ۸۰٪ خلک په وسلو جوړولو کې بوخت دي."
هغه وويل چې په دغو ګروپونو کې د ښکار کومې وسلې جوړې شوي دي، په هغې کې تومانچې، ۱۲ بور ټوپکونه، پمپ واله ټوپکونه، ټوپکونه او زړې وسلې شاملې دي.
خان زياته کړه چې پي ايچ ايس ای ډي سي د فاټا د پرمختيايې ادارې سره هم کار کوي چې يوه خاص صنعتي سيمه جوړه کړي او د وسلو ټول کاريګران په کې يو ځای کړي او په ښه توګه دغه سوداګري تر قانون لاندې راولي.
که څه هم پخوانۍ فاټا اوس د خیبر پښتونخوا برخه ده، د فاټا پرمختیایي ادارې خپل نوم ساتلی دی.
خان وويل، صنعتي سيمه، چې د پيښور په مضافاتي سيمو کې په رحيم آباد کې جوړه شوې ده، به په ۲۰۲۰ کال کې بشپړه شي.
حامد خان، چې په پيښور کې د وسلو جوړولو د فيکټرۍ خاوند دی، وويل، "د ځايي فيکټرو ټوپکونه په بېلا بېلو هېوادونو کې لوړ ډيمانډ لري، خو د ښه پاليسۍ د نشتوالي له امله، د وسلو سوداګر له ستونزو سره مخ دي."
هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان هر کال د کوچنيو وسلو واردولو لپاره زياتې پيسې خرچ کوي، او مونږ له حکومت څخه غواړو چې هغه ځايي جوړې شوي وسلې غوره کړي کومې چې ارزانې دي."
هغه زياته کړه، په ځايي وسلو کې سرمايه کاري به نه يوازې د دې وسلو په جوړولو کې مرسته وکړي، بلکې د وسلو د قاچاق مخه به هم ونيسي.
غوره مهارتونه
ځوابتبصرې 1